دجوزجان ولايت کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

جو زجان کې له ۱۲۰ بیځایه شویو کورنیو سره دخوراکې توکو مرسته وشوه

 

 د جوزجان ولایت دکډوالو او راستنیدونکو چارو وزار ت دخوراک نړیوال سازمان او ماشومانو دحمایت ادارې په همکارئ له ۱۱۷ کورنیو سره  چې دفاریاب ولایت دسرپل ، خوش تیپې ، او درزاب ولسوالیو څخه دیاد ولایت مرکز ته بیځایه شوي وي کومکي کڅوړې وویشل شوي دخوراک نړیوال سازمان له لوری  دغه مرستې چې دچهارشنبې په ورځ ددوری په ۱۵ مه یی صورت ونیو هرې کورنئ ته ۲بوجئ وړه ، ۷کیلو دال نخود ، ۷کیلو غوړي اویو کیلو مالګه اود ماشومانو دحمایت ادارې له لوری ۴تختې کمپلي ، ۲تختې تر پالونه او د پخلنځې سامانونه وویشل شول.  

جوزجان کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي ،دخوراکي  او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دجوزجان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د يو شمېرنړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۱۰۶ بېځايه شويو کورونيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې  د (PIN) موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدي، د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري ۴ بوجۍ وړه، ۱۴ کيلو دال نخود، ۱۵ لېتره غوړي او يو پاکټ ماګله، ديونيسف له لوري ژمني لباسونه، ۴ دانې کمپلې، ۲ دانې ترپالونه او د ماشوم ساتنې نړيوالې مرستندويه ادارې له لوري روغتيايي او پخلنځي مکمل سامان الاتو  مرسته ووېشل شوه.

جوزجان  کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو  مرسته وشوه

دجوزجان  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د( G. P) ادارې  همکارۍ ( ۲۰۰ ) بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله  دسرپل ولايت او جوزجان دخوش تپې اواقچې ولسواليو څخه   ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې   وې دمرغومي په ۱۶مه د( G. P) ادارې له لوري ۲۰۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي او يوه بوجۍ وړه، يوه بوجۍ وريجې، ۵ لېتره غوړي، ۷ کيلو لوبيا او يوه  يوه خېمه مرسته ووېشل شوه. 

جوزجان کې نژدې ۲۰۰ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه

دجوزجان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۱۸۷بېځايه شوې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د فارياب او سرپل ولايتونو او دخوش تپې، آقچې، درزاب او دشتې ليلې ولسواليو  څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې   نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره پنجشنبه دلړم دمياشتې په ۲۵مه د ( PIN) موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدي، دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) له لوري  ۴بوجۍ وړه، ۱۴کيلو غوړي، ۱۴کيلو دال نخود،  يوه کيلو مالګه، د ډاکار( DACAR)   له لوري  دروغتيايي کڅوړو او د شاموم ساتنې نړيوالې موسسې له لوري هرې کورنۍ ته دپخلنځي مکمل سامان الاتو  مرسته  ووېشل شوه. 

جوزجان  کې بېځايه  شويو کورنيوسره  د خوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته  وشوه

دجوزجان  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ملګرو ملتو دکډوالو ادارې (UNHCR) په همکارۍ ۹۸ بېځايه شويو کورنيوسره دلړم دمياشتۍ په ۱۶مه  دخوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته  وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنيو  له امله دفارياب ولايت د دولت يار ولسوالۍ، دسرپل  او دغور ولايت د خوش تپې،اقچې او درزاب  ولسواليوڅخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري هرې کورنۍ ته   ۲دانې ترپالونه، ۳دانې کمپلې،يوه يوه خيمه، دپخلنځي مکمل سامان الاتو او د روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه. 

جوزجان او بادغيس کې لسګونه بېځايه شوې کورنۍ سروې  او په نښه شوې

دجوزجان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې په همکارۍ ۱۰۰۰ بېځايه شوې  کورنۍ چې د خوش تپې  ولسوالۍ د نا امنو سيمو څخه د مزار ولايت دشت ليلي ته بېځايه شوې وې سروې او په نښه شوې.

همدارنګه د خوراک نړيوال سازمان (WFP)، دناروې دکډوالو ادارې ( NRC )  او د ( IRC) موسسې په همکارۍ ۳۵۰ بېځايه شوې کورنۍ چې د اب کمري ولسوالۍ دنا امنو سيمو څخه ددغه ولسوالۍ امن سيمو ته بېځايه شوې وې سروې او په نښه شوې. 

جوزجان کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مر سته وشوه

دجوزجان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، د خوراک نړيوال سازمان ( WFP) په همکارۍ ۱۷۲ بېځايه شويو کورنيوسره چې د فارياب ولايت دنا امنو سيمو او دجوزجان ولايت د اقچې او درزاب ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې  تېره پنجشنبه دتلې دمياشتې په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۲بوجۍ وړه، ۷کيلو غوړي، ۷کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

جوزجان کې بېځايه شويو کورنوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

دجوزجان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست  د دخوراک نړيوال سازمان ( WFP )

 په همکارۍ ۱۰۰ بېځايه شويو کورنيوسره  چې د نا امنيوله امله داقچې ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرسته له ډلې تېره چهارشنبه دتلې دمياشتې په ۲۶مه دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) له لوري هرې کورنۍ ته ۲بوجۍ وړه، ۷لېتره غوړي، ۷کيلو دال نخود  او نيمه کيلو مالګه مرسته  ووشل شوه. 

جوزجان کې بېځايه شويوکو رنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

 

دجوز جان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د (DACAR) موسسې په همکارۍ ۹۸ بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ  چې دفارياب ولايت ددولت آباد  او اقچې ولسواليو دنا امنو سميو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېخايه شوې وې تېره يکشنبه د تلې دمياشتې په ۲مه هرې کورنۍسره  دخيمو،ترپالونه  او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

دجوزجان ولایت د کډوالو چارو ریاست د غبرګولي د میاشتی ۹ نه تر ۱۵ نیټي پورې د ۱۴۰ تنو څخه زیات کسان د حرفوی په مختلفو برخو کې تر زدکړې لاندی نیولي دي .

د جوزجان ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیګو د ریاست خبریال ته وویل چي ۷۱ تنه یی د سخی آباد په قریه کې ، دمحیطی او فردی روغتیا ساتني او د برمی د پمپ د ترمیم په برخو کې د UNHCR په مرسته تر زدکړي لاندي نیولی دي او همدا راز ۷۲ تنو نور د نوآباد په قریه کي په یاد شویو برخو زدکړه کړېده .

سرچیني زیاته کړه چي په یاده شوي موده کي د ۱۲ راستانه شویو کورنیو اسناد د استوګني د نمرو د آخستنی په موخه طی مراحل او مؤظف کمیسیون ته سپارلي او ۹ نورو کورنیو ته د عدم سرپناه فورمي وویشل شوي .

جسور وویل چي د آقچی ولسوالی د نو آباد په ښارګوټي کي ۳۹ دانی شلټر مستحقینو ته ویشل شوي دي او ۱۰ کورنۍ نوری چي د پاکستان او ایران څخه راستانه شوی دی د دغی اداری لخوا ثبت او راجستر شوی دی همدا رنګه له قوش تپی او درزاب څخه ۱۱ بیځایه شویو کورني د دغه ریاست د بیړنیو حالاتو په دفتر  کي راجستر شوی او ۶ کورنیو ته د PSN د پروژی له لاری د خیاطی وسایل ۲ دانی ازي ، د UNHCR مرسته ویشل شوی ده .