دهرات ولايت دکډوالو او راستنېدونکوچارو رياست

نړيوالو مرستندويه ادارو دهرات ولايت بېځايه شويو سره دمرستو خبرورکړ

دبېځايه شويو دبشري استوګنې او دپناغوښتونکو نړيوال سازمان مسولينو،دکډوالو او راستنېدونکو چاو زوارت او دهرات ولايت لوړپوړو چارواکو سره په لېدنه کې دهرات ولايت بېځايه شويوسره دمرستو اعلان وکړ.

دغه ناسته،چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ليندۍ دمياشتې په ۵مه په هرات ولايت کې جوړ شوې وه، پکې د کډوالو چارو وزير، د هرات ولايت دښارجوړنې مرستيال،دسيمه ايزې  ادارې مرستيال،دځمکو داصلاح ادارې مرستيال او د اجرايه رياست استازو ګډون درلود دهرات ولايت بېځايه شويو سره مرستو پروېشلو بحث او خبرې وکړې.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په ياده ناسته کې وويل،چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت او دځمکو داصلاح ادارې ترمنځ دلاسليک شوي هوکړه ليک پراساس به ډېر ژر دهرات ولايت کې بېځايه شويوکورنيوته په مواقت ډول د اوسېدو زمينه برابره شي.

د ذکرشويو ادارو مسولينو وويل، چې زموږ تمرکز زيات دخېموپروېشلو او کومکي کڅوړو دی او ددوی بېرته ستنېدل خپلو اصلي سيموته په جدا ډول دی.

همدارنګه دهرات  والي  د کډوالۍ په برخه کې دوزيرانو شورا دفرعي کمېټې دمرستو او دجمهوري رياست ۳۰۵فرمان اعلان کړ.

دکډوال چارو وزير د هرات ولايت والي سره بېځايه شويو ته دلاس رسۍ په موخه خبرې وکړې

دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزير سيد حسين عالمي بلخي دهرات ولايت بېخايه شويو وضعيت ته دلاس رسۍ په موخه دهرات ولايت والي اصف رحمي سره بحث او خبرې وکړې.

دغه ناسته،چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ليندۍ دمياشتې په ۵مه دهرات ولايت ښار کې جوړ شوې وه، پکې د کډوالو چارو وزير، دهرات والي،د هرات ولايت دښارجوړنې مرستيال،دسيمه ايزې  ادارې مرستيال،دځمکو داصلاح ادارې مرستيال او د اجرايه رياست استازو ګډون درلود دهرات ولايت بېځايه شويو سره مرستو پروېشلو او ددوی خپلو اصلي سيمو ته دبېرته ستنېدوپه اړه بحث او خبرې وکړې.

دکډوال او راستنېدونکوچارو وزير دژمي  په را رسېدوسره دزيانموشويو بېځايه شويوکورنيو په زياتدوسره وويل، چې دوی ته بشري مرستې په نظرکې نيول شوي او ډېر ژربه دوی ته دغه بشري مرستې ووېشل شي او ددوی داستوګنې ځايونو ته به پاملرنه وشي.

هغه زياته کړه،چې په راروان ژمي کې په ټول هېواد کې د۸۴ زرو بېځايه شويو کورنيوله ډلې ۳زره ۵۸۱ کورنيوته په هرا ولايت کې ژمنۍ مرستې ووېشل شي.

دهرات والي دهمکاريوژمنه وکړه او دژمنيومرستو ترڅنګ يې دبېځايه شويو خپلو اصلي سيموته ستنېدل مهم يادکړل او وی ويل، چې ددوی بېرته ستنېدل بايد په نظر کې ونيول شي او دغه مرستې دوی ته په خپلواصلي سيموکې ووېشل شي.

هرات  کې  لسګونه بېځايه شويو  کورنيوسره نغدي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دهرات  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارورياست، دخوراک نړيوال سازمان (WFP) او ډنمارک کډوالو ادارې  (DRC )  په همکارۍ   ۳۵ ېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دغېر  خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې دمرغومي په درېيمه اونې کې ډنمارک کډوالو ادارې  (DRC )   له لوري ۲۲کورنيو له  هرې کورنۍ ته  د۱۶زرو څخه تر ۶۰  زررو افغانيو پورې  نغدي او دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري ۱۳ کورنيو هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو وړه، ۵ لېتره غوړي او ۵ کيلو دال نخود  مرسته ووېشل شوه. 

هرات  کې بېځايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه

دهرات  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دډاکار ( DRC) موسسې په همکارۍ ۱۲۰ بېځايه شويو کورنيوسره دشېدو لرونکو  وزو مرسته  ومرسته وشوه.

يادو کورنيو سره  تېره شنبه  دمرغومي په ۱۶مه  د ډاکار ( DRC) موسسې له لوري هرې کورنۍ ته يوه يوه شېدې لرونکي اوزه مرسته ووېشل شوه. 

هرات کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

ديوشمېرنړيوالو مرستندويه ادارو له لوري د هرات ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۲۹ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دغېر خوراکي مواد و مرسته وشوه.

يادو کورنيو ته د چنګاښ دمېاشتې په تېرې اونۍ کې د (cha) موسسې له لوري۱۶ بېځايه شويو کورنيوته ۲۰ زره افغانۍ نغدي او ۱۳ نورو بېځايه شويو کورنيوهرې کورنۍ ته دهمکارو موسسوله لوري دپخلنځي مکمل سامان الات، يوه ګازډبه، درې دانې کمپيلې او دوه دانې ترپالونه مرسته ووېشل شوه. 

هرات کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه

دهرات ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارې ۲۱۵بېځايه شويوکورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې دلړم دمياشتې په اوله  اونۍ کې ۱۴۷ بېځايه شويوکورنيو هرې کورنۍ ته د ناروې دکډوالو ادراې ( NRC) له لوري ۱۰۰۰۰ افغانۍ،د (APRAA ) له لوري دخوراکي موادو او د۱۳ نورو بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته  د ملګرو ملتونود کډوالو ادارې  (UNHCR) نغدي مرسته ووېشل شوه. 

له ۱۰۰ څخه زیاتی کورنۍ د ۱۳۹۴ کال دوري میاشتې ۱۶ نیټې نه تر ۲۳ پوري ، هرات ولایت را بې ځایه شویې دي.

د خپرېدو نېټه: Apr 13, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

د هرات ولایت د کډوالو اوراستنیدونکود رئیس سید فایض د معلوماتو پر اساس ، ۱۰۴ کورنۍ د بادغیس او غور ولایتونو څخه ، د روانې میاشتې د ۱۴ تارخ نه ۲۳ پورې د خپلو سیمو څخه بې ځایه اود دې ولایت په مرکز شیدائی دښته کې استوګن شوی دي.

نوموړي زیاته کړه چې د بې ځایه کیدو علت یې ناامنې وه او دسروي په پای کې چې د دې ادارې له خواه د NRC ، IOM ، WFP او UNHCR په همکاري تر سره شوه ، د ۱۰۴ کورنیو له جملی څخه ،۴۰  کورنۍ دهغوی د مرستې مستحق و پیژندل شوې.

د سید فایض په خبره هرې مستحقي کورنۍ ته ۸۰۰۰ نغدې افغانۍ ،کمپلې ،خیمه ، د پخلنځی وسایل ، سطل او صابون د یاد شویو مؤسساتو له خوا توزیع کړۍ شول.