دفراه ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

فراه کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي، خوراکي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

 

دفراه ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۱۴۰ بېځايه شويوکورنيوسره نغدي، خوراکي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.
ددغو مرستو له ډلې تېره شنبه د وري په ۴مه د ډنمارک دکډوالو ادارې (DRC) له لوري هرې کورنۍ ته ۴۰۰۰ زره افغانۍ نغدي، د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري ۱۰۰ کيلو وړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴کيلو دال نخود، يوه کيلو مالګه او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR ) له لوري هرې کورنۍ ته دماشومانو جامې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

فراه کې له۱۰۰ زیا تو کورنیو سره دخوراکې موادو مرسته وشوه

دفراه ولایت د کټډ دوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د دبلیو ایف پی  په همکارئ له ۱۰۸کورنیو سره چی دبالابلوک ،پشت رود ولسوالیو څخه دیاد ولایت مرکز ته بیځایه شوي وي دخوراکي موادو مرسته وشوه دغه مستي دپنجشنبی په ورځ دکب په۱۷ مه هری کورنئ ته ۱۵۰کیلو وړه ۱۵ کیلو غوړی ۱۵کیلو دال او ۱کیلو مالګه وویشل شوه 

 دفراه په ولایت کې له۹۰ څخه زیاتو بیځایه شویو کورنیو سره بشري مرسته وشوه 

دفراه ولایت دکډوالوچارو ریاست  دډنمارک دکډوالو ادارې ډی ار سی په همکارئ له ۹۰ بیځایه شویو کورنیو سره چې دنا امنیو له امله دپشت رود ، بالا بلوک اوخاک سفید ولسوالیو څخه ددغه ولایت مرکز ته بیڅایه شوي وي دغیر خوراکې توکو مرسته وشوه دغه مرسته چې ددوشنبې په ورځ دوري په ۶مه یی صورت ونیو هرې کورنئ ته ۳تختې کمپلې ، ۲تختې تر پالونه یو دانه پکینګ او روغتیایی کڅوړې وویشل شوي                                                                                                      

فراه کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دفراه ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) په همکارۍ ۸۹ بېځايه شويو کورنيوسره چې د بالابلوک ولسوالۍ دنا امنو سميو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادو کورنيوسره  تېره چهارشنبه دکب  دمياشتې په۲  مه  دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې  ( UNHCR) له لوري۲دانې کمپلې، ۲۶ ټوکه ژمني لباسونه او رغتيايي کڅوړ مرسته ووېشل شوه. 

فراه  کې بېځايه شويو کورنيوسره  نغدي او د خوراکي موادو مرسته وشوه

دفراه ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دخوراک نړيوال سازمان ( WFP) اوډنمارک دکډوالو ادارې ( DRC) په همکارۍ ۱۹۳ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او د خورراکي موادو  مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره دوشنبه  دمرغومي په ۱۸مه د ډنمارک دکډوالو ادارې ( DRC) له لوري هرې کورنۍ ته  ۱۸۰۰۰ زره افغانۍ نغدي او  دخوراک نړيوال سازمان ( WFP) له لوري هرې کورنۍ ته ۳ بوجۍ وړه، ۱۵ کيلو دال نخود، ۱۵ لېتره غوړي او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

فراه کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دفراه ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ډنمارک دکډوالو ادارې ( DRC) په همکارۍ ۱۲۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې د پشت رود، شمال ګاه او بالابلوک ولسواليو دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې نغدې مرسته وشوه.

ديادو کورنيوهرې کورنۍ ته  تېره پنجشنبه دتلې دمياشتې په ۲۷ مه د ډنمارک دکډوالو ادارې ( DRC) له لوري ۸۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

فراه کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او  دخوراک موادو مرسته وشوه

دفراه  ولايت دکډوالو  او راستنېدونکو چارو رياست، د ډی  آر سي او دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) په همکارۍ ۱۰۰ بېځايه شويوکورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرسته له ډلې تېره سې شنبه دتلې دمياشتې په ۲۵مه  د ډی  آر سي موسسې له لوري ۱۴بېځايه شويوکورنيو هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدې او  دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) له لوري هرې کورنۍ ته ۲بوجۍ وړه، ۷کيلو غوړي، ۷کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

فراه کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دفراه ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) او دډنمارک دکډوالو ادارې ( DRC) په همکارۍ ۱۸۲ بېځايه شويو کورنيوسره چې د شمال ګاه، بالابلوک او خاک سفيد ولسواليو دنا امنو سميو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې نغدي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره چهارشنبه دتلې دمياشتې په ۱۹مه دډنمارک دکډوالو ادارې ( DRC) له لوري ۹۵کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدې او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې  ( UNHCR) له لوري ۸۷ کورنيو هرې کورنۍ ته  ۲دانې ترپالونه، ۳دانې کمپلې، يوه ګاز ډبه، دپخلنځي مکمل سامان او دروغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه. 

د فراه ولایت د کډوالو د ښار ګوټي کلینیک افتتاح شو.

د فراه ولایت د کډوالو د ښارګوټي کلینیک د ۲۳/۴/۱۳۹۳ نیټه  دعامې روغتیا د وزیرپه واسطه افتتاح شو.

kjkkkkk.jpgد فراه ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د رییس رحم الدین د معلوماتو پر بنسټ ددغه ولایت د کډوالو د ښارګوټې کلینیک د قطر هیواد د یوتن خیرانده شیخ علی په مرسته د ۲۵۰ زره ډالرو په لګښت د یوه داخلي شرکت په وسیله په دری زره متره مربع ځمکه کې په دؤو بلاکو کې جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې ددغه کلینیک په جوړیدو سره به دښارګوټي د ۹۴۰ څخه د زیاتو کورنیو روغتیایي ستونزې تر یو کچې پوري حل شي.

سر چینې وویل چې یاد شوی ساختمان دیو محفل په ترڅ کې ددغه ولایت د چارواکو په حضور د عامې روغتیا د وزیر داکتر فیروز الدین فیروز لخوا افتتاح شو.

په فراه ولایت کې ۵۹ بی ځایه شویو کورنیو ته په ۱۳۹۴/۳/۱۲ نیټه د دغی ولایت د کډوالو چارو د آمریت لخوا مرسته وشوه .

د فراه ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمر رحم الدین د دغی وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست خبریال ته وویل چي د ۱۳۹۳ کال په ورستیو کي ۵۹ کورنۍ د ناامنیو له کبله د بالا بلوک ، خاک سفید ، پشت رود ، بکوا او جوین ولسوالیو څخه بی ځایه او د فراه ښار په ناحیو کي استوګڼ شوي دي .

سرچني زیاته کړه چي د یادو شویو کورنیو سروی د دغی اداری لخوا ترسره او WFP او UNHCRلخوا هری یادي شوی کورنۍ ته ۱۵۰ کیلو ګرامه غنم ، ۱۱ ګرام دال ، ۱۱ کیلو ګیلو ګرامه غوړي ، ۶ تختي کمپلی ، ۲ تختي ترپال ، د پخلنځی د وسایلو سیټ ، د ګاز ډبه ، صابون او د اوبو بوشکي وویشل شوې .

دیو بل خبر پربنسټ ۲۱ نور کورنیو ته چي یوه میاشت مخکي د بالابلوک ، خاک سفید ، پوشت رود ، بکوا او پرچمن والسوالیو څخه د فراه ولایت مرکز ته بی ځایه شوي وي په ۱۳۹۴/۳/۱۲ نیټه د WFP او UNHCR  لخوا خوراکی او غیر خوراکی توکي وویشل شول .

په فراه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله دوه تنه مړه او۹۰ داني کورونه قسمأ تخریب شوي دي.

د خبر ځای په خبره د یاد وشو یو کورونو او سیدونکوشمیر لاتراوسه تثبیت شوي نه دۍ.

په خبر کې راغلی چې د بې ځایه شویو کورنیو سره لا تراوسه مرسته نه ده شويې.

په فراه ولایت کښی له ۳۰۰ څخه زیات کسان حرفوی کورسونه کښی شامل شوي.

     منبع زیات کړه چی په دې کورسونو کښی ۳۸۰ بی ځایه شوی او راستانه شوی کسان ښځینه او نارینه ترزدکړې لاندې دي.

د یو بل خبر له مخې فراه ولایت ته له ایران او پاکستان څخه راستانه شویو ۸۰ کورنیوته د هرات ولایت د (UNHRC) دفتر دژوند مخته وړلو په موخه ۲۴۰ دانې وزی توزیع کړې دي.

    یاد شوی مؤسسی مخکی له دې هم ۵۰ راستانه شویو کورنیوته ، د زعفران کرلو زدکړه ورکړې ده.

په فراه ولایت کی د کډوالو ښارګوټی د روغتون جوړولو کار ٪۹۰ تکمیل شوۍ دۍ.

     د فراه ولایت د کډوالو چارو آمر رحم الدین د پاسني مطلب په څرګندولو سره ددې وزارت ، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست خبر یال ته وویل چی یاد شوۍ روغتون په ۳ زره متره مربع ځمکه کې د قطر د نیک نظره شیخانوله جملې څخه د یو محترم شیخ علی په مرسته پینځه میاشتی مخکې ترجوړونې لاندې دۍ منبع زیاته کړه چې دا روغتون ددې ولایت د کډوالو دښار ګوتي راستانه شویو او سیدونکود سرنه تر پښوپورې د تداوۍ په موخه په یو پوړ کښی په پخته او اساسي ډول جوړیږي.

     ده وویل چی له دې ترمخه د کډوالو په دې ښآرګوتي کې کوم صحی مرکز و جود نه درلود‌، چی ددې روغتون ګټی اخیستنې له سپارلو سره به دیاد شوي ښارګوټي ۹۶۰ کورنیو ستونزې تر یو کچی پوری حل شي.

     رحم الدین څرګنده کړه چی په راتلونکي کې به ددې روغتون دوهم پوړ هم جوړ شي.