دکندز ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

دکډوالو چارو وزارت په کندوز کې له ۲۷۰۰ بېځايه شويو کورنيوسره د مرستو هوکړه ليک لاسليک کړ

 

 دهغه هوکړه ليک په اساس چې دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت په افغانستان کې د پرمختيايي ( ADA) موسسې سره لاسليک کړ  ۳۹۱۷ بېځايه شويو او راستنوشويو سره چې ۲۷ ۴۲۲۲ تنه کېږي دکندوز په ولايت کې مرسته کېږي.

ياده موسسه به دکندوز ولايت په مرکز خان آباد او امام صاحب په ولسواليو کې دژوند لومړنيو ضرورتونو او اړ تيا وړ مواد، دکار په بدل کې نغدې پيسې، دڅښلو پاکې اوبه، روعتيايې کڅوړو، بيت الخلاو جوړول، دشخړو هواری  او دښځو دحقوقو په برخه کې پرګرامونه عملي کړي.

دغه هوکړه ليک تېره يکشنبه د وري په ۲۶مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت په مقام کې  دراستنېدونکو چارو عمومي رئيس شمس الحق صابر او ديادې موسسې دمسئول له لوري لاسليک شو.

د ذکر شوې  پروسې لپاره  ۴۳۵۴۴۷ يورو بوديجه په پام کې نيول شوې چې دنړيوالې موسسې اکسفام له لوري  ورکول کېږي او ۳۵ سلنه يې ديادې موسسې  د اداري لګښتونو لپاره ځانګړي شوي دي. 

 

کندوز کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دکندوز ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دملګرو ملتونو دکډالو ادارې ( UNHCR ) په همکارۍ   ۱۴۲بېځايه شويو کورنيوسره چې د  چهاردرې او امام صاحب ولسواليو دنا امنو سميو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  د غېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره شنبه دکب  دمياشتې په ۱۲مه هرې کورنۍ ته۱ ترپال، ۱داوبو بوشکې، ګازډبه، ۴دانې کمپلې  خيمه او دکور دضرورت وړ سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

کندوز کې  دبېځايه شويو  کورنيوسره نغدي او دروغتيايي کڅوړمرسته وشوه

دکندوز ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارورياست ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۳۵۰ ېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دروغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.

 د ددغو مرستو له ډلې دمرغومي په ۲۲،۲۱مه او ۲۳مه د ( acted) موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدي، دماشوم ساتنې  ادارې له لوري دګيل کارۍ وسايلو او ژمنيو جامو او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري هرې کورنۍ ته پخلنځي سامان الات او د روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه. 

کندوز  او زابل کې  بېځايه شويو کورنيوسره  مرسته کېږي

دکندوز او زابل ولايتونو  دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۹۸۳ بېځايه شوې  کورنۍ سروې او ورسره مرسته کېږي.

يادې کورنۍ چې دنا امنيوله امله دکندوز ولايت قلعه زال، امام صاحب، خان آباد، چهادرې ولسواليو اوزابل ولايت د خاک افغان، ارغنداب او شاه جوي ولسواليو  څخه ددغه ولايتونو  مرکزونو ته بېځايه شوې دمرغومي د ۱۶مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورېدملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR)، (DACAR)، (ACTED)  او(ARDA) موسسې له لوري سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به ورته بشري مرستې ووېشل شي.

کندوز  کې بېځايه شويو کورنيور سره نغدي او  دخوراکي موادو  مرسته وشوه

دکندوز ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دخوراک نړيوال سازمان (WFP) او دناروې دکډوالو ادارې ( NRC )  په همکارۍ ۲۹ بېځايه شويو کورنيو سره   نغدي او دخوراکي مواو مرسته وشوه.

يادو کورنيو سره چې دامام صاحب ولسوالۍ دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې تېره پنجشنبه دلړم دمياشتې په ۴مه  دناروې دکډوالو ادارې ( NRC )  له لوري ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدې او د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري ۲ بوجۍ وړه او يوه بوشکه  غوړي مرسته ووېشل شوه. 

کندوز کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي، خوراکي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دکندوز ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ  ۱۲۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې دنا امنيو له امله د امام صاحب ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې نغدي، خوراکي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره سې شنبه دلړم دمياشتې په ۲مه  دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR ) له لوري دکور دضرورت وړمواد ،د ( DACAR ) له لوري د روغتيايي کڅوړو ،د ( ACTED ) له لوري ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدې او د خوراک نړيوال سازمان (WFP )  له لوري هرې کورنۍ ته ۴بوجۍ وړه، ۱۴کيلو غوړي، ۱۴کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

کندزوکې  بېځايه شويو کورنيوسره نغدي، خوراکي او دغېر خوارکي موادو مرسته وشوه

دکندزو ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دملګرو ملتونو دکډالو ادرې (UNHCR)، د( DACAR) او دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) موسسو په همکارۍ ۲۵بېځايه شويو کورنيوسره چې دچهاردرې ولسوالۍ دنا امنو سميو  څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځيايه شوې وې نغدي، خوراکي او دغېر خواکي موادو  مرسته وشوه.

 ددغو مرستو له ډلې دتلې دمياشتې په ۲۵مه دملګرو ملتونو دکډالو ادرې (UNHCR)،له لوري هرې کورنۍ ته ۳دانې کمپلې، ۲دانې ترپالونه ، دپخلنځي مکمل سامان الات ،  د ډاکار  ( DACAR) له لوري۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدې او  دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) له لوري هر ې کورنۍ ته  ۲۰۰ کيلو وړه، ۷لېتره غوړي، ۷کيلو دال نخود  او نيمه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

کندزو کې بېځايه  شويو کورنيوسره  دخوراکي  موادو مرسته وشوه

دکندوز ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو  رياست دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) په همکارۍ ۴۰۰ بېځايه  شويو کورنيوسره  دخوراکي  موادو مرسته وشوه.

يادې کورني چې دنا امنيو له امله د چهاردرې  اوخان آباد  ولسواليو  دنا امنوسميو څخه ددغه ولايت  مرکزته بېځايه  شوې وې  دتلې د۱۹مې نېټې څخه تر ۲۲پورې  هرې کورنۍ  ته ديوې  مياشتې لپاره دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه. 

کندوز کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دکندوز ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دملګرو ملتونو دکډالو ادارې ( UNHCR ) او (PSN )  موسسې له لوري  ۱۰۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې د  علي آباد،شېرخان بندر، چهاردرې او امام صاحب ولسواليو دنا امنو سميو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  دخوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره دوشنبه دتلې دمياشتې په ۱۷مه هرې کورنۍ ته ترپال، داوبو بوشکې، ګازډبه، خيمه او دپخلنځي دضرورت وړ سامان الاتو مرسته ووېشل شوه. 

کندوز کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته شوه

دکندوز ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د خوراک نړيوال سازمان (WFP) ادارې په همکارۍ ۲۶۳بېځايه شويو کورنيوسره  چې د حضرت سلطان ، آلچين او ملا سردار ولسوالۍ  دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې  تېره دوشنبه دتلې دمياشتې په ۳مه هرې کورنۍ ته ۲بوجۍ وړه، ۷کيلو غوړي، ۷کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

کندوز کې بېځايه شويو کورنيورسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

ددغو مرسته له ډلې تېره يکشنبه دتلې دمياشتې په ۲مه  هرې کورنۍ ته ترپال، خېمه ،کمپل، سطل او دکور دضرورت وړ سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

کندزو کې بېخايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه

 ددغو مرسته له ډلې تېره مياشت د وږي په ۲۸مه ۱۳۰ بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته دناروې دکډوالو ادارې (NRC) ۱۴۰۰۰ افغانۍ نغدي، دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري ۲ بوجۍ وړه، ۸کيلو غوړي، ۷کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې  (UNHCR) دکور دضروري سامان الاتو او د دارک موسسې له لوري دورغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.

همدارنګه ۴۱ نورو بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته چې د امام صاحب ولسوالۍ دنا امنو سميو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېخايه شوې وې دتلې دمياشتې په لومړۍ نېټه دکليو او پراختيا رياست له لوري دکور ضروري سامان لکه: قاشوغې،داوبو سطل، دفشار اله، ترپال او کمپلو مرسته ووېشل شوه.

په کندز ولایت کې د ۱۳۹۴/۴/۱۱نیټه د ۵۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د دغه ولایت د کډوالو چارو د ریاست له لارې مرسته وشوه.

د کندز ولایت د کډوالو چارو د رییس عبدالسلام هاشمی د معلوماتو پر بنسټ د چهاردرې ولسوالۍ څخه د دغه ولایت مرکز ته د ۵۰۰ بې ځایه شویو کورنیوسره له سروې څخه وروسته د WFP او UNHCR لخوا ددغه ریاست تر څارنه لاندې مرسته وشوه د هاشمی په خبره د WFP دفتر هرې یادې شوي کورنۍ ته دري قطیه غوړي، دوې بوجۍ غوړي دالبسی ،کمپلو، صابون، او شامپو په کډون دیوې بستی مرسته کړې او د NRCمؤسسی هري کورنۍ ته ۶۰۰۰ نغدې افغانۍ ویشلي دي.

د سر چینی د معلوماتو پر بنسټ شاوخواه ۳۰۰ کورنۍ نوري هم سروې شوې، خوتر او سه ورسره مرسته نه ده شوې.

له ۱۸۰۰ څخه زیاتې بې ځایه شوې کورنۍ د ۱۳۹۴ کال د غبرګولې میاشتی د ۳۰ نه د چنګاښ تر ۸ نیټی پوری د کندوز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو په ریاست کی ثبت او راجستر شوي دې.

د کندز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو دریاست خبریال ته د پاسینې مطلب په څرګندولو سره وویل چې ۱۸۳۹ کورنۍ د غبرګولي میاشتې د ۳۰ نه د چنګاښ تر ۸ نیټی پورې د چهاردرې، ارچې او علي آباد ولسوالیو څخه د نا امنیو له کبله د دغه ولایت مرکز ته بې ځایه شوې دي.

ده زیاته کړه چې د یادوشو یو کورنیو سروې د دغې ادارې لخوا د همکاره مؤسسو په مرسته دوام لري او تر اوسه یې ۱۰۰ کورنۍ یې د مرستې وړپیژندل شوې دي.

سر چینی څرګنده کړه چې د دغه ریاست د استازو او ځینو نورو دولتی اداراتو د ک ارکونکو تشکیل شوي د سروې ټیمو نه د ارچې او علی آباد ولسوالیو څخه د بې ځایه شویو د سروې په موخه ګومارل شوي چې په نژدې راتلونکي کې به یې د مرستې وړثبت شې.

په کندز ولایت کې د وروستیو جګړو له کبله 21519 کورنۍ بی ځایه شوې دي .

په کندز ولایت کې د هغو  جګړو  له کبله چې د روان  کال د غویې میاشتی له پیله څخه د غبر ګولي تر ۱۰ پوری د امنیتی قوا ؤ او د دولت د مخالیفینو تر منځ شوې دي،21519 کورنۍ د خپلو کورنو  پریښودوته اړ کړای شوې دي.

د کندز ولایت د کډوالو ا و راوستنیدونکو چارو ریاست د راپور پر بنسټ،ددغی ولایت د علی آباد ولسوالۍ د ۴۰ کلیونه ۱۰۱۴ کورنۍ، د امام صاحب ولسوالۍ د۲۱ کلیونه ۲۰۵۰ کورنۍ، دکندز د مرکز ۱۶ کلیونه ۱۲۶۲۹ کورنۍ، دقلعه زال ولسوالۍ نه ۱۹۰ کورنۍ، د چهاردرې ولسوالۍ د ۹ کلیو نه 5348 کورنۍ ،د ارچی ولسوالۍ اړوند نه ۱۷۲ او دخان آباد ولسوالۍ نه ۱۱۶ کورنۍ د ۱۳۹۴ دغویي میاشتی له پیل څخه وروسته د جګړو له کبله دخپلو کورنو څخه بې ځایه او دکندز ولایت د کډوالو چارو ریاست لخوا ثبت او راجستر شوې دي.

په راپور کې راغلي چې د امام صاحب له ولسوالۍ څخه د ۲۰۵۰ شویو کورنیو له جملی څخه ۵۲۹ د کندز ښار مرکزته را بې ځایه او ددغې ریاست تر سروې لاندې دي او پاتې نورې یې د افغاني سري میاشتي او سره صلیب تر پوښښ لاندې دی.

همدا رنګه سر چینی زیاته کړیده چې د ولایت په مرکز کې د بې ځایه  شویو سروي د ۱۳۹۴ د غویي میاشتی د ۱۲ نه دغبرګولې تر ۷د نهو ټیمونو په وسیله سروی شوې او په پایله کې یی۳۷۴۰ کورنۍ د مرستی مستحق پیژندل شوی ا وتر ۱۳۹۴/۳/۱۰ د هغوی کورنیو ته دWFP-UNHCRاو یونسف په مرسته ،اوړه،غوړي، دالنخود،بیسکیټ،مالګه ،ترپال،کمپلې، داوبه بشکه ،پشه خانه د حمام او پخلنځی وسایل ویشل شوي دي.

دکندزولایت دکډوالوچارو ریاست نن ۲۷/۲/۱۳۹۴ ،۳۷۶ بې ځایه شویوکورنیوته دهمکاره مؤسساتو په مرسته خوراکي اوغیرخوراکي توکي ویشلي دي.

دکندزولایت دکډوالوچارورییس سید عبدالسلام هاشمي ددغې وزارت داطلاعاتو او عامه اړیکود ریاست خبریال ته وویل چې د امام صاحب له ولسوالۍ څخه ۳۷۶ بې ځایه شوې کورنۍ دولایت په مرکزد سردوره په سیمه کې ځای په ځای او دتیرې شپې په بهیرکې يې دهغوی سروې کړیده.

هاشمي وویل چې د  WFP اوUNHCR په همکارۍ یی، نن د ۲۷/۲/۱۳۹۴ هرې یوې کورنۍ ته ۲ بوجۍ اوړه، ۲قطعي غوړي، ۵کیلو بیسکیټ اوهمدارنګه کمپلې، دګاز ډبې، ترپال، پشه خانه دماشومانوپمپر، صابون او دغاښوکریم ویشلي دي.

په کندز ولایت کې ۱۴۸۰۲بې ځایه شوې کورنۍ راجسترشوې دي.

د کندز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس سید عبدالسلام هاشمی ددې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست خبریال ته وویل چې په دې ولایت د دولتي ځواکونو او د دولت د مخالفینو تر منځ د سختو جګړو له کبله په زرګونه کورنۍ د خپلو کورنو پریښودوته اړکړای شوې دي.

ده زیاته کړه چې د دې ادارې د سروې ټیمونه د غويې د۴ نه تر ۱۶ نیټې پوری توانیدلي چې ۱۴۸۰۲ بې ځایه شوي کورنې ثبت او راجستر کړي.

هاشمی وویل چې تر سره شوې سروې ښه یی چې د علي آباد ولسوالۍ د ۴۰ قریو څخه ۴۸۱ کورنۍ ، د امام صاحب ولسوالۍ له ۲۱ قریو څخه ۱۷۵۸ کورنۍ ، د ولایت له مرکزګل تپې سیمې څخه ۹۴۴۳ کورنۍ ، د قلعه ذال سیمی له ۲ قریو څخه ۱۳۳ کورنۍ د ارچې ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ۹۸ کورنۍ او د خان آباد ولسوالۍ له ۳ قریو څخه ۱۱۴ کورنۍ بې ځایه شوې دي.

خبرځای ځرګنده کړه چی سروي ادامه لری او لاتر اوسه ۶۰۵ کورنۍ د مرستی مستحق پیژندل شوې دي.

د هاشمی په خبره ، چې د جګړې دوام او امنیتی وضعیت ته په کتوسره د بې ځایه شویو په شمیر کې د زیاتوالي احتمالې شته.

ویل کیږي چې په کندز ولایت کې د غویې له ۴ نیټی څخه را په د یخوا د مخالفینو زیات شتون او د هغوی په وړاندې د دولتی ځواکونو عملیات ، د خلکو د بې ځایه کیدو سبب شول او دا وضعیت لاتر اوسه دوام لري.

په کندز ولایت ۲۴۳۵ کورنۍ بې ځایه شویې دي.

د کندز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس سیدعبدالسلام هاشمي د دي وزارت داطلاعاتواوعامه ریاست خبریال ته وویل چې ددې ولایت په ځینو سیمو کې د درۍ ورځينۍ جکړې له کبله ۲۴۳۵ کورنۍ له خپلو کورنو څخه بې ځایه شويې دي.

خبر ځای زیاته کړه چې د دولتی قواوؤ او د دولت د مخالفینو تر منځ په جګړه کې ۵۷۰ کورنۍ د ګل تپې اړوند سیمو څخه د کندز ښار ته، ۳۰۰ کورنۍ د علی آباد د ولسوالې څخه  د دي ولسوالۍ مرکز ته ، ۵۰ کورني د ولایت مرکز اړوند د باغ شرکت له سیمې څخه د کندز ښارته، ۱۵ کورنۍ د خان آباد وسوالۍ د آخستاش سیمې څخه ددي ولسوالۍ مرکزته او ۱۵۰۰ کورنۍ د امام صاحب له ولسوالۍ څخه ، ددي ولسوالۍ مرکز ته را بي ځایه شویې دي.

هاشمی وویل چي ددي اداري او همکاره مؤسسو له خوا د بي ځایه شویو سروې جریان لري او د سروې په پای ته رسیدو سره به له هغو سره مرسته وشي.

ویل کیږي چي یوه اونۍ مخکې د قلعه ذال او امام صاحب ولسوالۍ څخه د ناامنیو له کبله ۴۸۰ کورنۍ د کندز ولایت مرکز ته بی ځایه شویې دي او د دي ولایت د کډوالو چارو درئیس په خبره دهرې یادې شویې  کورنۍ  سره د WFP له خوا دوې بوجی غنم ، درۍ قطعی غوړي ، مالګه ، دال او بیسکیت او د UNHCR له خواه د هري یادي شوي کورني سره د ۶۰۰۰ زره افغانیو مرسته شوي وه.