دبلخ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

بلخ کې له ۳۰۰ څخه زیاتو بیځایه شویو کورنیو ته دکار زمینه برا بره شوه

دبلخ ولایت دکډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست دمرسته کوونکو ادارو په همکارئ دشنبې په ورځ دوری په ۲۵ مه ۳۰۲ کو رنیو ته دکار کولو زمینه برابره کړه هرې کورنئ ته دچرګانو یو وړوکې فارم او داړ تیا وړ سا مان وویشل شو یا دي کو رنئ دنا امنیو له امله دفا ریاب ولایت څخه دبلخ ولایت ته بیځایه شوي دي همدا رنګه ۱۵کورنیو ته د کډوالو جارو ریاست له لوري دکور جوړ ولو او ۴۶ کورنئ دبشري مرستو په موخه سروي شوي دي. 

بلخ کې  بېځايه شويو  کورنيوسره نغدي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دبلخ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارورياست، دناروې دکډوالو ادارې (NRC) او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په همکارۍ   ۸۷  ېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دغېر  خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره پنجشنبه   دمرغومي په ۲۱مه  دناروې دکډوالو ادارې (NRC) له لوري هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ زره افغانۍ نغدي، روغتيايي کڅوړو او  دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري هرې کورنۍ ته ۲دانې ترپالونه او ۲دانې داوبو بوشکې مرسته ووېشل شوه. 

بلخ کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

دبلخ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د خوراک نړيوال سازمان (WFP) په همکارۍ ۱۳۰ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله د فارياب، کندوز، سرپل او جوزجانو ولايتونو  او دبلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې تېره يکشنبه دلړم دمياشتې په ۷مه هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو وړه، ۷لېتره غوړي، ۷کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.

بلخ کې۱۳۵  بېځايه شويو کورنيوسره دکور جوړولو په برخه کې مرسته وشوه

دبلخ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست  د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (   UNHCR) په همکارۍ  ۱۳۵ ېځايه شويو کورنيوسره تېره پنجشبنه دلړم دمياشتې په ۴مه دکور جوړولو په برخه کې مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د شولګره ولسوالۍ دنا امنو سيمو څخه ددغه ولسوالۍ امن سيمو ته ېځايه شوې وې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (   UNHCR) له لوري هرې کورنۍ ته  دکور جوړولو ضروري سامان الات لکه دروازه ، کچ، جالۍ او دکور جوړلو نور دضرورت وړ موادو مرسته ووېشل شوه. 

بلخ کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېرخوراکي موادو مرسته وشوه

دبلخ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې( UNHCR ) له لوري ۵۹ بېځايه شويو کورنيوسره دغېرخوارکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره شنبه دتلې دمياشتې په ۲۹مه دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې( UNHCR ) هرې کورنۍ ته ۳دانې کمپلې، ۲دانې ترپالونه، يوه ګازډبه، ۲دانې داوبو بوشکې، ۱يو داوبوسطل، دپخلنځي مکمل سامان الات او دروغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه. 

بلخ کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه

دبلخ ولايت دکډوالواو راستنېدونکو چارو رياست، د خوراک نړيوال سازمان ( WFP)،د ( PIN )، ( CAER ) او د ( SCL ) موسسو په همکارۍ ۱۴۸ بېځايه شويو کورنيو سره چې د چمتال ولسوالۍ دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو  له ډلې تېره اونۍ دتلې دمياشتې په ۲۳مه ۲۴مه او ۲۵مه  د خوراک نړيوال سازمان ( WFP) له لوري د ۱۰۰  کورنيو له ډلې  هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلووړه، ۷ کيلو دال نخود، ۷کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه، د  ( PIN )، ( CAER ) له لوري ۳دانې کمپلې، ۲دانې ترپالونه، ۲جوړه بوټان  او د ( SCL ) موسسې له لوري  ۲جوړه دماشومانو جامې مرسته ووېشل شوه. 

بلخ کې بېځايه  شويو کورنيوسره  نغدي  مرسته  وشوه

دبلخ  ولايت  دکډوالو  او راستنېدونکو چارو رياست د يوشمېر نړيوالو مرستندويه  ادارو په همکارۍ ۲۴۳ بېځايه شويو کورنيوسره چې  دبلخ  ولايت دنا امنو ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکزته  بېځايه  شوې وې  نغدي مرسته وشوه.

يادو کورنيو ته د تلې په ۱۸مه ا و۱۹مه ديادو  موسسو له لوري هرې کورنۍ  ته   ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي  مرسته  ووېشل  شوه. 

بلخ کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دبلخ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ناروې دکډوالو ادارې ( NRC) په همکارۍ ۷۳ بېځايه شويو کورنيوسره  نغدي مرسته وشوه.

يادو کورنيوهرې کورنۍ ته د تلې دمياشتې په ۲مه  دناروې دکډوالو ادارې ( NRC)  له لوري ۱۶۹۵۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

    بلخ ته د ۳۱ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

د ۳۱ کورنیو سره چې په فاریاب ولایت کې یې د نا امنیو له آمله له خپلو سیمو څخه بلخ ولایت ته بې ځایه شوې وې، د ډاکار مؤسسې لخوا مرسته وشوه.

د بلخ ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو  د رئیس د معلوماتو پر بنست د ۳۱ کورنیو سره چې په فاریاب ولایت کې د نامنیو له کبله د بلخ  چمتال ولسوالۍ ته بې ځایه شوې وې ، د دې ریاست تر څارنه لاندې ، د ۱۳۹۴/۴/۱۲ نیټه د ډاکار مؤسسې لخوا ۱۴ قلمه د کور او ژوند وسایلو مرسته وشوه.

د بلخ ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د کړنو خلاصه.

  • ددغه ریاست له لارې (۶۵۶) بې ځایه شویو کورنیو سره غذائی ، غیر غذائی او نغدی مرسته د WFP ، UNHRC ، CHN ، NRC اسلامیک ریلف په کمک ویشل شوېده.
  • ۳۵ تنه راستانه شوې د زدکړې د دوام په موخه ددغه ولایت د پوهنې ریاست ته ورپیژندل شوي دي.
  • ۱۸ تنه راستانه شوې د تداوی په موخه روغتون ته معرفی شوي دي.
  • ۴ تنه د حقوقی معضلې د حل په موخه یې عدلې او حقوقی مراجعوته اعزام شوي دي.
  • ۷۰ تنه د خیاطی د زدکړې کورسو کې شامل شوي دي.
  • ۶۰ تنه دوړیو د وریشلو د زدکړې په کورس کې شامل شوي دي.

د یادونې وړده چې دیادې شوې ربع په بهیر کې، ۳۵ کورنۍ د ۱۹۳ تنو په ګډون په خپله خوښه د ایران او پاکستان څخه دغه ولایت ته راستانه شوي دي ، ۵۴ کورنۍ د ۲۸۰ تنو په کډون د نا امنیو له کبله د خپلو سیمو څخه بې ځایه شوې دي.

په بلخ ولایت کې له ۷۰ بې ځایه شویو کونیو سره مرسته وشوه .

د خپرېدو نېټه: Apr 14, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

د بلخ ولایت د کډوالو چارو ریاست د ۱۳۹۴ کال د وري د میاشتې د ۳ نیټی نه تر ۲۲ پوري له ۷۰ بې ځایه کورنیو سره د همکاره مؤسساتو په همکاري ، د خوراکې او لوژستیکې توکیو مرسته وکړه.

ددي ریاست د یو تن چارواکې نظر محمد د معلوماتو پر اساس ، یادوشویو کورنیو په فاریاب ولایت کې د نا امنیو له کلبه خپلې د استوکنې سیمې پرایښیې اود بلخ ولایت په دهدادي ولسوالې کې ځای په ځای شویی دې.

منبع زیاته کړه چې UNHCR او WFP ددي اداري تر څرنې لاندې ، هري یاد شویې کورنۍ ته یوه دانه خیمه ، درۍ بوجې غنم لس کیلو غوړي او یو اندازه بسکیت مرسته کړیده.

نظر محمد وویل چې د کډی سروې په پای کې چې دې ادارې او PSN مؤسساتو  دې ولایت ته د مخکینیو بې ځایه شویو نه کړې وه.

۲۰ کورنیو ډیرې زیانمنې پیژندل شویې وې او دیادوشویو مؤسساتو له خوا د هرې کورۍ سره ۱۵۰۰ دالر مرسته وشوه.

منبع ریاته کړه چې دې ادارې د نوې کال له پیل څخه لاتر اوسه له پاکستان څخه ۸ تنه راستانه شوي د تحصیل د دوام په موخه ددې ولایت د پوهنې رایاست ته ۳ تنه نوریې د تداوی په موخه دعامه روغتون ریاست او یوبل تن یې د حقوقې مشکل د حل په موخه ددې ولایت دمحاکمو ریاست ته معرفي کړي دي.