د فاریاب ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

 

په فاریاب ولایت کې د بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د فاریاب ولایت د کډوالو چارو ریاست نن ۸۵ بې ځایه شویو کورنیو ته، نغدي او لوژستيکي مرسته وویشله.

د فاریاب ولایت د کډوالو چارو ریاست د بېړنیو حالاتو مدیر خیر محمد کریمي وویل چې ۸۵ کورنۍ د ناامنیو له کبله د پشتون کوټ، کوهستان او شرین تګاب ولسوالیو څخه میمنې ته بې ځایه شوې وې چې د سروې برنامه یې ختم اود NRC دفتر لخوا هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ او همدارنګه د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې لخوا کمپلې، ترپال او د پخلنځي وسایل، د دې ادارې له لارې او د یادو مؤسسو او اړونده بنسټونو ترڅارنه لاندې وویشل شول.

په فاریاب او سر پل ولایتونوکې د ۵۰۶ بې ځایه شویو کورنیو سروې پیل شوې ده.

د خپرېدو نېټه: Apr 14, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

د سر پل ولایت د کډوالو چارو آمر عبدالاحد وویل چې د کوهستانات دولسوالۍ اوددي ولایت د مرکز د شیرمو له قریې څخه د نا امنیو له امله ۳۷۰ بې ځایه شویې کورنۍ د تیر کال د وروستیونه  را په د یخوا خپل کورنو پریښې او د دې ولایت په مرکز کې په ارامو سیمو کې ځای په ځای شوي دي.

ده زیاته کړه چې دي ادرې، UNHCR او NRC د یادوشویو کورنیو سروی پیل او د سروې په پای کې به دمستحقینو سره مرسته وشوه.

د یو بل خبرله مخې ۱۳۶ کورنۍ د فاریاب ولایت له نا امنو سیمو څخه ددې ولایت مرکزته را بې ځایه شویې دي.

د فاریاب ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمر آقا محمد پر خبره ، یادې شویو کورنیو په پښتون کوټ ، قیصار ، کوهستان اوالمارک ولسوالیو کی خپل کورونه پریښې ، او د دې ولایت په مرکزمیمنه کې ځای په ځای شوي دي .

منبع زیاته کړه چې دبې ځایه شویو سروې ددې دارې له خوا د UNHCR ، WFP او NRC په همکارۍ پیل شویې او په پای کې به دمستحقونو سره مرسته تر سره شې.