د غزني ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

غزني کې له ۲۰۰ زياتو بېځايه شويو کورنيوسره مرسته کېږي

دغزني  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، د ډنمارک دکډوالو ادارې  (DRC) او ( CTG ) موسسې په همکارۍ ۲۰۸۸ بېځايه شوې کورنۍ سروې او په نښه شوې. 

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د قره باغ، اندړ او واغزولسواليو  څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  د وري دمياشتې د ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې  د ډنمارک دکډوالو ادارې  (DRC) او (CTG ) موسسې له لوري سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به ورسره بشري مرستې ترسره  شي. 

نورستان او غزني کې له ۱۰۰ زياتو بېځايه شويوکورنيوسره مرسته کېږي

دنورستان او غزني ولايتونو  دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ دلړم دمياشتې د۲۲مې نېټې څخه تر ۲۸ مې نېټې پور مه ۱۱۲ بېځايه شوې کورنۍ سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به   ورسره مرستې وشي.

يادې کورنۍ د غزني او نوستان ولايتونو دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو ، د(CTG )، دخوراک نړيوال سازمان (  WFP)، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) او طبيعي پېښو پروړاندې دمبارې ادرې په همکارۍ سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به ورسره مرستې ترسره شي. 

غزني او پکتيکا کې لسګونه بېځايه شويوکورنيوسره مرسته کېږي

دغزني او پکتيکا ولايتونو دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو  ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ دلړم دمياشتې د۱۴مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پور ې ۳۰۶بېځايه شوې کورنۍ سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به   ورسره مرستې وشي.

يادې کورنۍ چې مخکې  دنا امنيو له امله د ارګون،  قره باغ  او اندړولسواليو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  د غزني اوپکتيکا  ولايتودکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستو، د(DRC )، (  WFP)، (WESTA) ، سولېډايريټي، کليو پراختيا او طبيعي پېښو پروړاندې دمبارې ادرې په همکارۍ سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به ورسره مرستې ترسره شي.

غزني کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

يادې کورنۍ چې د ناوې، اندړ، مقر او ګيلان ولسواليو دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې تېره يکشنبه د تلې دمياشتې په ۲مه هرې کورنۍ سره دکمپلو او دکور دضرورت وړ سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

د روان کال د دریمې ربع په بهیر کې د عزني ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمریت د کاري کړنو خلاصه.

  • د ۱۴ راستانه شویو کورنیو ثبتول.
  • د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته د زدکړې د دوام په موخه د ۲۴ تنو معرفی کول.
  • د اندړو ولسوالۍ د ۹۰ بي ځایه شویو کورنیو لپاره د UNHCR د غیر غذایی مرستو ویشل.
  • د IOM په مرسته ۲۳۵۴ کورنیو ته د خوراکي توکو ویشل
  •  په بیړنیو حالاتو کې د توزیع په موخه د غزني ولایت د کډوالو چارو آمریت سره د UNHCR لخوا د ۲۰۰ دانو خیمو، ۱۵۰ دانوکمپلو، ۵۰۰ دانو ترپالو، ۵۰۰ دانو بستو د پخلنځې د وسایلو. ۱۰۰۰ دانو داوبو د بوشکو مرسته.

په غزني ولایت کې دکډوالو او راستنیدونکوچارو آمر ددې وزارت ته خبر ورکړه .

     ده زیاته کړه چې د یاد شویو بې ځایه شویوسره، لاتراوسه کومه مرسته نه ده شویې، ځکه چې ددې ولایت دبې ځایه شویوسروې چې شپږمیاشتې مخکې پیل شویې وه لاتراوسه ۵۵۰ کورنۍ سروې اوله هغه جملې څخه ۳۵ کورنۍ دمرستې مستحق پیژندل شویې دي.

     شبیراحمدوویل چې ددې ادارې داجراآتوپه دوام سره، ۱۲ تنه ردمرزشوي ځوانان دتحصیل ددوام په موخه دغزني ولایت پوهنې ریاست ته معرفي شوي دي اوهمدا رنګه ۶۰۰  غیرمیوه لرونکي نهاله دهغه ولایت په مرکزکې د کډوالودالبیروني په شهرک کې ایښودل شوي دي.