دبدخشان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

بدخشان کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

 

د (Acted) موسسې له لوري د بدخشان ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۳۱بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ،چې د جرم او يمګان ولسواليوڅخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې د تېرې سې شنبې په ورځ د مرغومي په ۲۵مه هرې کورنې کورنۍ ته ۱۶۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

بدخشان کې بېځايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه

دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري د بدخشان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو  رياست په همکارۍ (۳۲۵) کورنيوسره نغدي مرسته  وشوه.

يادې کورنۍ چې دبېلابېلو ولسواليوڅخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  دتېرې چهارشنبې په ورځ  دمرغومي په ۵ مه هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰  افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

بدخشان کې ۴۷۱ بېځايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه

ديوشمېرنړيوالو مرستندويه ادارو  له لوري دبدخشان  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۴۷۱ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي او ژمنيو  توکو  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د ناامنو له امله د وردوج،تګاب، يمګان، کشکان او جرم  ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  دتېرې دو شبنې په ورځ دليندۍ  په ۲۶مه دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري ۳۶ کورنيوهرې  کورنۍ ته ۲بوجۍ اوړه، ۷کيلو دالنخود، ۷کيلوغوړي، يوه کيلو مالګه او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري ۴۳۵ کورنيوهرې کورنۍ ته پتلون،جمپرونه،بوټان،جرابې او نورو ژمنيوتوکو    مرسته ووېشل شوه.

بدخشان کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

د (ACTED) موسسې له لوري دبدخشان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۲۵ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د وردوج ولسوالۍ دنا منو سيموڅخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې دتېرې چهارشنبې په ورځ د تلې دمياشتې په ۱۸مه هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

بدخشان کې بېځايه شويوکورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

د خپرېدو نېټه: Jul 02, 2018 کټه ګورۍ: عمومي

دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري د بدخشان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۷ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادومرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې ديمګان ولسوالۍ دنا امنه  سيمو څخه ددغه ولايت  دجرم ولسوالۍ ته  بېځايه شوې وې دتېرې يکشنبې په ورځ د چنګاښ په۱۰مه  دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري هرې کورنۍ ته ۳بوجۍ وړه، ۱۵ کيلو غوړي،۱۵ کيلو دالنخود او يوه کيلومالګه  مرسته ووېشل شوه. 

بدخشان کې ۱۹۶ بیځایه شویو کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه

د خپرېدو نېټه: Jun 30, 2018 کټه ګورۍ: عمومي

دبدخشان ولایت دکډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست دخوراک نړیوال سازمان(WFP ) په همکاری ۱۳۶ کورنیو  سره چی د ناامنی له امله د جرم ، یمګان  ، او کشم ولسوالیو څخه ددغه ولایت مرکز ته بیځایه شوي دي دخوراکي توکو مرسته وشوه

دغه مرستي چې دچهارشنبې اوپنجشنبې په ورځویی صورت ونیو هری کورنئ ته څلوربوجی وړه ، دوه قوطی غوړي ، پنځه لس کیلو دال نخود او یوپاکټ مالګه وویشل شو

بدخشان کې ۱۴۶ بیځایه شویو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه

د خپرېدو نېټه: Aug 07, 2018 کټه ګورۍ: عمومي

       دبدخشان ولایت دکډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د خوراک نړیوال سازمان  ډبلیو ، ایپ ، پی  په همکارئ ۱۴۶ کورنیو سره چې وردوج او بارک ولسوالیو له نا امنه سیمو څخه ددغه ولایت مرکز ته بیځایه شوي دي دخوراکي توکو مرسته وشوه دغه مرستې ددوشنبې په ورځ دزمرې په ۱۵ مه هرې کورنئ ته ۲ بوجئ وړه ، ۷کیلو دال نخود ،۷کیلو غوړي او یو کیلو مالګه وویشل شوه ۍ

 

بدخشان کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

دبدخشان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د دولت د رياست  د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې  په همکارۍ ۱۱۰ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادو کورنيوهرې کورنۍ ته د تېرې دوشنبې په ورځ د غوايي دمياشتې په ۱۷مه ورته دياد رياست له لوري يوه  بوجۍ وړه، يوه بوجۍ وريجې، ۹ قوطۍ دکنسروا غوښه او۵ لېتره غوړي مرسته ووېشل شوه.

بدخشان کې ۲۸۰ بيځايه شوي کورنيو سره بشري مرستي وشوي

بدخشان ولايت د کډوالو او راستنيدونکو چارو رياست د پيښو سره د مبارزې رياست په همکارۍ د سه شنبې په ورځ د وري په ۲۸ مه د کومکې کڅوړه مرسته وويشل شوه.

دغه مرستي چی د فيض آباد په ښارکې يې صورت ونيو هرې کورنۍ ته سوه بوجۍ وړه، يو بوجۍ وريجې او ۱۴ قوطۍ د غوايې د غوښي کانسر وويشل شو.

يادي کورنۍ د نا امنيو له امله د جرم ولسوالۍ څخه د فيض آباد ښارته بيځايه شوي وي. 

بدخشان کې له ۱۰۰ زياتو بېځايه شويو کورنيوسره  دروغتيايي کڅوړو  مرسته وشوه

دبدخشان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ( DACAR)  موسسې په همکارۍ ۱۲۰بېځايه شويو کورنيوسره دروغتيايي کڅوړو  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله د يفتل بالا ولسوالۍ  څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې تېره يکشنبه  دمرغومي په ۱۷مه د ( DACAR)  موسسې له لوري هرې کورنۍ ته  دروغتيايي کڅوړو   مرسته ووېشل شوه. 

بدخشان کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دبدخشان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دمېشن ايست موسسې په همکارۍ ۶۹ بېځايه شويو کورنيوسره تېره پنجشنبه دلړم دمياشتې په ۴مه دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادو بېځايه شويو کورنيوسره چې د راغ، يفتل، ارګو،يمګان او جرم ولسواليو دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې دمېشن ايست موسسې له لوري هرې کورنۍ ته کمپلې، ترپالونه، ديګ بخار، دکور دضرورت وړ مواد اود پخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.  

بدخشان کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

دبدخشان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د خوراک نړيوال سازمان (WFP )  په همکارۍ ۶۹ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې  لړم دمياشتې په ۳مه دخوراک نړيوال سازمان (WFP )  له لوري هرې کورنۍ ته ۴بوجۍ وړه، ۱۴کيلو غوړي، ۱۴کيلو دال نخود او يوه کيلومالګه مرسته ووېشل شوه. 

بدخشان کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دبدخشان ولايت دکډالواو راستنېدونکو چارو رياست، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR)، ميشن ايست او دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې  په همکارۍ ۴۷۱ بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي مواو  مرسته وشوه.

يادو کورنيوسره   چې دنا امنيو له امله دتګاب ، کشم،وردوج، يمګان او راغ  اولسواليو  څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې د ( UNHCR) له لوري ۹۰ بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ سره  تېره دوشنبه دلړم  دمياشتې په لومړۍ نېټه دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

همدارنګه تېره پنجشنبه دتلې دمياشتې په ۲۷مه ۲۰۰ بېځايه شويو کورنيوهرې کورنۍ ته دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لوري يوه يوه خيمه او دمېشن ايست له لوري ۱۸۱ بېځايه شويو کورنيوهرې

 کورنۍ ته ګازډبه، کمپلې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه. 

بدخشان کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دبدخشان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دملګروملتونو دکډوالو ادارې( UNHCR )

 په همکارۍ ۱۸۱ بېځايه  شويو کورنوسره  دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرسته له ډلې تېره سې شنبه  او چهارشنبه  دتلې دمياشتې په ۲۵مه او ۲۶مه هرې کورنۍ ته ۱دانې ترپال، ۱دانه کمپله، ۳دانې د اوبو بوشکې، ۱دانه ديګ بخار او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

بدخشان کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

دبدخشان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست  او دخوراک نړيوال سازمان (WFP ) په همکارۍ ۱۸۱ بېځايه شويو کورنيوسره  دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې دتلې دمياشتې په ۲۴مه دخوراک نړيوال سازمان (WFP ) له لوري هرې کورنۍ ته ۴بوجۍ وړه، ۱۴لېتره غوړي، ۱۴کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

بدخشان کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دبدخشان ولايت دکډالواو راستنېدونکو چارو رياست د ( ACTED ) موسسې په همکارۍ ۱۸۱ بېځايه شويو کورنيوسره چې دنا امنيو له امله دتګاب او کشم ولسواليو  څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې نغدي مرسته وشوه.

ديادو کورنيو هرې کورنۍ ته  تېره چهارشنبه دتلې دمياشتې په ۱۹مه هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

په بدخشان ولایت کی سیلاب ۷۰ کورنۍ بې ځایه کړېدې.

د بدخشان ولایت د کوفاب ولسوالۍ کې په ۳/۵/۱۳۹۴ نیټه د سیلاب د راوتلوله امله، ۷۰ کورنۍ  بې ځایه شوې دي او تر او سه دیوه سړي جسد پیدا شوی دی.

د بدخشان ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمریت اداري مسؤل عزیز الله دروازي د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست خبریات ته وویل چې سیلاب د کوفاب ولسوالۍ په تسجیع سیمه کې راغلۍ او ۷۰ کورنۍ چې کورنه یې تخریب شوي وو، بیځایه کړې او تر اوسه دیوه سړي جسد پیدا شوی دی.

ده زیاته کړه چې په دې پیښه کې ۷۵ جریبه د کرنې ځمکه او ۳۰ دانې دوکانونه هم تخریب شوي دي.

د بدخشان ولایت د طبیعي پیښو سره د مباریزې د ادارې رییس، سید عبدالله همایون دهقان، رسانیوته ویلي چې بې ځایه شوی اوس مهال په دښته کې بې غیر له سر پناه نه ژوند کوي.

نوموړي څګنده کړه چې د لارو په تړلو سره زیانمنو ته د مرستي رسولو په خاطر د ستوزې سره مخامخ شوي.

د کوفاب ولسوالۍ د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد په ۲۱۰ کیلومتری کې پرته ده.

په بدخشان ولایت کې د سیلابونو د راوتلو له امله ، شپږ ماشومان ورک، له ۲۸۰ کورنیو څخه زیاتې بې ځایه او ۱۱۰ کورنو له منځه تللي دي.

د بدخشان ولایت د کډوالو  چارو د آمریت اداری مدیر عزیز الله  دروازي ددغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست خبریال ته وویل چې د ۱۶/۴/۱۳۹۴ نیټه د شهدا ولسوالۍ دایو نیک په سیمه کې سیلابونو راغلل.

ده زیاته کړه چې سیلاب په یاده شوي سیمه کې ۱۱۰ کورنو ړنګ او ۲۸۴ کورنۍ د خپلو کورنو پریښو دو ته اړ کړې دي.

د دروازي په خبره د دغه پیښې له کبله ۴  ماشومان لاتر اوسه ورک او دیو سپینږیري جسد پیدا شوي.

سر چینی وویل چې بې ځایه شوي نژدې سیموته تللې، ځنې یې تر خیمو لاندې او ځنې نوریې په دښته ژوند کوي.

دروازي څرګنده کړه چې د IOM او د دغه ولایت د پیښو سره د مبارزې ادارې له طریقه مرسته شویده، خود کچه او نوعیت په اړه یې  معلومات ورنکړل.

په بدخشان ولایت کې د ځمکی ښویدنی له امله په لسګونو کورنۍ بی ځایه شویې دي.

د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې ۸/۲/۱۳۹۴ نیټه په شپه کې د ځمکې ښویدنې له امله ،له پنځسو څخه زیات کسان مړه او لسګونه کورنۍ له خپلو کورنو څخه بې ځایه شویې دي.

د بدخشان ولایت د کډوالو چارو آمر قدرت الله رهګزر د خواهان ولسوالۍ په حواله ددي وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست خبریال ته وویل چې د ځمکی ښویدنه د ۸/۲/۱۳۹۴ د شپی په ۱۲ ددي ولسوالۍ په لوړه جیرو قریه کې رامنځته شوه چې له امله یې د ۲۲ ماشونانو ۲۵ ښځو او ۵ سړیو په کډون ۵۲تنه ترخاورو لاندې شول.

منبع زیاته کړه چې په لسګونوکورنۍ له یادې شویې قریې څخه نژدو سیموته بې ځايه شویې دي چې لاتراوسه یې دقیقه شمیره نه ده معلومه.