دپکتيکا ولايت کډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

پکتيکا کې بېځايه شويو کورنيو سره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه

دپکتيکا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د سولېډايريټي موسسې په همکارۍ د ۱۳۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې د ګومل او ددغه ولايت په مرکزي سيمو کې مخکې سروې شوې وې نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې  تېره پنجشنبه  دتلې د ۱۳مې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې يې هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدې او يو ګرځنده تشناب، روغتيايي کڅوړو او کمپلو مرسته ووېشل شوه.