دسرپل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

 

دسرپل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له لوري ۴۵۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ ،چې د نا امنيو له امله د صياد، کوهستانات او سنچاک ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  د مرغومي د۲۱مې نېټې څخه تر ۲۴مې هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

سرپل کې ۶۸ بیځا یه شویو کورنیو سره دخوراکې موادو مرسته وشوه

د خپرېدو نېټه: Aug 07, 2018 کټه ګورۍ: عمومي

 دسرپل  ولایت دکډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست دخوراک نړیول سازمان ډبلیو ایپ پې په همکارئ ۶۸ کورنیو سره چې د جوز جان ولایت ددرزاب او صیاد ولسوالیو څخه دیاد ولایت مرکزته بیځ ایه شوي دي دخوراکې موادو مرسته وشوه دغه مرستي چې ددوشنبې په ورځ دزمرې ۱۵مه یی صورت ونیو هرې کورنئ ته ۲بوجئ وړه ۷کیلو دال نخود ۷کیلو غوړي او ۱کیلو مالګه وویشل شوه 

سرپل کې له ۱۰۰ زياتو بېځايه شويو کورنيوسره مرسته کېږي

دسرپل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په تېرې يوې  اونۍ کې ۱۴۸ بېځايه شوې کورنۍ ددغه ولايت په مرکز کې سروې او په نښه کړې چې په نژدې راتلونکي کې به ورسره بشري مرستې ترسره شي.

يادې کورنۍ چې  دنا امنيو له امله د صياد او کوهستان  او قلعه سوزمې ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې د وري دمياشتې د ۱۸ مې ڼېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکوکې به ورسره بشري مرستې ترسره شي. 

سرپل کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېرخوراکي موادو مرسته وشوه

د خپرېدو نېټه: Jul 16, 2018 کټه ګورۍ: عمومي

دماشوم ساتنې نړيوالې ادارې  له لوري د سرپل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۶۸ بېځايه شويو کورنيوسره دغېرخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنيوله امله د جوزجان او فارياب ولايتونو او ددغه ولايت د صياد او کوهستان ولسواليو څخه مرکز ته بېځايه شوې وې د دوشنبې  په ورځ د چنګاښ په ۲۵مه هرې کورنۍ ته ۲ دانې کمپلې، ۲ دانې ترپالونه، ۲ دانې داوبو بوشکې، يو داوبو سطل او دکور دضرورت وړ مرسته ووېشل شوه. 

سرپل کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دناروې دکډوالو ادارې (NRC) او  (ZOA) موسسې له لوري دسرپل  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۸۰ بېځايه شويوکورنيوسره نغدي او دغېر خوراکي موادو  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دصياد ولسوالۍ دنا امنيوسيموڅخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  دتېرې چهارشنبې په ورځ د زمري دمياشتې په ۳مه د(NRC) له لوري هرې کورنۍ ته ۲۴۰۰۰ زره افغانۍ نغدي او(ZOA) له لوري هرې کورنۍ ته ۲دانې ترپالونه، ۲دانې کمپلې او دکور دضرورت وړموادو مرسته ووېشل شوه.

 


 

سر پل کې ۳۷ بیځایه شویو کورنیو سره نغدې مسته وشوه

 دسرپل ولایت دکډوالو چارو ریا ست  ان ار سی موسیسې په همکارئ ۳۷ کورنیو سره چی دجوزجان ولایت دنا امنه سیمو څخه د دغه ولایت مرکز ته بیځایه شوي وي نغدي مرسته وشوه دغه مرستي د چهار شنبی په ورځ دکب ۱۶ نیټه هرې کورنئ ته ۲۶۰۰۰ زره افغانئ وویشل شوي 

سرپل کې  بېځايه شويو  کورنيوسره مرسته کېږي

دسرپل  ولايت  دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او ديو شمېر نړيوالو مرستندويه ادارو له لوري ۷۵ ېځايه شويو کورنيوسره  مرسته کېږي.

يادې کورنۍ  چې دنا امنيو له امله د سرپل دصيادولسوالۍ او دفارياب  ولايت دپلچراغ ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې  دسلواعې دلومړۍ نېټې څخه تر ۳مې نېټې پورې سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به ورسره بشري مرستې ترسره شي. 

سرپل کې بېځايه شويو کورنيوسره مرسته کېږي

دسرپل  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۱۰۳۳ بېځايه شوې کورنۍ سروې او ورسره مرسته کېږي.

يادې کورنۍ دخوراک نړيوال سازمان ( WFF)، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR)  ، دماشوم ساتنې نړيوالې ادارې (save children ) او طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ا دارې له لوري  دليندۍ دمياشتې  ۲۳مې نېټې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې سروې شې چې په نژدې راتلونکي کې به ورسره مرستې ترسره شي. 

سرپل کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته  وشوه

دسرپل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دخوراک نړيوال سازمان (WFP) او ناروې دکډوالو ادارې (NRC) په همکارۍ ۶۲ بېخايه شويو کورنيو سره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دجوزجان ولايت  دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې د لړم  دمياشتې په ۲۸مه دناروې دکډوالو ادارې (NRC) له لوري هرې کورنۍ ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدې او دخوراک نړيوال سازمان  (WFP) له لوري هرې کورنۍ ته ۲بوجۍ وړه، ۷کيلو دال نخود، ۷کيلو غوړ اويوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

سرپل  کې بېځايه شويو کورنيور سره دخوراکي موادو  مرسته وشوه

دسرپل  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دخوراک نړيوال سازمان (WFP) په همکارۍ ۷۰ بېځايه شويو کورنيو سره دخوراکي مواو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره پنجشنبه دلړم دمياشتې په ۴مه ۷۰  بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري ۲ بوجۍ وړه، ۷لېتره غوړي، ۷کيلو دال نخود او يو پاکټ مالګه مرسته ووېشل شوه. 

سرپل کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي، خوراکي او دغېرخوراکي موادو مرسته وشوه

دسرپل ولايت دکډوالواو راستنېدونکوچارو رياست  او ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو له لوري ۳۶۲ بېځايه شويو کورنيوسره دتلې دمياشتې په څلورم اونۍ کې  نغدي،خوراکي او دغېرخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې  د خوراک نړيوال سازمان ( WFP) له لوري  هرې کورنې ته ديوې مياشتې لپاره دخوراکي موا دو،  دناروې دکډوالو ادرې ( NRC) ۱۴۰۰۰ افغانۍ ، دماشوم ساتنې نړيوالې ادارې دماشومانو جامې او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR ) له لوري ۲۹۰ بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته ۲دانې کمپلې، ۳دانې ترپالونه، يوه ګازډبه او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه. 

د ۳۲ بې څایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

په سرپل ولایت کې د ۲۴/۴/۱۳۹۴ نیټه ددغه ولایت د ګډوالو چارو د آمریت له لاري د ۳۲ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

saripul-map.jpgد سر پل ولایت د کډوالو چارو د آمر عبدالاحمد اقبال د معلوماتو پر بنسټ، د سوزمه قلعې اوسا نچارک ولسوالیو اړوند څخه د ۳۲ بې ځایه شویو کورنیو سره چې ددغه ادارې لخوا سروې شوي دي، د NRC مؤسسي لخوا، هرې کورنۍ سره ۸۰۰۰ افغانۍ مرسته شوي ده.

د یو بل خبر له مخې په غور ولایت کې ۲۵ بې ځایه شوې کورنۍ ددغه ولایت د کدوالو چارو د آمریت له لارې د مرسته د تر لاسه کولو په موخه د ۲۳/۴/۱۳۹۴ نیټه سروې شوې دي .

دغور ولایت د ګډوالو چارو د آمر عبدالروف په خبره یادې شوي کورنۍ ددغه ولایت د نا امنه سیمو څخه چغچران ته بې ځایه شوې دي.

د سر‍پل ولایت له ۵۳ بیځایه شویو کورنیو سره مرسته و شوه

دغه کورنۍ چې د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د بس نی له سیمې څخه د دغه ولایت مرکز ته د ناامنیو له امله کډوه شوي ول ورسره د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته و شوه .

دغه مرستې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په مرسته د ناروي د کډوالۍ سازمان ( NRC ) او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ( UNHCR ) له لورې پر بیځایه شویو کورنیو وویشل شوې .

په یادو مرستو کې غنم ، غوړي ، کمپلې  او همدارنګه د ساختماني کارونو وسایل او د ژوند د ورځنیو اړتیاوو توکي شامل ول .

د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت لخوا د نړیوالو مرستندویه ټولنو په مرسته په یوشمیر ولایتونو کې له کورنیو بیځایه شویو سره ورته مرستې شوي دي .

په فاریاب او سر پل ولایتونوکې د ۵۰۶ بې ځایه شویو کورنیو سروې پیل شوې ده.

د سر پل ولایت د کډوالو چارو آمر عبدالاحد وویل چې د کوهستانات دولسوالۍ اوددي ولایت د مرکز د شیرمو له قریې څخه د نا امنیو له امله ۳۷۰ بې ځایه شویې کورنۍ د تیر کال د وروستیونه  را په د یخوا خپل کورنو پریښې او د دې ولایت په مرکز کې په ارامو سیمو کې ځای په ځای شوي دي.

ده زیاته کړه چې دي ادرې، UNHCR او NRC د یادوشویو کورنیو سروی پیل او د سروې په پای کې به دمستحقینو سره مرسته وشوه.

د یو بل خبرله مخې ۱۳۶ کورنۍ د فاریاب ولایت له نا امنو سیمو څخه ددې ولایت مرکزته را بې ځایه شویې دي.

د فاریاب ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمر آقا محمد پر خبره ، یادې شویو کورنیو په پښتون کوټ ، قیصار ، کوهستان اوالمارک ولسوالیو کی خپل کورونه پریښې ، او د دې ولایت په مرکزمیمنه کې ځای په ځای شوي دي .

منبع زیاته کړه چې دبې ځایه شویو سروې ددې دارې له خوا د UNHCR ، WFP او NRC په همکارۍ پیل شویې او په پای کې به دمستحقونو سره مرسته تر سره شې.