د باميانو ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

په بامیانوکې د ۵۶۰ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په بامیانو ولایت کې د ۵۶۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د دغه ولایت د کډوالو چارو د آمریت له لارې مرسته وشوه.

د ولاتي چارو د اړیکو او همغږۍ ریاست دمعلوماتو پربنسټ،UNHCR او WSTA مؤسسئ له ۵۶۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د بامیانو ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمریت  د فعالیت راپورت.

  • د یکاولنګ د ښارګوټې پاتې نمرو په اړه د ځمکې د توزیع د کمیسیون جوړول.
  • د مرستې د تر لاسه کولو لپاره د بې ځایه شویو او راستانه شویو کورنیو معرفی.
  • د راستنیدونکو لپاره د عدم سر پناه د ۱۲ فورمو ویشل.
  • د احصایې په برخه کې د ۴ راستانه شویو کورنیو ثبت او راجستر.
  • د PSN په برنامه کې د ۲ کورنیو ارزیابې.

د۱۳۹۴ دغبرګولي د۱۳ نیټي نه دچنګاښ تر۱۰پورې دبامیانو ولایت دکډوالوچارو د آمریت کاري فعالیت.

  • دراستنیدونکولپاره دعدم سرپناه د۱۷ دانوفورمو ویشل.
  • داحصایې اوپلان په برخه کې ۱۱ کورنیوثبت او راجستر.
  • د دغه ولایت دپوهنې ریاست ته دزدکړې د دوام په موخه د۴ تنومعرفي کول.
  • د PSN برنامې لپاره د۲ کورنیو ارزیابي.

دبامیانو ولایت د یکه ولنګ ولسوالۍ دکډوالو ښارګوټي خط اچو نه و شوه.

دبامیانو ولایت دیکه ولنګ ولسوالۍ دکډوالو په ښارګوټي کې دکډوالوچارو وزارت دلیږل شویو انجینرانو لخوا داستوګنې دنمرو خط اچونه ترسره شوه.

دبامیانوولایت دګډوالوچاروآمر ددغې وزارت داطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست خبریال ته وویل چې دیکه ولنګ ولسوالۍ دکډوالو ښارګوټۍ، په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ او دنمرو خط اچونه یې ددغې ادارې په وړادیز او د۵/۲/۱۳۹۴ نیټه دکډوالوچارو دمقام د۲۴۴ ګڼې دحکم پربنسټ، دمؤظفوانجینرانو لخوا ترسره شوه.

نوموړي زیاته کړه چې په دې شهرک کې د۱۳۴ نمرو خط اچونه شوې ده چې ویشل به یې په راتلونکي کې مستحقوته دمؤظف کمیسیون لخوا ترسره شي.

دیادشوي ښارګوټي ځمکه په ۱۳۷۸ کال کې داراضي دمستقلې ادارې له ملکیت څخه دکډوالواو راستنیدونکوچارو وزارت ملکیت ته انتقال او تفصیلي پلان یې دښارجوړونې دوزارت لخوا منظورشوی دی.