د زابل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

زابل کې ۲۰۰بېځايه شويو کورنيوسره مرسته کېږي

دزابل  ولايت دکډوالو او ارستنېدونکو چارو رياست ، دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) او دماشوم ساتنې نړيوالې ادارې له لوري ۲۰۰ بېځايه شوې کورنۍ سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به ورسره مرسته وشي.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د  ارزګان، کندهار، هلمند، کندوز او پروان ولايتونو او دارغنداب، خاک افغان او دای چوپان  ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې  دلړم دمياشتې د۹مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې  سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به ورسره مرستې ترسره شي.

زابل کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دزابل ولايت دکډوال او راستنېدونکو چارو رياست دناروې دکډوالو ادارې ( NRC) په همکارۍ ۱۱۴ بېځايه شويو کورنيوسره تېره پنجشنبه  دلړم دمياشتې په ۴مه نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله د ارغنداب ،دای چوپان، شاه جوی ، خاک افغان، شنيکۍ ، نوبهار او دکلات  ولسوالۍ دمرکزي سيمو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې د ( NRC) له لوري هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

زابل کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي   اودغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دزابل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو ياست، د خوراک نړيوال سازمان ( WFP)، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) او د( UNICEF ) په همکارۍ ۲۰۳ بېځايه شويو کورنيوسره چې دنا امنيو له امله  د هلمند ولايت دشاجوی ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې نغدي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

 

ددغو مرستو له ډلې تېره سې شنبه او چهارشنبه دتلې دمياشتې په ۲۵مه او ۲۶مه د خوراک نړيوال سازمان ( WFP) له لوري هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدې،  دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) له لوري ۲دانې ترپالونه، ۳دانې کمپلې، دپخلنځي مکمل سامان الات او د ( UNICEF ) له لوري هرې کورنۍ ته د کور دضرورت وړ موادو مرسته ووېشل شوه. 

زابل  کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او  دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دزابل  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) او د ( UNICEF ) په همکارۍ ۲۰۳ بېځايه شويو کورنيوسره  نغدي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دشاجوی ولسوالۍ دنا امنوسيموڅخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  تېره دوشنبه دتلې دمياشتې په ۲۴مه دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) له لوري   هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدې، د ( UNICEF ) له لوري هرې کورنۍ ته  ۲دانې داوبو سطلونه  ، يو دبلی کلورین او دملګرو ملتونو دکډالو ادرې (UNHCR له لوري دپخلنځي د مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

په زابل ولایت کې د ۳۵۰ بې ځایه شویو او راستانه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

زابل ولایت ته د ۳۵۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د UNHCR لخوا مرسته وشوه.

د زابل د ناامنه ولسوالیو څخه ۳۵۰ بې ځایه شویو او د ایران او پاکستان څخه راستانه شویو کورنیو سره د دغه ادارې تر څارنه لاندې د UNHCR لخوا ۴ قلمه د خوراکې تو کو مرسته شوې ده.

سر چینی زیاته ګړه چې یوه او نۍ مخکې هم د نژدې و لایا تو څخه د زابل مرکز ته د ۳۵۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د UNHCR لخوا نغدي مرسته هرې کورنۍ سره ۱۰۰ ډالره مرسته وشوه.

 

په زابل ولایت کې ۳۵۳ بې ځایه شوې کورنۍ د دغه ولایت دکډوالوچارو د آمریت له لارې، د مرستې دترلاسه کولو په موخه نن د ۱۳/۳/۱۳۹۴ سروې شوې دي.

د زابل ولایت د کډوالو چارو د آمر مطیع الله په خبره، یادې شوې کورنۍ چې د روان کال د وري میاشتې په وروستیوکې د دغه ولایت د خاک افغان ،ارغنداب او نوبهار ولسوالیو څخه بې ځایه شوې او د شاه جوی ولسوالۍ په اړوندکې ځای په ځای شوې دي، سروې یې شوې او په نژدې راتلونکي کې به د همکاره مؤسساتوله لارې ورسره مرسته وشي.