دپنجشېر ولايت دکډوالو او راسنېدونکو چارو آمریت

 

پنچشېرکې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لوري دپنچشېر ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۰ بېځايه شويوکورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادو کورنيوهرې کورنۍ ته شنبه دزمري دمياشتې په ۶مه ۳۰۰۰۰زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

 

پنجشیر ته د ۱۰۱ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د لغمان، نورستان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو څخه پنجشیر ولایت ته د ۱۰۱ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

د پنجشیر ولا یت د کډوالو چارو د آمر عبدالمجید نوروزي په خبره د لغمان، نورستان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو څخه د دغه ولایت مختلفو سیمون ته د ۱۰۱ بې ځایه شویو کورنیو سره د وږي د ۱۲ نه تر ۱۵ نیټې پورې د UNHCR، WFP، اوWSTA موسسې لخوا د دغه ادارې ترڅارنه لاندې د کډو ټیمونو په وسیله مرسته وشوه.

عالمی بلخی د پنجشیر ولایت له چارواکو سره وکتل

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر، د پنجشیر ولایت د طبیعي پیښو د زیانمنو د ستونزو د هواري په موخه، د دغه ولایت ولایتی شوراته ژمنه ورکړه.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخی، پرون پنجشیر ولایت ته سفر وکړ او د هغه ولایت له چارواکو او ولایتی شورا له استازو سره یې وکتل.
د پنجشیر ولایت چارواکو او ولایتي شورا استازو د۶۵۰ کورنیو په اړه چې تیر کال د واورې ؤریدني له امله بې ځایه او کورونه یې له منځه تللی وؤ د کډوالو او راستنیدونکو وزیر ته معلومات ورکړل وویل چې زیاتره یادې کورنۍ اوس هم په بدو شرایطو کې ژوند کوی او پناه ځای ته اړتیا لري
دوی زیاته کړه چې د ۶۵۰ زیانمنو کورنیو له جملې څخه، ۲۰۰ کورنۍ یې د پروان ولایت د کډوالو په ښارګوټي کې ځای په ځای شوې، خو د کمپ د شاو خوا اوسیدونکو لخوا ورته مزاحمت کیږي.
عالمی بلخی د پنجشیر ولایتی شورا د استازو توضیحات او وړاندیزونه واوریدل او وویل چې د بغلان د کډوالو ښارګوټۍ تر کار لاندې دی اود ځمکې د غاصبینو په برخه کې د یاد ښارګوټي ستونزه به د وزیرانو د شورا دراتلونکيو نا ستو د اجندا یوه برخه وي.
نوموړي زیاته کړه چې د بغلان د کډوالو په ښارګوټي کې د شته ستونزو په لریکولو سره به په دغه ښارګوټي کې د پنجشیر ولایت د طبیعي پیښو زیانمنو ته ښه شرا یط برابر شي.
عالمي بلخي زیاته کړه چې د پروان ولایت له چارواکو سره به په تماس کې د پنجشیر ولایت د بې ځایه شویو ستونزې ته چې د پروان د کډوالو په ښارګوټي کې استوګن دي، رسیدګي وشي.
همدارنګه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د پنجشیر ولایت د کډوالو چارو له آمریت څخه هم لیدنه وکړه.
د پنجشیر ولایت د کډوالو چارو آمر عبدالمجید، د طبیعي پیښوله امله د بې ځایه شویو په اړه د دغه ادارې د کړنو او هغوی ته د مرستو ویشلو او د دغه ادارې د پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د آمریت د ساختمان په برخه کې یې د ستونزو یادونه وکړه.
عالمي بلخي د کډوالو چارو دآمریت د ساختمان په برخه کې د ستونزې په اړه د پنجشیر ولایت له چارواکو سره خبرې وکړې او په اړه یې تفاهم وشو.
د کډوالو چارو وزیر وروسته بیا د شهید احمدشاه مسعود قبرته ولاړ او دهیواد دخپلواکۍ او آزادۍ ټولوشهیدانوته یې دعا وکړه.
عالمي بلخي سره په دې سفرکې د اطلاعاتو او عامه اړیکو او ولایتي چارو دهمغږۍ رئیسانو ملګرتیا کوله .

په پنجشیر ولایت کې د طبیعی پیښونه ۱۸۰۰ زیانمنو کورنیو د ۱۳۹۴ کال دغبرګولي میاشتې په بهیر کې د کډوالو اوراستنیدونکو چارو وزارت له لارې د سعودی عربستان مرستې وویشل شوې.

د پنجشیر ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمر انجنیر عبدالمجید ددغه وزارت د اطلاعتو اوعامه اړیکو ریاست خبریال ته وویل چې د سعودی عربستان دغه مرسته هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو ګرامه اوړه ،۵ کیلو ګرامه وریجی، ۳ لیتره غوړي،۳ کیلو ګرامه بوره ،او ۳ کیلو ګرامه لوبیا وه.

سرچینی زیاته کړه چې یاده شوې مرسته ددغه وزارت د ټولینزو چارو د سلا کار حیات الله سباوون ،د سعودی عربستان د هیواد هیته الاغاثه الاسلامیه مؤسسی دعمومی رییس ابواحمد حسن شحبر او ددغه ولایت د ځینو نور ادارو تر څارنه لاندې د پریان،حصه اول،دره،عنابه، آبشار،شتل،ولسوالیو او پنجشیر ولایت د مرکز اړوند کې د ۱۳۹۳ کال  د ژمي د واورې ښویدنې له کبله ۱۸۰۰ زیانمنو کورنیو او ۸۰ نورو کورنیو ته چې ددغه ولایت نه د پروان ولایت د باریک آب دکډوالو ښارګوټي ته لیږدول شوې دې وویشل شوه.

 د پنجشیر ولایت په مختلفو سیمو کې د تیر کال د ژمې سختو واورو وریدنو او  واورو ښویدنو ۵۸۰ کورنۍ زیانمنې او سلګونه تنه ژوبل او هلاک کړی وؤ.