د ارزګان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

ارزګان ۱۵۷ کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  له لوري دارزګان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۵۷  بېځايه شويو کورنيوسره نغدي  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې جګړو له امله دخاص ارزګان ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې د ليندۍ دمياشتې د ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدي  مرسته ووېشل شوه.

ارزګان کې بېخايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه

 

د يوشمېرنړيوال مرستندويه ادارو له لوري د ارزګان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۸۲ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او غيرې خوراکي مواو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دجګړو له امله د يوشمېرسيموڅخه ددغه ولايت مرکزته راکډه شوې وې دتېرې سې شنبې په ورځ  دليندۍ په ۲۰مه د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) او دخوراک نړيوال سازمان (WFP) ۱۲۰۰۰ زره افغانۍ نغدي، روغتيايي کڅوړې او پخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

ارزګان کې بېځايه شويوکورنيوسره مرسته وشوه

د يوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو  له لوري د  ارزګان ولايت کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۲۲۲ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي،خوراکي  او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د ترينکوټ ولسوالۍ د نامنو سيموڅخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې د دتلې دمياشتې د۱۵مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې دناورې دکډوالو ادارې (NRC) له لوري ۱۶۰۰۰زره افغانۍ نغدي،د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري ۴بوجۍ وړه، ۱۵کيلو غوړي،يوه کيلومالګه، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري ۲دانې کمپلې، ۱ګازډبه، ۲دانې ترپالونه، صابون او دکور دضرورت وړمواد او (UNICEF) له لوري هرې کورنۍ ته د روغتيايي کڅوړ مرسته ووېشل شوه. 

ارزګان کې له ۱۰۰ څخه زياتو بيځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

د ارزګان ولايت د کډوالو چارو آمريت د نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۱۲۸ بيځايه شويو کورنيو سره د خوراکي موادو او د کور د سامان مرسته وکړه.

دغه مرستي چی د وری له ۲۶ تاريخ څخه تر ۲۸ پوري يې دوام وکړه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لوري خوراکي توکي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR له لوري کومکې کڅوړي او د ماشومانو د  حمايت ادارې له لوري ورسره د روغتیايې کڅوړه مرسته وشوه.

يادې کورنۍ د نا امنيو له امله د خاص ارزګان او چوې ولسواليو څخه د ارزګان ولايت مرکز ترينکوټ ته بيځايه شوي وي. 

په ارزګان ولایت کې له ۴۰ څخه د زیاتو بې ځایه شویو کورنیو سره د WFP او UNHCR لخوا مرسته وشوه.

د ارزګان ولایت د کډوالو چارو آمر عبدالقهار د معلوماتو پر بنسټ د ۱/۴/۱۳۹۴  نیټه ۴۴ کورنۍ د خاص ارزګان ، شهید حساس او دهراود له ولسوالیو څخه ددغه ولایت مرکزترینکوټ ته بې ځایه شوې دي.

منبع زیاته کړه چې ددغه ادارې تر څارنه لاندې د NRC مؤسسی لخوا هرې بې ځآیه شوې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ او د WFP  لخوا هرې یادی شوې کورنۍ ته ۱۵۰ کلیو ګرامه غنم ،۱۵ کیلو ګرامه غوړي ، ۱۰ کیلو ګرامه دال ، ۱ کیلو ګرامه مالګه او د یوکارتن بیسکوټو مرسته شوېده.