دسمنګان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

سمنګان کې بېځايه شويوکورنيوسره مرسته وشوه

د خپرېدو نېټه: Jul 02, 2018 کټه ګورۍ: عمومي

دخوراک نړيوال سازمان (WFP) او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري د سمنګان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۸۶ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي اوغېرخوراکي موادومرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې دتېرې يکشنبې په ورځ دچنګاښ په ۱۰مه   دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري هرې کورنۍ ته  ۴بوجۍ وړه، ۷کيلو دالنخود، ۷کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR)  له لوري کمپلې، کورنۍ کڅوړې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

 

کاپيسا او سمنګان ولايتونو کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دسمنګان  او کاپيسا ولايتونو  دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو د ( MPU) او ( DACAR ) موسسې په همکارۍ ۹۴ بېځايه شويوکورنيوسره دغېر خوراکي مواو دو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې دسمنګان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ( MPU) موسسې په همکارې ۸۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې دنا امنيو له امله ددرصوف ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې ۳دانې کمپلې، ۲دانې ترپالونه، يوه ګازډبه او دکور دضرورت وړ موادو مرسته وشوه.

 

همدارنګه د کاپيسا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستد ( DACAR ) موسسې په همکارۍ ۱۴ بېځايه شويو کورنيوسره چې دبغلان او کنړولايت  دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې هر کورنۍ ته بيل، کلنګ، ترپال، سيمټ اودکور دضرورت وړ موادو مرسته ووېشل شوه. 

سمنګان او پکتيکاکې بېځايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه

د خپرېدو نېټه: Aug 12, 2018 کټه ګورۍ: عمومي

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له  لوري ۲۴۴بېځايه شويوکورنيوسره دخوراکي موادو اوسولري تختو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د شمالي وزيرستان څخه دپکتيکا ولايت داروګون ولسوالۍ ته بېځايه شوې وې ۱۸۴ بېځايه شويو کورنيوهرې کورنۍ ته ۲بوجۍ وړه، ۷کيلودالنخود، ۷کيلوغوړي، او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له  لوري ددره صوفې ولسوالۍ ۶۰ نورو بېځايه  شوېو کورنيوسره يوه يوه سولري تخته مرسته ووېشل شوه. 


 

د سمنګانو ولایت دکډوالو چارو د آمریت له لارې او GIZ مؤسسې په مرسته د ۲۴/۲/۱۳۹۴ نیټه د دغه ولایت په مرکز کې د څلورو پروژو پلی کیدل پيل شول.

د سمنګانو ولایت د کډوالو چارو د آمریت د سرپرست ذبیح الله اختري د معلوتو پر بنسټ د څلورو پروژو پلي کیدل د۳۲ شلټرو جوړول، د۲ څاګانو کیندل، دڅلورو دانو پلچکو جوړول اود خیاطۍ، پشم ریسی او سواد زدکړې کورسونه په کې شامل دي د ۲۴/۲/۱۳۹۴ نیټه د د غه ولایت په مرکز ایبک ښاراړوند کې پیل شول.

سرچینې زیاته کړه چې د یادوشویو کورسونوپه پیل سره به چې څلور میاشتې به دوام وکړي ، ۵۰ تنه ښځینه به د خیاطۍ، پشم ریسی او سواد زدکړې په برخو کې زدکړه ورکړل شي.

همدارنګه د یادو شویو شلټرو ، پلچکوجوړونې او څاګانو د کندنې د کار په تکمیل سره چې ۳ میاشتې به دوام وکړي ، دیوشمیر زیاتو بې سر‍پناه کورنیو ستونزې به د څښلو د اوبو، سرپناه او د لارې د تلو او راتلو په برخه کې چې مخکې یې د نو آباد د ګل قشلاق او د ایبک د میر کلال په سیموکې پلچک نه درلودل رفع شي.