دلغمان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چار ورياست

لغمان کې راستنوشويوکورنيوته ځمکه ووېشل شوه

دتېرې پنجشنبې په ورځ د وري په ۳۰مه ۸۴ راستنو شويو کورنيوته  چې له ايران او پاکستان هېواد څخه  راستنې شوې وې او د ( V.R.F ) رسمي کارتونه يې لرل دلغمان ولايت دبابا صاحب دکډوالو په ښارګوټي کې ورته ۸۴۴ نمرې ځمکه ووېشل شوه.

ياده توزيع د لغمان ولايت دمقام، دبهرنيو موسساتو داستازو او دلغمان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست  مسولينو په شتون کې ترسره شوه.

همدارنګه ديونيسف موسسې له لوري په قرغيي ولسوالۍ کې راستنوشويوکورنيوته ۱۶ دانې دڅښاک  داوبو څاګانې او ۹۹ ګرځنده تشنابونه ورغول شول.  

لغمان کې په ۲۰۰راستنو شویو کورنیو باندې د استوګنې لپاره نمرې وویشل شوي

 دلغمان ولایت دکډوالو اوراستنیدونکو چارو ریاست په ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو باندي چی له ایران او پاکیستان څخه دغه ولایت ته راستني شوي وي دبا با صاحب په ښارګوټی کې داستوګنې لپاره نمري وویشل شوي 

لغمان  کې بېځايه شويو  کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته  وشوه

دلغمان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارورياست دبنياد بيات موسسې  په همکارۍ ۹۰ ېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې دسلواغې په ۷مه د بنياد بيات  موسسې له لوري هرې کورنۍ ته   ۵۰ کيلو وړه، ۱۰ کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه  او دماشومانو لپاره يوه کڅوړه خوراکي مواد مرسته ووېشل شوه. 

لغمان کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دلغان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ديوشمېرنړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ( ۲۰۳ ) بېځايه شويو  کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله دننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې   وې تېره پنجشنبه دمرغومي په ۱۴مه د ناروې دکډوالو ادارې ( NRC) له لوري  ۱۴۳ بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ او د (CWSA) ادارې له لوري ۶۰ بېځايه شويو کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۰۰ امريکايي ډالره نغدي مرسته ووېشل شوه.

لغمان کې له ۷۰۰ ډېر راستنو شويو  کورنيوسره  نغدي مرسته وشوه

دلغمان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست  دخوراک نړيوال سازمان ( WFP)  په همکارۍ ۷۱۰ راستنو شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې دپاکستان څخه دلغمان ولايت بېلابېلو سيمو ته بېخايه شوې وې  دليندۍ دمياشتې په ۶مه   دخوراک نړيوال سازمان ( WFP)  له لوري هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

لغمان کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دغېر خوراکي موادومرسته وشوه

دلغمان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ديوشمېرنړيوالو  مرستندويه ادارو په همکارۍ  ۲۵۶ بېځايه شويو کورنيوسره تېره پنجشبنه دلړم دمياشتې په ۲۵مه  نغدي او د غېر خوراکي موادو مرسته وکړه.

ددغو مرستو له ډلې دډنمارک دکډوالو ادارې له لوري ۱۰۵کورنيوهرې کورنۍ ته ۸۰۰۰ افغانۍ ۷۰کورنيوته ۱۸۰۰۰ افغانۍ، دDACAR) له لوري ۵۱کورنيوهرې کورنۍ سره  دروغتايي کڅوړو او۳۰نورو بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته دمديرې موسسې له لوري دچرګانو فارم ،شنې خونې او دشاتو مچيو مرسته ووېشل وشوه. 

لغمان کې بېځايه شويوکورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دلغمان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست،دډنمارک دکډوالو ادارې ( DRC ) او (IRC ) موسسې په همکارۍ ۱۷۵ بېځايه شويو کورنيوسره چې دعليشنګ ولسوالۍ دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې نغدي مرسته وشوه.

ديادوکورنيوله  ډلې ۱۰۵ بېځايه شويو کورنيوهرې کورنۍ ته تېره پنجشنبه دتلې دمياشتې په ۲۷مه دډنمارک دکډوالو ادارې ( DRC ) له لوري  ۱۸۰۰۰ افغانۍ او د (IRC ) موسسې له لوري ۷۰ بېځايه شويو کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

لغمان کې بېخايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

 

دلغمان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست  د ډنمارک دکډوالو ادارې ( DRC ) په همکارۍ ۲۱۱بېخايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله  دعلينګار او عليشنګ ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې تېره يکشنبه دتلې دمياشتې په ۲مه هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

عالمي بلخي دلغمان دولایتي شورا له غړیواورییس اودهغه ولایت دکډوالو چاروله رییس سره وکتل.

    دکډوالواوراستنیدونکوچارو وزیرسیدحسین عالمي بلخي، دلغمان ولایت دولایتي شورا له یوشمیرغړیواو رییس اود هغه ولایت دکډوالوچارو له رییس سره په هغه ولایت کې دکډوالو اوراستنیدونکودستوزو د رفع کولو په اړه حبرې وکړې