دخوست ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

د خوست ولایت د قلموال میني د ښارګوټي د ښوونځۍ د جوړني کار پایته ورسید.

د خوست ولایت د قلموال میني د کډوالو د ښارګوټي د ښونځۍ د جوړنی کار، په ۲۷/۱۲/۱۳۹۳ نیټه د UNHCR په مرسته تکمیل او ګټي اخیستني ته چمتو شو.

د راستنیدونکو او بیرته یو ځای کیدو ریاست د خوست ولایت د کډوالو چارو د ریاست په حواله د دې وزارت  د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ته وویل چې د یاد شوي ښونځی کار د UNHCR په مالی مرسته، ده AVD ساختمانی شرکت په وسیله په ۱/۷/۱۳۹۳ نیټه د خوست ولایت د کډوالو د قلموال مینه په ښارګوټی کي په ۲۷,۵۷۴ متر مربع ځمکه کي پیل او په ۱/۱۲/۱۳۹۳ نیټه تکمیل او د دي ولایت د کډوالو د ښارګوټي ریاست ته وسپارل شو.

د منبع په خبره یاد شوی ښونځۍ ۱۲ اطاقو او ضروری ملحقاتو درلودونکی دۍ.

په خوست ولایت کې د ۱۳۹۴ کال د وری میاشتي په ۲۷ نیټه ۲۸۰۰ بی ځایه شویو کورینوته د سعودي عربستان مرستی د دي ولایت دکډوالو چارو د ریاست له لاري وویشل شوې.

د همغږی د اړیکواو ولایتی چارو ریاست د خوست ولایت د کډوالو چارو د ریاست په حواله ددې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ته خبر ورکړ چي د شمالی وزیرستان څخه ۲۸۰۰ بي ځایه شویو کورینو ته د سعودي عربستان مرستې ، د سروې او د هغوی د زیانمنو د تثبیت وروسته ، ورته وویشل شوې .

د منبع په خبره یادې  شوې  کورنی د دی ولایت د ګلان په کمپ  کې ځای په ځای شویې دي او د هغوي لپاره يادي شویي مرستی ۱۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجی، ۳ کیلو بوره، ۳ کیلو لوبیا، ۳ کیلوغوړي وو چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ټولنیزو چاروو د سلاکار حیات الله سباوون، د سعودي عربستان د مرستو د برابرولو د دفتر د چارواکو او ددي ولایت د اړونده اداراتو تر څارنه لاندي ورته وویشل شوې .

همدارنګه د یادو شویو مرسته څخه د ۷۰ کورینو برخه ، د سعودي عربستان د مرستو د برابرولو د دفتر د چارواکو او د دې وزارت د لیږل شوي هیئت له خوا د خوست ولایت د حافظانو یوې  دیني مدرسی ته ورکړل شوه.

د۱۳۹۳ دغبرګولي په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې دپاکستانیوقواوو دعملیاتو په پیل سره، د ډورنډ د کرښې له هغې خوانه ۳۶ زره کورنی خوست ولایت ته رابې ځایه شویې دي.

د۱۳۹۳ دغبرګولي په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې دپاکستانیوقواوو دعملیاتو په پیل سره، د ډورنډ د کرښې له هغې خوانه ۳۶ زره کورنی خوست  ولایت ته رابې ځایه شویې دي.

دخوست ولایت دکډوالواوراستنیدونکو چارو رییس حسن محمداحساني ددې وزارت داطلاعاتواوعامه اړیکوریاست خبریال ته وویل چې دپاکستانیوقوا وو دعملیاتوله امله تردې دمه په زرګونوکورنۍ چې پاکستاني شناخت کارتونه لري اویوشمیر زموږهیوادوال چې دکډوالۍ کارتونه لري دشمالي وزیرستان څخه دې ولایت ته رابې ځایه شوي دي.

ده زیاته کړه چې د یادوشویوعملیاتوله پیل څخه، تر۱۳۹۳/۱۲/۲۸ نیټې پورې دبې ځایه شویوله جملې څخه ۳۰۵۲۶، کورنۍ چې پاکستاني شناخت کارتونه لري اوشمیریې ۲۰۹۹۹۵ تنوپورې رسیږي اوهمدا رنګه ۱۳۸۹ کورنۍ زموږ دهیوادوالو چې کډوالۍ کارتونه لري اوپه وزیرستان کې یې د کډوالۍ ژوند کاوه، دې ولایت ته را بې ځایه اودنړیوالوهمکاره نهادونو په مرسته ددې ادارې لخوا ثبت اوراجسترشوي دي.

دحسن محمد احساني په وینا، زرګونه نورې بې ځایه شويې کورنۍ، ددې ولایت په وکیو ، قر یو او داوسیدونکو په کورو کې د میلما نو په تو ګه شپی رو ورځې تیروي او لاتر اوسه ثبت شویې دې.

نوموړي زیاته کړه چې دنړیوالو همکارانو په مرسته د راجستر شویو کورنیو سره لاتر اوسه په دریو مرحلوکې د خوراکي ، سون ، لوژیستیکې توکشیو ژوند وسایل او نغدو پیو مرسته وشوه ، خو د وضعیت او شرایطو په پام کې نیولوسره ، تر سره شویې ښده نه دي ، تمه لرم چې ، همکاره نهادونه ، افراد او خیریه مراجع دې ډول مرستو ته دوام ورکړي.