دقندهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

قندهار کې بېځايه شويوکورنيوسره نغدي او دکومکي کڅوړو مرسته وشوه

دقندهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست اودخوراک نړيوال سازمان ( WFP) له لوري ۸۲ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دکومکي کڅوړو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله دسنګين، نوزاد، ميوند،ناوه،نهرسراج او پنجوايي  ولسواليو څخه ددغه ولايت امن سيمو ته بېځايه شوې وې  دتلې دمياشتې په څلورمه اونۍ کې  دخورا ک نړيوال سازمان (WFP) له لوري هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.