دهلمند ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

 

به 540 خانواده بیجاشده در ولایت هلمند کمک های بشری توزیع گردید

ریاست امور مهاجرین وعودت کنندگان ولایت هلمند با همکاری اداره (ACF) به 540 خانواده بیجاشده در آن ولایت بسته های کمکی توزیع نمود.

این کمک ها طی هفته دوم ماه ثور در شهر لشکرگاه صورت گرفت که در جریان آن به هر خانواده 12 هزار افغانی پول نقد مساعدت گردید.

خانواده های کمک شده از ولسوالی  های ناوه، نادعلی، مارجه، سنگین و منطقه بولان به شهر لشکرگاه بیجا گردیده اند.

همچنان ریاست امور مهاجرین وعودت کنندگان ولایت هلمندطی مدت یادشده 129 خانواده دیگر را نیز به منظور توزیع کمک های بشری سروی نموده است.

هلمند کې لسګونه بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

دهلمند ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) په همکارۍ ۴۴۷۷ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادو کورنيوسره دتېرې دوشنبې په ورځ دوري په ۲۷مه  دخوراک نړيوال سازمان (WFP ) له لوري هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ وړه، ۱۴ کيلو دال نخود، ۱۴۴ کيلو غوړي او  يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.

هلمند کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوارکي موادو مرسته وشوه

دهلمند ولايت دکډوالو او رستنېدونکو چارو رياست  دخوراک نړيوال سازمان  (WFP) په همکارۍ ۱۱۵ بېځايه شويو کورنيو سره  دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دهملند ولايت دنا امنيو سيمو څخه  د لشکرګاه ولسوالۍ امن سيمو ته بېځايه شوې وې تېره شنبه د وري په ۲۵مه  د خوراک نړيوال سازمان  (WFP) له لوري هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ وړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

له ۱۷۰ څخه زیاتې کورنۍ په هلمند کې بې ځایه شوې دي

 د هلمند ولایت په مختلفو سیمو کې د جنګ او نا امنیو له امله ۱۷۸ کورنۍ د دغه ړلایت مرکز لشکرګاه ته بې ځایه شوې دي.

د هلمند ولایت د کډوالو چارو د آمریت د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ولایت د موسی قلعه، نهر سراج او ګرشک ولسوالیو کې د نا امنیو او جنګ امله ، تیره هفته ۱۷۸ کورنۍ  د دغه ولایت مرکز لشکرګاه ښارته بې ځایه شوې دي.

ویلی کیږی چې ۸۶ کورنیو د روان کال د چنګاښ میاشتې له لمړۍ نیټې نه د سنګین، موسی قلعه، کجکې ، نوزاد او نهر سراج ولسوایو کې د نا امنیو له کبله خپل کورونو پريښې وؤ

د ۱۳۹۴ کال د اولې ربع په بهیر کې د هلمند ولایت د کډوالو چارو د آمریت کارې کړنې

  • له ایران څخه د ۶ اوله پاکستان څخه د ۱۶ راستانه شویو کورنیو ثبت او راجستر.
  • د مارجې، سیستاني، تریخ، نهر سراج، سنګین او موسی قلعه ولسوالیو څخه د ۴۸۲ بې ځایه شویو کورنیو لپاره د DRC مؤسسی په مرسته نغدې پیسې اود WFP او VNICF لخوا خوراکې او لوژستیکي توکې د دغه ادارې له لارې ویشل شوي دي.
  • ۱۲ تننه ښځینه د هلمند ولایت د پوهنې ریاست ته د زدکړې د دوام په موخه ورپیژندل شوې دي.

په هلمند ولایت کې ۸۴ کورنۍ د نا امنۍ له کبله د خپلو کورنو پریښودوته اړه کړای شوې دي.

د هلمند ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمر غلام فاروق د دغه وزارت د اطلاعات او عامه اړیکو د ریاست خبریال ته وویل چې ۸۴ کورنیو د روان کال د چنګاش په اوله نیټه د سنګین، موسی قلعه، کجکی، نوزاد او نهر سراج ولسوالیو کې د نا امنیو له کبله خپل کورنه پریښې او د دغه ولایت د مرکز لشکرګاه په اړوند کې ځای په ځای شوې دي.

د سرچینی په خبره، یادې شوې کورنۍ د UNHCR ، DRC او NRC لخوا سروې شوې دي، خو تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

په هلمند او غور ولایتونو کې د جدی له اول نه راپه دیخوا د نا امنییو له عمله ۷۸۰ کسان له خپلو سیمونه بی ځایه شوي.

     د منبع په خبره بی ځایه شوی او‌س د زړې قلعی ، احمد شاه مینه سیمو او دتصدی بؤست ترشا میشت شوي دي.

     منبع زیاتوي چی تراوسه بی ځایه شویو ته هیڅ ډول مرستی نه دی رسیدلې.

     د یو بل خبر له مخې د غور ولایت په مربوطاتو کې د روان کال د جدی د اول نه د حوت ترلسمی پورې ۱۰۲ کورنحۍ د نا امنۍ له عمله بی ځایه شویې.

    د غور ولایت د کډوالو چارو ریس عبدالروف په خبره یا شوی کورنۍ چی تعدادیې تر ۵۵۵ ښځینه او نرینه کسانو پور رسیږي د فیروز کوه ، چهارسده ، دولینه ، جوند ، تیوره ، دولت یاراو پسابند له ولسوالیو څخه بی ځایه شوي.

    چې ځینی یې د دولایت په مرکز او یو برخه نوريې په نورو آرا مو ولسوالیو کې میشت شوي.

    د غفوری د معلوماتو پر اساس یاد شوي بی ځایه شوي یوه حصه سروی او مرسته ورسره شوې.