دننګرهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

ننګرهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

 

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۵۷بېځايه شوو کورنيوسره دغيرې خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادو کورنيوهرې کورنۍ ته ۱ دلمريزې برېښنا تخته،۱ بطري،۱ پکی او برقي کيبل مرسته ووېشل شوه.

ننګرهار کې د راستنېدونکو لپاره څلور زره هستوګنيزې ودانۍ جوړېږي

د کډوالو او راستنېدونکو اجرايوي کمېټې ناسته د تېرې سه شنبې په ورځ د مرغومي په ۱۸مه په اجرايه ر ياست کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي او نړيوالو بنسټونو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د   راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو وضعيت ته  پروخت  او دايمي رسېدنې بحث او پرېکړه وشوه.

په سر کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي نړيوالو همکارانو ته د نوي ميلادي کال د مبارکۍ ترڅنګ د تېر کال د ننګونو په اړه وويل، چې ننګرهار کې په قاسم اباد ښارګوټي کې څلور زره هستوکنيزې ودانۍ جوړېږي، لومړني کارونه يې ووروستي شوي او مستحقينو ته د وېش لپاره چمتو دي چې د وېش لپاره يې بايد کنسرسيوم مستحق خلک ور وپېژني.

ښاغلي بلخي په دغه ناسته کې د ځمکو د وېش په برخه کې د جمهوري رياست د (۳۰۵) ګڼه فرمان له مخې د کنسرسيوم د دندو د لايحې يادونه وکړه او تينګار يې وکړ، چې ددغه وړاندوينې په جوړښت کې رڼتيا او عادلانه څارنه شتون لري، چې له کنسرسيوم اونورو برخو هم ځانګړې څارنه کېږي .

 د کډوالو چارو  وزير  په بېلا بېلو ولايتونو کې د ژمنيو مرستو د وېش څخه د هرات ولايت په اړه راپور ورکړ او ويې ويل، چې تر اوسه په دې ولايت کې ۲۹ زره  اړمن په نښه شوي،چې له دې جملې ۱۸ زره کورنۍ بايومټريک شوي او هره ورځ د اړونده ادارو په همکارۍ ددغه ولايت په بېلابېلو برخو کې بېځايه شوو ته د رسېدنې په برخه کې کار کيږي.

هغه زياته کړه،چې په روان ژمي کې به  په ټول هېواد کې ۸۴ زره کورنيوسره مرستې  ترسره شي.

دناستې په پای کې ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبروکې  په ننګرهار ولايت کې د راستنېدونکو لپاره د نومرو  وېش دافغان دولت د غوره کړنو څخه وګڼله او دنړيوالو بنسټونو او وزارت ترمنخ يې  په ګډه  همکارۍ او هغږۍ ټينګار وکړ.

ننګرهار کې ۹۰۰ بېځايه شوو کورنيوته د ژمنيو مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

 

 

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او د ننګرهار والي په جلال اباد ښار کې ۹۰۰ بېځايه شوو کورنيوته د ژمنيو مرستو د وېش لړۍ پيل کړه.

 

له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکول کېږي، چې ټول لګښت يې ۱۳ميلونه او ۵ سوه زره افغانۍ دی او د        کډوالوچارو وزارت د پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.

 

د کډوالو چارو وزير د يادو مرستو د وېش پرمهال وويل، چې د روان کال په ژمي کې به په ټول هېواد کې ۸۳ زره  بېځايه شوو کورنيو سره ژمنۍ مرستې ترسره شي، چې له ډلې  يې په ۱۴ ولايتونو کې د کډوالو چارو وزارت له لورې له  ۱۲زره کورنيو سره مرستې تر سره کېږي.

 

 ښاغلي بلخي زياته کړه ، چې د مرستو په وېش کې د روڼتيا او د فساد مخنيوي په موخه کورنۍ له سروې او نوم ليکنې وروسته يو بانکي چک ترلاسه کوي او خپلې پيسې به له بانک څخه اخلي .

 

 همدارنګه د ننګرهار والي حيات الله حيات د کډوالو چارو له وزير د مننې ترڅنګ هيله وښوده او وه يې ويل ، چې دغه مرستې به د يو شمېر کورنيو ستونزې حل کړي.

يادې مرستې د تېرې يکشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۶مه ترسره شوې ، چې د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال، د ياد ولايت يو شمېر ريسانو او ولايتي چارواکو په کې ګډون درلود.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير دننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست د شهيدانو له کورنيو سره وليدل او خواخوږي يې ورسره شريکه کړه

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال ددې ولايت د کډوالو چارو رياست د شهيدانو له کورنيو سره وليدل او خپله  خواخوږي يې ورسره شريکه کړه.

 نوموړي د تېرې يکشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۶مه د کډوالو چارو رياست د شهيدانو روح ته د دعا ترڅنګ د هغوی کورنيو سره نغدي مرسته وکړه او دلا همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

 ښاغلي بلخي د شهيدانو له کورنيو سره د ليدنې پرمهال له هغوی سره ژمنه وکړه ، چې د شهيدان پرځای به د دوی له کورنۍ څخه په شرايطو برابر کسان په دغه رياست کې پر دندو وګماري او د کډوالو په قاسم اباد ښارګوټي کې به يوه ، يوه نمره ځمکه هم ورته ځانګړې کړي، نوموړي د ياد وزارت د دفتر ريس ته لارښونه وکړه، چې د شهيدانو د اکراميې موضوع په جدي ډول وحېړي.

د ننګرهار ولايت پرکډوالو چارو رياست وسله وال بريد، چې د زمري په مياشت کې ترسره شوی و د ياد رياست ۱۵تنه کارکوونکي په کې شهيدان شوي و.

ننگرهارکې يو شمېر بېځايه شوو او راستنېدونکو خپلې ستونزې د کډوالو چارو له وزير سره شريکې کړې

 

 دغه ليدنه ، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۶مه په جلال اباد ښار کې ترسره شوه  د بېځايه شوو او راستنېدونکو  استازو د کډوالو له وزير څخه د دايمي هستوګنځي، کارموندنې او بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

 د کډوالو چارو وزير ژمنه وکړه، چې ولايتونوکې  د جمهوري رياست د ۳۰۵مه ګڼه فرمان د تطبيق له نهايي کولو وروسته به په ننګرهار او نورو ولايتونو کې هم د کډوالو د هستوګنې ستونزه حل شي.

 نوموړي زياته کړه،چې د کډوالو وزارت او د کډوالۍ نړيوال سازمان د کډوالو لپاره د کارموندنې په يوې طرحې کارکوي او ډېر ژر به په ننګرهار کې هم عملي شي.

ننګرهار کې له ۲۰۰ زياتو بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دننګرهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست داسلاميک ريلف ادارې په همکارۍ ۲۰۶ بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خواکي موادو  مرسته وشوه.

يادو کورنيوسره  تېره يکشنبه دمرغومي په ۱۷مه داسلاميک ريلف موسسې له لوري هرې کورنۍ ته دژمنيو موادو او دپخلنځي مکمل سامان  الاتو مرسته ووېشل شوه.

ديادولو ده چې دمرستو دوېش پرمهال دوالي استازي، دمرسته کوونکي موسسې اودننګرهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست استازو هم شتون درولود.

جلال آباد کې دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت معين په ۷۴۰ کډوالو او بېځايه شويو کورنيو مرستې ووېشلې

دننګرهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ دلړم دمياشتې په ۱۶مه ۷۴۰ بېځايه شويو  او راستنوشويو  کورنيوسره دخوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

  ديادو کورنيو له ډلې ۴۲۰ کورنۍ له ګاونډي هېواد پاکستان څخه او پاتې ۲۰۰ کورنۍ په دې ورستيو کې له خوږياڼوولسوالۍ څخه بېځايه شوې وې چې دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري هرې کورنۍ ته وړه، دال، غوړي، مالګه، دماشوم ساتنې نړيوالې ادارې له لوري ژمني توکي او دپخلنځي مکمل سامان الات چې دمرستو دوېش پرمهال  دکډوالو چارو وزارت مالي او اداري معين انجينر احمد ولي حکمي او دننګرهار دکډوالو چارو رئيس  غلام حيد فقير زي هم  شتون  درلوده مرسته ووېشل شوه.

همدارنګه تېره يکشنبه دلړم دمياشتې په ۱۴مه ۱۲۰ کورنيو هرې کورنۍ ته دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې   (UNHCR ) له لوري ۵۴ کورنيوهرې کورنۍ ته دسرپنا لپاره  يوه يوه خېمه، دپخلنځي مکمل سامان الات او د يونيسف له لوري دژمني توکو مرسته ووېشل شوه.

ننګرهار کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي مواو مرسته وشوه

دننګرهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، د خوراک نړيوال سازمان ( WFP) او دملګروملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په همکارۍ ۱۱۰۰ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي مواد ومرسته وشوه.

 

ددغو مرستو له ډلې تېره شنبه دلړم دمياشتې په ۶مه د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري هرې کورنۍ ته ديوې مياشتې لپاره دخوراکي موادو  او ۱۵نورو بېځايه شويو کورنيوهرې کورنۍ ته چې دپاکستان هېواد څخه خپل هېواد ته راستنې شوې وې  او دکډوالۍ قانوني اسناد يې درلودل دملګروملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لوري ۲۰۰ امريکايي ډالره مرسته ووېشل شوه. 

ننګرهار   کې  بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه

دننګرهار  ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او يوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۱۳۲بېځايه شويو کورنيوسره  چې دنا امنيو له امله د اچين ولسوالۍ دنا امنو سيمو څخه  دننګرهار ولايت دور بابا ولسوالۍ ته بېځايه شوې وې نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره پنجشنبه  دلړم دمياشتې په ۴مه  دخوراک نړيوال سازمان (WFP ) له لوري ۲۶بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته ديوې مياشتې لپاره دخوراکي موادو، د (SCI)له لوري ۶۰۰۰ افغانۍ اود ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR ) له لوري هرې کورنۍ ته د۱۵۰ امريکايي ډالرو څخه تر ۲۰۰ امريکايي ډالرو پورې نغدي مرسته وشوه.

همدارنګه ۷۶ تنه نورچې  تېره چهار شنبه د پاکستان څخه افغانستان ته  پخپله خوښه راستانه شوي و؛ دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR ) له لوري هر تن ته  ۲۰۰ امريکايي ډالره مرسته ووېشل شوه. 

ننګرهار کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي، خوراکي او دغېرخوراکي موادومرسته وشوه

دننګرهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۳۹۹ بېځايه شويوکورنيوسره دلړم دمياشتې په ۲مه نغدي، خوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله د کوټ،اچين، هسکې مېنې،چپرهار او پچير اګام ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې  دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) له لوري ۱۷۵ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲دانې کمپلې، ۲دانې ترپالونه، او ۲۰ نورو کورنيوسره چې دسرپنا دمشکلاتو  سره مخ و ې  يوه  يوه خېمه، د (SCL)  له لوري ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې او دخوراک نړيوال سازمان ( WFP ) له لوري هرې کو رنۍ سره ديوې مياشتې لپاره دخوراکي  موادو مرسته وشوه.

همدارنګه تېره سې شنبه  ۷۵ نور افغان کډوال چې دپاکستان هېواد څخه افغانستان ته پخپله خوښه راستانه شوې و او دکډوالۍ قانوني اسناد يې درلودل  د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) له لوري هر تن ته ۲۰۰ امريکايي ډالره مرسته ووېشل شوه. 

د ننګرهار له لسګونه داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې

د ننګرهار ولایت د کډوالو ریاست د یوشمیر نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ له ۹۲ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د تیرې دوشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې مرسته کړې .
په یادو مرستو کې د پخلنځي توکي ، خوراکي مواد ، او نقدي مرستې شاملې وي چې د خوړو نړیوالې ادارې ( WFP ) ، د ډنمارک د کډوالو ادارې ( DRC ) او د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي لګښت له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې .
دغه کورنۍ له پچیر اګام ، کوټ ، اچین ،هسکې مینې او نازیانو ولسوالیو څخه سرخرود ، بهسود او د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې بې ځایه شوې دي.
د یادولو ده چې په ننګرهار کې د جګړو او ناامنیو له امله شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې دي .

د ننګرهار د کډوالو چارو د ریاست لخوا د ۳۰۰ بی ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د کوټ ، اچین او دبالا ولسوالیو څخه د ۳۰۰ بی ځایه شویو کورنیو سره د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست له لاری مرسته وشوه .

د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست د رییس غلام حیدر فقیرزی په خبره مرسته د کمپلو ، دیګ بخار ، صابون ، سطل او ترپال په شمول وه چی د WHH موسسی لخوا ئی مرسته شوی وه.

سرچینی زیاته کړه چي همدا رنګه ۹ تنه راستانه شوي بی وزله د مرستو د ترلاسه کولو د IOM اداری ته معرفی شوی دي .

ننګرهار ولایت ته ۱۵۰ تنو راستانه شویو ته، د کار په مقابل کې پیسې وړکړل شوې.

له پاکستان څخه ننګرهار ته ۱۵۰ راستانه شویو ته، د کار په مقابل کې د NRC موسسې لخوا د ۲۰ ورځو لپاره پیسې ورکړل شوې.

د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزی د معلوماتو پر بنسټ ۱۵۰ تنه راستانه شوي چې اقتصادي ستونزې یې درلودلې ، NRC موسسې لخوا د ۲۰ ورځو لپاره دویالې د پاکولو لپاره وګومارل شول.

د سر چینې په خبره د یادو کسانو هر یو تن ته د ۲۰ ورځو په مقابل کې ۷۹۰۰ افغانۍ د یادې مؤسسې لخوا ورکړل شوې.

دیوبل خبر له مخې د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ څخه بهسو د ولسوالۍ ته د ۱۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د WFP او UNHCR لخوا مرسته وشوه.

د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رئیس فقیرزی د معلوماتوپر بنسټ په یاده مرسته کې د WFP لخوا د ۲ میاشتو لپاره خوراکې توکي او د UNHCR لخوا د پخلنځی وسایل شامل وؤ.

ننګرهار کې له بې ځایه شویو کورنیو سره د UNHCR لخوا مرسته و شوه

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست وایي چې ۳۹ بې ځایه شویو کورنیو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې مرسته شوې .

دغه کورنۍ د ننګرهار ولایت له بیلابیلو سیمو څخه د دغه ولایت د کوټ او نازیان ولسوالیو ته بې ځایه شوي دي چې له هرې کورنۍ سره یې د ۴۰۰۰ افغانیو مرسته شوې .

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د ناامنیو له امله د دغه ولایت ګڼ شمیر اوسیدونکي له خپلو اصلي سیمو څخه نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي .

ننګرهار ولایت ته ۲۳۳۴ کورنۍ بې ځایه شوې دي

د خپرېدو نېټه: Aug 04, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

د ۱۳۹۴ په دويمه ربع کې ، ۲۳۳۴ کورنۍ په خپله غوښتنه او خپلی خوښه له پاکستان څخه ننګرهار ولایت ته راستنی شوې دي.

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د رییس غلام حیدر فقیر زي د معلوماتو پر بنسټ د ۲۳۳۴ راستانه شویو کورنیو له جملې څخه، ۱۶۳۶ کورنۍ په خپله خوښه اوپاتې نورې په داوطلبانه ډول هیوادته راستنې شوي دي.

سر چینی زیاته کړه چې همدارنګه په یاده ربع کې، ۷۹ پاکستانۍ کورنۍ د ۵۵۳ تنو په ګډون دغه ولایت ته رابې ځایه شوې دي.

د فقیرزي په خبره د روان کال د دویمې ربع په بهیر کې ۱۲۲ د پناه ځای د غوښتنې عریضی د راستنیدونکو لخوا دغه ادارې ته سپارل شوې چې د NRC مؤسسې په مرسته یې، ۱۰۰ دانې شلټر مستحقینو ته ویشلي دي.

فقیرزی زیاته کړه چې همدارنګه ۲۳۴۱ راستانه شویو او ۸۰۹ بې ځایه شویو کورنیو ته د WFP، NRC، IOM، UNHCR، او IRC په مرسته نغدې پیسې، د کورونو وسایل ، خوراکې او لوژستیکي توکي ویشلي دي

ننګرهار کې د راستنیدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره نقدي او غیر نقدي مرستې شوي

د خپرېدو نېټه: Jul 11, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

ننګرهار کې له پاکستان څخه ۵۷ راستنیدونکو کډوالو او د دغه ولایت له  بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي موادو ، نقدو پیسو او د ژوند نورو اړینو توکو مرسته وشوه .

دغه مرستې د تیرې اونۍ په لړ کې د ننګرهار د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( UNHCR) او د WFP په مالي مرسته له یوې سروې وروسته مستحقونو کسانو ته وویشل شوې .

په دغو مرستو کې زرګونه ډالره ، غنم ، غوړي ، کمپلې او  د ژوند یوشمیر نور ضروري شیان شامل دي.

يادې کورنۍ د طورخم بندر له لارې هیواد ته راستنې شوي چې اوسمهال د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې میشت دي .

د دي ترڅنګ دغه کورنۍ له کونړ او د ننګرهار اړوند یوشمیر ناامنو ولسوالیو څخه د دغه ولایت د سرخرود او بهسودو ولسوالۍ او مرکز ته بې ځایه شوي .

همدارنګه دننګرهار د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست له نړیوالو مرستندویانو سره په ګډه د ۶۳۰  راستنیدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سروي کړې چې له دغې سروې وروسته به له مستحقو کورنیو سره هم ورته مرستې وشي .

د یادولو ده چې د طورخم بندر له لارې تیره اونۍ شاوخوا ۱۲۵۰ کډوال هیواد ته راستانه شوي او له یوه اندازه مرستو هم برخمن شوي دي .

ننګرهار ولایت ته د ډ یورند دکرښې دهغه خوانه د ۷۹ بې ځایو شویو کورنیو سره د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست له لارې مرسته وشوه.

د خپرېدو نېټه: Jul 05, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس غلام حیدر فقیرزي د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست خبریال ته وویل چی په دې وروستیو د دغه ولایت د دوربابا ولسوالۍ ته د خیبرایجنسۍ قبایلي سیمو څخه ۷۹ کورنۍ بې ځایه شوې وې.

سر چینی زیاته کړه چې یادې شوې کورنۍ د ځینو دولتي اداراتو او همکاره مؤسساتو د کډهئیت په وسیله سروې شوې او د ۱۰/۴/۱۳۹۴ نیټه د WFP لخوا هر کورنۍ ۱۵۰ کیلو ګرامه غنم، ۱۰ کیلو ګرامه دال، یو پاکټ مالګه، ۴۶ بستې بیسکیټ او ۱۱لیټره  غوړي ویشل شوي دي.

د ننګر هار ولایت د رچین ، چپرهار، خو ګیاڼیو او شیرزاد ولسوالیو څخه د ۳۷ بې ځایه شویو کورنیو سره په ۳۱/۲/۱۳۹۴ نیټه WFP  او UNHCR له لارې مرسته وشوه.

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس غلام حیدر فقیرزی ددې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست خبریال ته وویل چې د اچین ، چپرهار ، خوګیاڼو او شیرزاد و لسوالیو څخه ۳۷ کورنۍ د نا امنیو له کبله بي ځایه شوې او د بهسو ولسوالۍ په اړوند کې استوګن شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې یادوشو یو کورنیو د۲میاشتو لپاره خوراکي تو کي د WFP له لارې تر لاسه کړي او ۱۳ نورکورنیو ته یې د UNHCR له لاري د پخلنځی وسایل ویشل شوي دي.