دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

دغور ولايت دکډوالو په ښارګوټي کې د برېښنا رسونې شبکه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري کټې اخيستنې ته وسپارل شوه

دغور ولايت د امير شنسب دکډوالو په ښارګوټي کې،  دبرېښنا رسونې شبکه، دکډوړالو ا وراستنېدونکو چارو وزارت له لوري تېره شنبه د وري په ۲۵مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ددغې شبکې دلګښت بوديجه ۱۴ ميليونه او ۹۸۵ زره افغانۍ وه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پراختيايي بوديجې څخه ورکول شوې  او  ۹۰۰ نورو کورنيوته د سولرې ووېشل شوې.

ددې مراسموپه برانيسته کې د غور ولايت والي، دواليتي شورا رئيس، دسيمې حکومتي مسولين او ددغه ولايت دبېلابېلوسيمو  اوسېدونکو ګډون درلود.

غور کې له ۷۷ بیځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره نغدې او غیر نغدې مرسته وشوه

 دغور ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست دکډوالو دنړیوال سازمان ای ،او ،ام او ای ،سي ایف موسسو په همکارئ له ۷۷بیځایه شویو کورنیو سره چې دبادغیس ولایت دجوند ولسوالئ له نا امنه سیمو او   ددې ولایت ددولینې او چهارسد ې ولسوالیو څخه دیاد ولایت ته بیځایه شوي وي نغدې او غیر نغدې مرسته وشوه دغه مرستې چې ددشنبې په ورځ دوری په ۱۳    یی صورت ونیو ۴۰ راستنوشویو سره چې عمرونه یی کم وودیوې تختې قالین دګاز ډبې اوپخلنځی سامان ۳۷ بیځایه شویو کور نیو له ډلې هرې کورنئ ته ۱۴۰۰۰ زره افغانیو نغدې مرسته وویشل شوه 

غور کې له ۷۷ بیځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره نغدې او غیر نغدې مرسته وشوه

 دغور ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست دکډوالو دنړیوال سازمان ای ،او ،ام او ای ،سي ایف موسسو په همکارئ له ۷۷بیځایه شویو کورنیو سره چې دبادغیس ولایت دجوند ولسوالئ له نا امنه سیمو او   ددې ولایت ددولینې او چهارسد ې ولسوالیو څخه دیاد ولایت ته بیځایه شوي وي نغدې او غیر نغدې مرسته وشوه دغه مرستې چې ددشنبې په ورځ دوری په ۱۳    یی صورت ونیو ۴۰ راستنوشویو سره چې عمرونه یی کم وودیوې تختې قالین دګاز ډبې اوپخلنځی سامان ۳۷ بیځایه شویو کور نیو له ډلې هرې کورنئ ته ۱۴۰۰۰ زره افغانیو نغدې مرسته وویشل شوه 

غور کې بېځايه شويو کورنيوسره  دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دغورولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست  دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) په همکارۍ ۳۰ بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خورراکي موادو  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله د دولينې، چهارسدې او تيورې ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې تېره دوشنبه  دمرغومي په ۱۸مه دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) له لوري هرې کورنۍ ته  ۲ دنې ترپالونه، ۲ دانې کمپلې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو  مرسته ووېشل شوه. 

غورکې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د( ACF) موسسې  په همکارۍ ( ۳۵) بېځايه شويو  کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بادغيس ولايت دجوند ولسوالۍ او د غور ولايت د شهرک، فيروزکواو دولينې ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې   وې تېره پنجشنبه دمرغومي په ۱۴مه  د ( ACF) موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

غور کې ۱۴۱بېځايه  شويو کورنيوسره  نغدي  مرسته  وشوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د (ACF) موسسې په همکارۍ ۱۴۱ بېځايه شويو کورنيوسره دلړم دمياشتۍ په ۱۶مه نغدي  مرسته  وشوه.

يادې  کورنۍ چې دنا امنيو له امله د تيورې ولسوالۍ او علمين سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې   هرې کورنۍ ته د (ACF لوري ۱۴۰۰۰افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

غور کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ( ACF ) موسسې په همکارۍ ۸۱بېځايه شويوکورنيوسره  نغدي مرسته وشوه.

 

يادو کورنيوسره چې د کندوز ولايت دنا امنو سميو او دغو ر ولايت دعلمين  سيمې او دولنې ولسوالۍ دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې دلړم دمياشتې په ۸مه  ۷بېځايه شويو کورنيو هرې کو رنۍ ته ۱۴۰۰۰افغانۍ، ۲۵بېځايه شويو کورنيوته ۳۰۰۰ افغانۍ ، ۳۹ بېځايه شويو کورنيوته ۱۲۰۰۰ افغانۍ او  ۶ نورو بېځايه شويو کورنيو هر کورنۍ ته ۲۶۰۰۰افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

غور کې بېځايه شويو کورنيوسره  دخوراکي مواد مرسته وشوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) په همکارۍ ۹۰ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

 

ددغو مرستو له ډلې  دلړم دمياشتې په ۶مه  دخوراک نړيوال سازمان  ( WFP ) له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو وړه، ۷کيلو غوړي، ۷کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

غور کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د (ACF ) موسسې په همکارۍ ۳۶بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

ديادو کورنيو هرې کورنۍ ته دلړم دمياشتې په ۳مه د (ACF ) موسسې له لوري ۶۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

غورکې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته شوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، د خوراک نړيوال سازمان ( WFP) او د( ACF ) موسسې په همکارۍ ۶۰ بېځاکورنيوسره چې د تيورې ولسوالۍ او علمين سيمې څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره پنجشنه د تلې دمياشتې په ۲۷مه د خوراک نړيوال سازمان ( WFP) له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو وړه، ۷کيلو غوړي، ۷کيلو دال نخود، يوه کيلو مالګه او  د( ACF ) موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

غور کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکی موادو  مرسته وشوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د انصاري موسسې په همکارۍ ۴۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې د  نا امنيو له امله دتيورې ا ودشت ارچي ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې دغېر خوراکي موادو  مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې  د تلې دمياشتې په ۲۵ د انصاري موسسې له لوري هرې کورنۍ ته  ۳دانې کمپلې، ۲دانې داوبو سطلونه، ۲دانې ترپالونه، يوه ګاز ډبه، ۲داوبو بوشکې، ۴دانې دکالومينځلو صابونونه او دپخلنځي سامان الاتو مرسته ووېشل شوه. 

غورکې لسګونه بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دانصاري موسسې  او دکيلو پراختيا رياست په همکارۍ  ۶۰ بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

 

يادو کورنيوسره چې دنا امنيو له امله د تيورې ولسوالۍ او علمين سمې څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې دتلې دمياشتې په ۲۴مه ديادولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دکليو پراختيارياست او دانصاري موسسې له لوري هرې کو رنۍ ته ۳دانې کمپلې، ۲دانې ترپالونه، ۲دانې داوبوسطلونه، ۲دانې د اوبو بوشکې، دپخلنځي سامان الاتو او دروغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه. 

غور کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ( ACF ) موسسې په همکارۍ ۹۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې د  نا امنيو له امله دتيورې، پسابند ولسواليو او دعلمين دمرکزي سيمو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې نغدي مرسته وشوه.

 

ديادو کورنيوهرې کورنۍ ته د تلې دمياشتې په ۱۹ د ( ACF ) له لوري ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

غور کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ( ACF ) موسسې په همکارۍ ۱۷۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې د نا امنيو له امله د تيورې ولسوالۍ او علمين سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې نغدي مرسته وشوه.

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته  تېره پنجشنبه د تلې د۱۲مې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

غور کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

دغور ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د خوراک نړيوال سازمان  (WFP) ادارې په همکارۍ ۴۳ بېځايه شويو کورنيوسره چې د تيورې ولسوالۍ او علمين مرکزي سيمې څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې دخوراکي موادو مرسته وشوه.

 

ددغو مرستو له ډلې تېره دوشنبه دتلې دمياشتې په ۳مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو وړه، ۳قوطۍ غوړي ۱۴کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.  

په هلمند او غور ولایتونو کې د مرغومی له لمړی نه راپه دیخوا د نا امنییو له عمله ۷۸۰ کسان له خپلو سیمونه بی ځایه شوي.

په  ولایتی چارو کښی د هم غږۍ د چارو دریا ست په حواله د هلمند دکډوالو او راستنیدنکو چارو آمر دد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست خبریال ته خبرورکړ چې په مارجی ولسوالۍ کې د ملي اردو د عملیاتو په لاره اچولو سره دروان کال د حوت د میاشتی د ۵ نیټی نه را په دیخوا ۲۲۵ کسان د دولسوالۍ له مربوطاتونه بی ځایه شوي.

د منبع په خبره بی ځایه شوی او‌س د زړې قلعی ، احمد شاه مینه سیمو او دتصدی بؤست ترشا میشت شوي دي.

منبع زیاتوي چی تراوسه بی ځایه شویو ته هیڅ ډول مرستی نه دی رسیدلې.

د یو بل خبر له مخې د غور ولایت په مربوطاتو کې د روان کال د جدی د اول نه د حوت ترلسمی پورې ۱۰۲ کورنحۍ د نا امنۍ له عمله بی ځایه شویې.

د غور ولایت د کډوالو چارو ریس عبدالروف په خبره یا شوی کورنۍ چی تعدادیې تر ۵۵۵ ښځینه او نرینه کسانو پور رسیږي د فیروز کوه ، چهارسده ، دولینه ، جوند ، تیوره ، دولت یاراو پسابند له ولسوالیو څخه بی ځایه شوي.

چې ځینی یې د دولایت په مرکز او یو برخه نوريې په نورو آرا مو ولسوالیو کې میشت شوي.

د غفوری د معلوماتو پر اساس یاد شوي بی ځایه شوي یوه حصه سروی او مرسته ورسره شوې.