دکډوالواوراستنیدونکووزارت تېر تاريخ ته لنډه كتنه

دکډوالواوراستنیدونکووزارت تېر تاريخ ته لنډه كتنه

وروسته له هغه چې د وخت رژيم په ۱۳۶۵ هـ ل كال د افغانستان د مسلمان ملت د بر حق جهاد برياليتوب نه يواځې احساس، بلكې حتمي وباله ، هڅه يې وكړه ترڅو د ملي پخلاينې ترعنوان لاندې دغه مجاهد ملت غافله او خپل پاى ته رسېدلي عمر ته لا دوام وركړي او هم كه وتوانېږي د خپل رژيم د حتمي نسكورېدلو پر وړاندې خنډونه جوړ كړي او په يو مهال د دغې يواړخیزې پروسې چارې د د ولت په تشكيل كې د يوې ادارې لخوا پر مخ بوځي. ددغه هدف لپاره يې يوه كمېته جوړه كړه چې وروسته بيا دغه كمېټه د کډوالواوراستنیدونکو ادارې په نامه ونوموله شوه.

     نوموړې كمېټه له هغې نېټې تر ۱۳۶۹ ه ل كاله د وزيرانو شورا تر مشرۍ لاندې فعاليت كاوه او وروسته بيا دغه كمېټه د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو د وزارت مقام ته پورته شوه.

    د هغه وخت حكومت غوښتنه دا وه چې د افغانستان د كډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو له عالي كمېشنرۍ سره د اړيكو په ټينګولو وتوانېږي اودميليونونو كډوالو قناعت چې د رژيم د بېرحمه ظلمونو له امله يې وطن پرېښى ؤو او د الهي احكامو له مخې يې کډوالۍ ته مخه كړې وه، حاصل كړي او له كډوالو سره د مرستې په بهير او د هغوى په بیرته راستنیدو كې خپل كارسرته ورسوی چې دغه  حركت د ګڼ شمېر دلايلو له امله په هغه وخت کې اغېزناك نه و او لاسته راوړنه يې نه لرله، تر دې چې شوروي پلوۍ حكومت نسكور شو.

    په ۱۳۷۱ كال د مجاهدينو له برياليتوب وروسته د افغانستان د اسلامي دولت په تشكيلاتي جوړښت كې د كډوالو او بېرته راستنېدونكو وزارت له سره جوړ او پر كار يې پيل وكړ ، چې د چارو په بېلابېلو برخو كې يې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې او د كډوالو داوطلبانه راستنیدو چارې د طالبانو د حكومت تر رامنځته كېدو پرمخ لاړې.

    د طالبانو د واكمنۍ پر مهال دغه وزارت له سختو تشكيلاتي بدلونونو سره مخ شو. لومړى د وزارت له كچې رياست ته راټيټ او وروسته څه وخت د شهيدانو او معلولينو په وزارت كې مدغم شو او پر دغه مهال د كډوالو د راستنېدو پروسه نه يوازې په ټپه ودرېدله، بلکې د کډوالۍ او بېځايه كېدو لړۍ بیرته په شدت سره پیل شوه .

    د طالبانو د رژيم په نسكورېدلو د ۱۳۸۰ كال د ليندۍ په مياشت كې چې د اتلو مجاهدينو د مقاومت او د (بن) د نړيوالې پرېكړې په پايله كې په ۱۳۸۰/۹/۱۴ نېټه او د لنډمهالې ادارې په را منځته كېدلو دغه اداره د افغانستان په دولتي تشكيلاتو كې بيا  د وزارت تر عنوان لاندې رامنځ ته شوه او له هماغه مهاله تر ننه فعاليت كوي.

     دغه وزارت د خپلو ستراتيژيكو موخو او له مخكې ټاكل شويو لنډ مهاله ، منځمهاله او  اوږدمهالو پلانونو د پلي كولو لپاره د راستنېدونكو او بېځايه شويو ټولو چارو ته د رسېدلو په موخه، په مركز كې د مستقلې ادارې په توګه او په ۳۴ ولايتونو كې د رياستونو، آمريتونو په نامه ادارې او همداراز د پاكستان په پېښور، اسلام آباد او كوېټه كې او همداراز د ايران د اسلامي جمهوريت په زاهدان، مشهد او تهران كې نمايندګۍ لري.

د يوې كمېټې په توګه ددغې ادارې له پيله تر ننه چې د وزارت په كچه فعاليت كوي لاندې اشخاصو ددغه وزارت په سركې كار كړى دى:

    د کډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت د افغانستان اسلامي جمهوريت د كړنلارې او خپلې ستراتيژۍ او پاليسۍ له مخې د كډوالو او بېرته راستنېدونكو كورنيو او بېځايه شويو هېوادوالو د قضاياوو د حل لپاره له نړيوالو قوانينو او ميثاقونو سره په مطابقت كې د پنځو كاري او ستراتيژيكو لومړيتوبونو د تحقق لپاره كار كوي. 

۱ – د کډوالو داوطلبانه ، تدريجي، مصؤن او په عزت راستنېدل.

۲ –اصلي استوګنځيو ته د كډوالو او كورنيو بېځايه شويو انتقال او ځاى پرځاى كول.

۳ -  د دکډوالو او بېرته راستنېدونكو وزارت په اړوندو ښارګوټو كې د كډوالو او كورنيو بې ځايه شويو د ځاى پرځاى كېدلو او بیرته میشت والي زمينه برابرول.

۴ – د كډوالو او كورنيو بې ځايه شويو حقوقي ملاتړ.

۵ –د كډوالو او كورنيو بېځايه شويو د ظرفيت لوړول او د فقر د له منځه وړلو او د هغوى پرځان بسيا كېدو لپاره د كارموندنې فرصتونه پيدا كول.