دپکتيا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

پکتيا کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

 

 (ERC) موسسې له لوري دپکتيا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۵۵بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه  

يادې کورنۍ،چې د احمد خېل، جاني خېل او رزمت  ولسواليو څخه دجګړو له امله  ددغه ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغوميپه ۱۴مه  هرې کورنۍ ته ۶  زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

سمنګان او پکتيکاکې بېځايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه

د خپرېدو نېټه: Aug 12, 2018 کټه ګورۍ: عمومي

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له  لوري ۲۴۴بېځايه شويوکورنيوسره دخوراکي موادو اوسولري تختو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د شمالي وزيرستان څخه دپکتيکا ولايت داروګون ولسوالۍ ته بېځايه شوې وې ۱۸۴ بېځايه شويو کورنيوهرې کورنۍ ته ۲بوجۍ وړه، ۷کيلودالنخود، ۷کيلوغوړي، او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له  لوري ددره صوفې ولسوالۍ ۶۰ نورو بېځايه  شوېو کورنيوسره يوه يوه سولري تخته مرسته ووېشل شوه. 

 

کندوز او پکتيا کې بېځايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه

دپکتيا او کندوز ولايتونو  دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونوله لوري  ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ  ۹۶ بېځايه شویو کورنيوسره نغدي ، رغتيايي، خوراکي او  دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې د پکتياولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او  د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې په همکارۍ ۸۰ بېځايه کورنيوسره چې د ګومل او ارګون ولسواليو دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  ۵۰ کيلو غنم، ۲۵کيلو وريجې  او ۱۰ کيلو وريجې مرسته  ووېشل شوه.

همدارنګه د کندوز ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، د (ACTED)،  دخوراک نړوال سازمان (WFP)، (DACAR) او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې  (UNHCR) په همکارۍ ۲۶ بېځايه شويو کورنيوسره چې د چهاردرې، دشت ارچي، علي آباد او کنړ ولايت دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې هرې کورنۍ ته د (ACTED) موسسې له لوري ۲۰۰۰۰ زره افغانۍ ، دخوراک نړيوال سازمان ( WFP)  ۲ بوجۍ وړه، ۷ کيلو غوړي، ۷کيلو دال نخود، د (DACAR) موسسې له لوري  دروغتيايي کڅوړو او د دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري هرې کورنۍ ته  دغېر خواکي توکو مرسته ووېشل شوه.

پکتيکاکې بېځايه شويوکورنيوسره مرسته وشوه

د (IR) موسسې له لوري د پکتيکا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۶۰ بېځايه شويو کورنيوسره دکور دضرورت  وړ  موادومرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د زيروک او اروګون ولسواليو دنا امنو سميو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د چنګاښ دمياشتې په ۳۱مه هرې کورنۍ ته د کور دضرورت وړ موادو مرسته ووېشل شوه. 

ګزارش روزانه ریاست مهاجرین پکتيا روز شنبه مورخ ۱۶ اسد

۱) د ګاونډی هیواد پاکستان څخه ۲ کورنی جبرا را اخراج شوی وی د کمک په موخه ثبت شولی
۲) د زدکړی دوام په موخه ۲ نفر کډوال د پکتيا پوهنې ریاست ته معرفی شول .

۳) د ګاونډی هیواد پاکستان کوهاټ څخه ۹ کورنی چی د VRF فورم یی درلودل په خپله خوښه راستنه وو ثبت شول.

۴) دوه بېوزله کډوال د تداوی په موخه پکتيا صحت عامه ریاست ته معرفی شول

ورځنی ګزارش پکتيا کډوالو چارو ریاست چهارشنبه مورخ ۹ سرطان

 

۱) رباط ښارګوټي د چاه څخه د احاطه دیوال قرار داد د ټولو قانونی مرحلو څخه تیر او تیره اداری جلسی کی پاس او وزارت مقام ته ولیږل شو
2 (د داخلی بیځایه شویو سروی او هغوی سره عاجلې مرستی کولو پروژه چی ډایکو اداری په مالی لګښت د تطبیق چاری د pin موسسی سره لاسلیک کړی وی
 

د ۱۳۹۴ د چنګاښ د ۶ نه تر ۱۱مې نیټې پورې د پکتیا ولایت د کډوالو چارو ریاست کاري کړنې.

  • د پکتیا ولایت د ولسوالیو د نا امنو سیمو څخه د ګردیز اړوند ته  ۹ بې ځایه شویو کورنۍ ، د مرستې د تر لاسه کولو په موخه سروې شوې دي.
  • د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته دزدکړې د دوام په موخه ۷ تنه معرفی شول.
  • د پاکستان څخه په خپله خوښه ۲۵ راستنې شوې کورنۍ ثبت او راجستر شوې دي.
  • د استوګنی د نمرو غوښتونکې۸ راستنې کورنۍ، ددغه ادارې د اسکان په مدیرت کې راجستر شوې دي.
  • په ګردیز کې د دغه ریاست تر څارنه لاندې د پین مؤسسې لخوا تر سروې وروسته د ۸۲ بې ځایه شویو کورنیو سره عاجلې مرستې تر سره شوې.
  • د ۲۱ زیانمنو کسانو سره د دغه ریاست تر څارنه لاندې هر یو تن ته د ۱۶۰ تر ۲۱۰ ډالرو پورې د اف دی اف لخوا نغدي مرسته ویشل شوه

له پاکستان څخه پکتیا ولایت ته د ۱۳۹۴ د غبرګولی د ۱۶ نه تر ۲۱ نیټې پورې له ۷۰ څخه زیاتی کډواله کورنۍ په خپله خوښه راستنی شوی دي .

د خپرېدو نېټه: Jun 13, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

د پکتیا ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس انجینر حضرت میر همت د دغي وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو دریاست خبریال ته وویل : له پاکستان څخه د غه ولایت ته د روان کال د غبرګولي میاشتي د ۱۶ نه تر ۲۱ نیټي پوری ۷۷ کورنۍ چي ۳۹۳ تنه کیږي ، په خپله خوښه راستنی شوې دي .

نوموړی زیاته کړه چي د دغه اداری ترڅارنه  لاندي هر تن ته ۱۹۰ نه تر ۲۱۰ امریکائی ډالرو پورې د UNHCR  لخوا وویشل شول .

همت وویل چي همدا رنګه په یاده شوې موده کي د دغه ولایت د مختلفو سیمو څخه گردیز ته 21 بی ځایه شوي کورنۍ ، د مرستی د ترلاسه کولو په موخه د UNHCR په همکاري سروی او سربیره پر دي ۳۳۹ کورنیو ته چي مخکی بیځایه او سروی شوې وې ، ۸ قلمه غیر خوراکی توکی دUNHCR په مرسته ویشل شوی دي .

سرچینې زیاته کړه چي د دغې اداری منسوبینو  په یاد ه شوې اونۍ کي ، ۱۶ تنه راستانه شوي د دغه ولایت د پوهنی ریاست ته دزکړو د داوم په موخه معرفی کړی او ۲۱ کورنۍ چي له پاکستان څخه په جبری ډول را استل شوې دي ، ثبت او راجستر کړي دي .

له سلو څخه زیات افغان کډواله کورنۍ د۱۳۹۴ کال دغبرګولي میاشتې د ۹ تر ۱۴ نیټې پورې له پاکستان څخه په خپله خوښه او جبري ډول هیواد ته راستانه شوې دي.

دپکتیا ولایت دکډوالو چارو رییس انجینر حضرت میر همت ددغې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست خبریال ته وویل چې د ۱۳۹۴ کال دغبرګولي میاشتې د۹ تر ۱۴ نیټې پورې ۶۸ کډواله کورنۍ  چې ۳۵۳ تنه کیږي ، په خپله خوښه او ۳۵ نورې کورنۍ په جبري ډول له پاکستان  څخه دغه ولایت ته راستنې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه هغه کسان  چې په جبري ډول رایستل شوي ددغې ادارې دحقوقوپه مدیریت کې ثبت اوراجسترشوي دي او هغه کورنۍ چې په خپله خوښه راستنې شوې دي، ددغې ادارې ترڅارنه لاندې د UNHCR لخوا د۱۹۰ تر ۲۱۰ ډالرو پورې ورسره نغدي مرسته شوې ده.

همت زیاته کړه دیادوشویوکورنیوله جملې څخه ۱۳ کورنۍ چې ددغې ولایت له اړوند څخه دناامنیو له کبله دپکتیا ولایت مرکزته د بې ځایه شوې وې، دمرستې دترلاسه کولوپه موخه سروې شوې دي او۱۴ تنه راستانه شوي ددغه ولایت دپوهنې ریاست ته دزدکړې د دوام په موخه معرفي او همداراز ۲۰۰ راستنو شویو مستحق کورنیوته د  UNHCR لخوا یوه دانه دروازه او کلکین ویشل شوي دي.