دبادغيس ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

بادغيس کې ۲۵۰ بېځايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه

 

دبادغيس ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دکيلو پراختيا رياست  په همکارۍ ۲۵۰بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د آب کمري او بالامرغاب ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې   د سې شنبې په ورځ  دوري په ۲۸مه   دکيلو پراختيا رياست  لوري هرې کورنۍ ته يوه يوه خېمه  مرسته ووېشل شوه.

بادغيس کې لسګونه بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دبادغيس ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ناروې دکډوالو ادارې ( NRC ) په همکارۍ  ۷۴ بېځايه شويوکورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

ديادو کورنيو هرې کورته تېره پنجشنبه دلړم دمياشتې په ۴مه  د ناروې دکډوالو ادارې ( NRC ) له لوري   ۲۶زره  افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

جوزجان او بادغيس کې لسګونه بېځايه شوې کورنۍ سروې  او په نښه شوې

دجوزجان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې په همکارۍ ۱۰۰۰ بېځايه شوې  کورنۍ چې د خوش تپې  ولسوالۍ د نا امنو سيمو څخه د مزار ولايت دشت ليلي ته بېځايه شوې وې سروې او په نښه شوې.

 

همدارنګه د خوراک نړيوال سازمان (WFP)، دناروې دکډوالو ادارې ( NRC )  او د ( IRC) موسسې په همکارۍ ۳۵۰ بېځايه شوې کورنۍ چې د اب کمري ولسوالۍ دنا امنو سيمو څخه ددغه ولسوالۍ امن سيمو ته بېځايه شوې وې سروې او په نښه شوې. 

بادغيس  اوسرپل کې  لسګونه  بېځايه  شويو کورنيو سره  نغدي، خوراکي او د غېرخوراکي موادو مرسته وشوه.

دبادغيس او سرپل ولايتونو دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو د يوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۱۴۵بېځايه شويو کورنيوسره نغدي، خوراکي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغومرستو له ډلې تېره سې شنبه دتلې په  ۲۵مه  دملګروملتونو دکډوالو ادارې( UNHCR ) په همکارۍ ۲۳بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته ۳۰۰ امريکايي ډالره،  دکډوالۍ په برخه کې دامريکاسفارت ( BPRM) له لوري ۷بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته  دکارکولو لپاره دځينو ضروري سامان الاتو  او دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) له لوري دخوراکي موادو مرسته وشوه.

همدارنګه د سرپل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چار ورياست دملګروملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR ) په همکارۍ دتلې په ۲۵مه  ۱۳ بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته ۲دانې ترپالونه، ۳دانې کمپلې، ۱دانه ګازډبه او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه. 

په باد غیس کې د بې ځایه شویو سره مرسته وشوه

په بادغیس ولایت نن د ۲۱ بې ځایه شویو کورنیو سره خوراکي مرسته وشوه.

د بادغیس ولایت د کډوالو چارو آمر عبدالظاهر بادغیسي وویل، ۴ قلمه خوراکي توکي د WFP لخوا یادو کورنیوته چې د دې ولایت د ناامنه سیمو څخه قلعه نوبي ته بې ځایه شوې وې وویشل شول.

  په بادغیس کې د ۳۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه.

پرون د وږی په ۳، په بادغیس ولایت کې د ۳۵۰ کورنیو سره دد دغه ولایت د کډوالو چارو د آمریت له لارې مرسته وشوه.

د باد غیس ولایت د کډوالو چارو د آمر عبدالضاهر بادغیسی د معلوماتو پر بنسټ، د ۳۵۰ کورنیو سره چې د نا امنیو له کبله د آبکمرۍ له ولسوالۍ څخه بې ځایه شوې وې، د همکاره مؤسسو په همکارۍ د دغه اداري له لارې مرسته وشوه.

سرچینی زیاته کړه چې یادو کورنیو سره د وږي په ۳ نیټه د WFP او یو نسیف دخوراکې توکو او البسې او پخلنځي د وسایلو مرسته وکړه.

د ۸۱۶ کورنیو سره مرسته وشوه.

     د بادغیس ولایت دکډوالو او راستنیدونکو چارو د آمر عبدالظاهربادغیسی دمعلوماتوپربنسټ، په دې ولایت کې ۹۲ بی ځایه شویو کورنیو ته ۱۹ قلمه د کورداړتیا وړ وسایل د NRC مؤسسې او ۲۶ نوروکورنیو ته خوراکې توکي دWFPددفتر لخوا وویشل شول.

     دیوبل خبرله مخې په کا بل کې میشت دجاپان هیواد دیونسکوملي فدراسیون دکب میاشتې په وروستیوکې کابل ته ۷۰۰ بې ځایه شویو اوراستانه شویوکورنیوسره دخراکي توکومرسته وکړه .

     د دې وزارت د بې ځایه شویو وضعیت ته درسیدلو دریاست دمعلوماتوپربنسټ، یادې شویی مرستې دهرفامیل لپاره ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، یوه بوشکه غوړي اودماشومانولپاره یوه غذایی بسته وه چې دالیسګان په ښارګوټي کې ۳۱۰ کورنۍاو دکابل ولایت دقره باغ ولسوالۍ دباریک آب ښارګوټي ته دغور ولایت بې ځایه شوي له هغوی څخه برخمندشوي دي.

     په کابل کې میشت دجاپان دملي فدراسیون انجمن، دتیرکال دمرغومي اوسلواغې میاشتوپه بهیرکې دیادوشویوکورنیوسره هم ،داډول مرستې کړیې وې.