دتخار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

 

تخار کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي او غېرخوراکي موادو مرسته وشوه

ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو له لوري د تخارولايت دکډوالو ا وراستنېدنکوچارو رياست په همکارۍ ۱۲۴ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د دشتې قلعه ولسوالۍ دنا امنوسميوڅخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  د تېرې چهارشنبې په ورځ دزمري دمياشتې په ۱۸مه  د خوار نړيوال سازمان (WFP) له لوري ۹۲ بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلووړه، ۷کيلوغوړي، ۷ کيلو دالنخود، يوه کيلومالګه اوپاتې نورو کورنيوهرې کورنۍ ته  دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري ۳دانې کمپلې، ۲دانې ترپالونه او دکور دضرورت وړ موادو مرسته ووېشل شوه.  

تخار کې له ۵۰ زیاتو بیځایه شویو کورنیو سره د خوراکې موادو مرسته وشوه

د خپرېدو نېټه: Aug 07, 2018 کټه ګورۍ: عمومي

دتخار ولایت د کدوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د خوراک نریوال سازمان ٌدبلیو اف پی په همکاری دوه پنڅوس(۵۲ ) کورنیو سره چی د دشت قلعه ولسوالی له ناامنه سیمو څخه د دغه ولایت مرکز ته بیڅایه شوي دي د خوراکی موادو مرسته وشوه دغه مرستی چی د سه شنبی په ورڅ د زمری ۱۶ یی صورت ونیوه هری کورنی ته ۲۰۰ کیلو وره ، ۱۷ کیلو غوری ،۱۴ کیلو دال نخود او یو کیلو مالګه وویشل شوه

په تخارولایت کې دسیلاب له امله د۸ زیانمنوکورنیو سره مرسته وشوه.

د خپرېدو نېټه: May 17, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

په تخارولایت کې د۸ سیلاب ځپلو کورنیو سره دکډوالوچاروآمریت دغیرخوراکي توکومرسته وکړه.

دتخارولایت دکډوالوچاروآمر سید مرتضی همدرد دد وزارت داطلاعاتو اوعامه اړیکو دریاست خبریال ته خبر ورکړ چې درستاق ولسوالۍ په خواجه خیرات کلي کې په ۲۶/۲/۱۳۹۴ نیټه د راوتلي سیلاب له کبله، داستوګنې ۸ کورونه تخریب او اوسیدونکي یې ددغې ولسوالۍ قوملنګ دښت ته کډه شوي دي.

همدرد زیاته کړه چې ۸ یادو شویو کورنیوته دافغان سرې میاشتې ددفتر له خوا کمپلې، ترپال، د ګاز ډبې او دپخلنځي وسایل ویشل شوي او سربیره پردې دکنسل ددفتر له خوا ورته درۍ وخته پخه غذا ویشل کیږي.