دکنړ ولايت دکډوالو او راستنېدونکوچارو آمریت

کنړکې بېځايه شوي کورنيوسره مرسته وشوه

د خوارک نړيوال سازمان (WFP) له لوري د کنړ ولايت دکډوالواو راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۲۳۸ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دوټوپورولسوالۍ دنا امنوسيموڅخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې د ليندۍ دمياشتې په ۴مه هرې کورنۍ ۲۰۰ کيلواوړه، ۱۴کيلوغوړي، ۱۴کيلودالنخود اويوه کيلوماګله مرسته ووېشل شوه.

کنړ کې بېځايه شويوکورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

د خپرېدو نېټه: Sep 03, 2018 کټه ګورۍ: عمومي

دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري د کنړ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۷ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادومرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله د دانګام او اسمار ولسواليو څخه ددغه ولايت  مرکز ته بېځايه شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د وږې دمياشتې په ۱۱مه  دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري هرې کورنۍ ته۲۰۰ کيلو وړه، ۷ کيلو غوړي،۷ کيلو دالنخود او يوه کيلومالګه  مرسته ووېشل شوه. 

کنړ کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرسته وشوه


دخوراک نړيوال سازمان (WFP) او (MI) موسسې له لور ي دکنړ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۹ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي اوخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې  دزمري  دمياشتې په لومړۍ نېټه دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري  ۴۱ بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۶۰۰۰ زره افغانۍ نغدي او د (MI) له لوري ۶۱کورنيوهرې کورنۍ ته د ۱۶۰۰۰ زره افغانيونغدي مرستې ترڅنګ  ۱۰۰ کيلو وړه، ۷کيلو غوړي، ۷کيلو دالنخود او يوه کيلومالګه مرسته ووېشل وشوه.

همدارنګه د  (MI) موسسې له لوري ۸ نورو بېځايه شويوکورنيوهرې کورنۍ ته ۱۶۰۰۰ زره افغانۍ نغدي ،۱۰۰کيلو وړه، ۷کيلو غوړي، ۷کيلو دالنخوداو يوه کيلومالګه مرسته وشوه. 

 
 

کنړ کې بېځايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه

دکنړ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ډاکار او ( MI) موسسې په همکارۍ ۱۳۸ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دکور دضرورت وړ موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې دتېرې شنبې په ورځ د غوايي دمياشتې په ۱۵مه  د( MI)  موسسې  له لور۵۳ بېځايه شويوکورنيوهرې کورنۍ ته۱۸۰۰۰زره افغانۍ نغدي او د ډاکار موسسې له لوري هرې کورنۍ ته  دکور دضرورت وړ موادو مرسته ووېشل شوه. 

کنړ کې له ۵۰۰ زياتو بېځايه شويو کورنيوسره نغدي اوخوراکي موادو مرسته وشوه

دکنړ ولايت دکډوالو  او راستنېدونکو چارو رياست، دخوراک نړيوال سازمان (WFP) او ( UMI ) موسسې په همکارۍ ۵۲۴۴ بېځايه شويو کورنيور سره چې د دانګام  ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  نغدي دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې دتېرې شنبې په ورځ  د ( UMI ) موسسې له لوري ۲۱۷ بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته  ۱۸۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته او د خوراک نړيوال سازمان  (WFP) له لوري ۳۰۸ بېځايه شويو کورنيو  هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو وړه، ۷ کيلو غوړي، ۷ کيلو دال نخود او  يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

کنړ کې ۱۱۰ بېځايه شويو او راستنوشويو کورنيوسره مرسته وشوه

دکنړولايت دکډوالوالو او راستنېدونکو چارو رياست  رئيس او  د کنړ ولايت دسرپرست والي  له لوري تېره سې شبنه  دلړم دمياشتې په ۱۶مه ۱۱۰ راستنو شويو او بېځايه شويو کورنيوسره  دخوراکي موادو مرسته و شوه.

يادې ۱۱۰ راستنې شوې  کورنۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې دپاکستان هېواد څخه افغانستان ته بېځايه شوې وې هرې کونۍ ته  ۵۰ کيلو وړه، ۵کيلو غوړي، ۵کيلو دال نخود او يو پاکټ مالګه مرسته ووېشل شوه.

همدارنګه ۵ راستنانه شوي افغان کډوال دزده کړو ددوام په موخه د کنړ ولايت دښوونې او روزنې رياست ته  ور وپېژندل شو. 

کنړ کې نېژدې  ۵۰۰ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دکنړ ولايت دکډوالو  او راستنېدونکو چارو رياست   دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) په همکارۍ ۴۸۸ بېځايه شويو کورنيوسره   چې په ۲۰۱۷کال کې د پاکستان څخه ددغه ولايت بېلابېلو سميوته بېځايه شوې وې نغدي مرسته وشوه.

 

ديادو کورنيوهرې کورنۍ ته  تېره چهارشنبه دتلې دمياشتې په ۲۶ مه دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) له لوري ۶۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

کنړ کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دکنړ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دناروې دکډوالو ادارې ( NRC ) او ( BUMIA ) موسسو په همکارۍ ۶۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې د نا امنيو له امله دخاص کنړ ولسوالۍ او دنورو بېلابېلو سميو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځيايه شوې وې نغدي مرسته وشوه.

 

 ديادو کورنيو هرې کورنۍ دتلې دمياشتې په ۱۸مه  د ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

په کنړ ولایت کې ۲۸ بې ځایه شویو کورنیوته خوراکې او لوژ ستیکي توکې او ۲۵ راستانه شویو کورنیو ته، ددغی ولایت د کډوالو چارو د آمریت لخوا شلټر توزیع شوي دي.

د کنړ ولایت د کډوالو چارو د آمریت اداری مسؤل عبدالمالک ددغی وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست خبریال ته وویل:چې ۲۸ کورنیو ته چې په دغې ولایت کې د نا امنیو له کبله دوې میاشتې مخکې بې ځایه شوې وې ، د ۶/۳/۱۳۹۴ نیټه ددغې اداری تر څارنه لاندې ، د WFP او DRC مؤسسو لخوا غنم ، غوړي ، دال ، مالګه ، کمپلې ، ترپال ، د اوبه بوشکه ، د ګاز ډبې او د پخلنځی وسایل وویشل شول.

سر چینی زیاته کړه چی همدارنګه په ذکر شوې نیټه کې له پاکستان څخه د ولایت مرکزته ۲۸ راستانه شویو کورنیو ته ، شلټر وویشل شول.