دبغلان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

 

د بغلان د ډنډې غوري څخه د بې ځایه کورنیو سره مرسته وشوه

د بغلان ولایت د ډنډې څخه د ۸۸ بې ځایه شویو کورنیو سره د دغه ولایت د کډوالوچارو ریاست له لارې تېره اونۍ په بهیرکې مرسته وشوه.

د بغلان ولایت د کډوالو چارو ریاست څخه د رارسېدلو راپورونو پربنسټ ، د ۴۶ بې ځایه شویو کورنیو سره د بغلان ولایت د طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست مرسته، هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه ۶ کمپلې او د وکيل عاشق الله لخوا له ۴۲ بې ځایه شویو کورنیو سره څلورقلمه خوراکي توکیو مرسته تېره اونۍ د دغه ادارې له لارې وویشل شوه.

سرچېنې زیاته کړه چې  تراوسه ۳۶ دانی عریضې د ۳۷۵۰ بی ځایه شویو کورینو لخوا په دغه ریاست کی ثبت شوې دي او ۷ زیانمنې کورنۍ د مرستی په  موخه د PSN دبرنامې مسول ته ورپیژندل شوې دی.

د سر چینې په خبره د بې ځایه شویو د سروې ټیم چې د دغې ادارې، دپیښو ریاست ، ولایتی شورا او همکاره  مؤسساتو له استازو څخه  تشکیل شوی ؤو د ۱۳۹۴/۱۱/۱۵ نیټه په کار يیل کړی دی.

په بغلان ولایت کې د باران د اورښت او سیلاب له امله ۷ تنه شهیدان او ۸ تنه نور ټپیان شول.

 د بغلان ولایت د کډوالو چارو رئیس محمد نعیم د معلوماتو پر بنسټ ، پلخمري ښار کې په ۱۷/۱/۱۳۹۴ نیټه د باران دسخت اور ښت له امله سیلابونه راغلل.

د خبرځای په وینا د راغلیو سیلابونو له امله د پلخمري د سند چپ طرف میشت نو آباد سیمه کې یو شمیر کورونو کاملآ تخریب او یو شمیر نوریې سخت زیانمن شوي دي.

ده زیاته کړه چې د سیلاب له امله ۷ نته شهیدان ۸ تنه ټپیان او درۍ تنه نور ورک شوي دي.

محمد نعیم څرګنده کړه چې د بغلان ولایت د اضطراري حالاتو د کمیټې غړیو مسؤلینو چې ددې ولایت د کډوالوچارو ریاست یې غړۍ دۍ ، په وخت سره سیمې ته تللۍ او د زیانمنو سیمو  ۲۰۰۰ کسانو ته یې ، د شپې ډوډۍ تیاره کړه.

خبر ځای زیاته کړه چې د وراښتې زیان د تثبیت د سروې درۍ ګروپونه چې ده اداره یې  غړیتوب لري د۱۸/۱/۱۳۹۴ د سه شنبې په ورځ سیمې ته تللي او د سروې په پای کې به دتلفاتو ، ټپیانو ، تخریب شویو کورنیو او بې ځایه شویو دقیقه شمیره تثبیت کړي.