دنورستان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

     

نورستان کې له بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

 

    د (ACF) موسسې له لورې نورستان ولايت کډوالو چارو رياست په همکارۍ له ۲۱ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته تر سره شوه.

يادې کورنۍ ، چې دجګړو له کبله د واما او وانټ وايګل ولسواليو  څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې له يوې سروې وروسته د تېرې  شنبې په ورځ د مرغومي مياشتې په لومړۍ نېټه  هرې کورنۍ  ته (۲۰۰) امريکايي ډالره  نغدې ورکړل شوې.

نورستان کې بېځايه شويوکورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري دنورستان  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۸بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادومرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنو سيموڅخه ددغه ولايت  مرکز ته بېځايه شوې وې د سې شنبې په ورځ  د وږې  دمياشتې په ۱۳مه  دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري هرې کورنۍ ته ۲بوجۍ  وړه، ۱۴کيلو غوړي،۱۴کيلو دالنخود او يوه کيلومالګه  مرسته ووېشل شوه. 

نورستان کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي او غېرخوراکي موادو مرسته وشوه

 

ديوشمېرنړيوالومرستندويه ادارو له لوري دنورستان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۹ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې دتېرې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ دمياشتې په ۲۸مه د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ وړه، ۱۴ کيلودالنخود، ۱۴ کيلوغوړي، يوه کيلومالګه او د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) له لوري ۲۳ دانې ترپالونه، ۳ دانې کمپلې، دکالوصابون او دکور دضرورت وړ موادو مرسته ووېشل شوه. 

 

نورستان کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دنورستان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) په همکارۍ ۶۳ بېځايه شويو کورنيوسره تېره شنبه د مرغومي په ۲مه  دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله دوايګل ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR)  له لوري هرې کورنۍ ته ۳دانې کمپلې، ۲دانې ترپالونه، ۲ دانې داوبو بوشکې او دکور دضرورت وړ موادو مرسته ووېشل شوه. 

نورستان او غزني کې له ۱۰۰ زياتو بېځايه شويوکورنيوسره مرسته کېږي

دنورستان او غزني ولايتونو  دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ دلړم دمياشتې د۲۲مې نېټې څخه تر ۲۸ مې نېټې پور مه ۱۱۲ بېځايه شوې کورنۍ سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به   ورسره مرستې وشي.

يادې کورنۍ د غزني او نوستان ولايتونو دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو ، د(CTG )، دخوراک نړيوال سازمان (  WFP)، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) او طبيعي پېښو پروړاندې دمبارې ادرې په همکارۍ سروې او په نښه شوې چې په نژدې راتلونکي کې به ورسره مرستې ترسره شي. 

له ۸۰ څخه زیاتې کورنۍ د کنړ ولایت څخه نورستان ولایت ته بې ځایه شویې دي.

 

د تیر کال د کب د میاشتې له وروستیو څخه د ۱۳۹۴ کال د وري تر ۲۳ پورې د نا امنیو له کبله له ۸۰ څخه زیاتې کورنۍ د کنړ ولایت څخه نورستان ته بې ځایه شویې دي.

د نورستان ولایت د کډوالو اوراستنیدونکو چارو آمر ضاالله ، ددې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست خبریال ته وویل چی ۴۲ کورنۍ د کنړ ولایت د نړۍ ولسوالۍ څخه د نورستان وایلګل ولسوالۍ ته او ۴۴ کورنۍ د کنړ د اسمار ولسوالۍ څخه ددې ولایت وامه ولسوالۍ ته بې ځایه شویې دي .

سرچینی زیاته کړه چې یادې شویې کورنې د (UNHCR) او (WFP) په همکاری سروې او په پایله کې د هغوی ۴۵ کورنۍ د مرستې مستحقې و پیژندل شوې .

ضاالله وویل چې په نیژدې راتلونکې کې به د یادوشویو کورنیو سره د ذکر شویو مؤسسا تو له خوا مرسته وشي.