دپروان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

پروان کې بېځايه شويو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه

 

دپروان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دطبيعي پېښو پروړاند دمبارزې ادارې په همکارۍ  ۲۰۰بېځايه شويو  سره چې دنا امنيو له امله دلغمان،نورستان، کاپيساولايتونو او ددغه ولايت دغوربند ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  دخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې تېره شنبه دکب  دمياشتې په ۱۲مه  دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارې ادارې له لوري هرې کورنۍ ته۱بوجۍ وړه، ۱۷قوطۍ پېک شوې مرسته  ووېشل شوه. 

دپروان ولايت دکډوالو ښارګوټي لپاره ۱۴ کيلو متره  سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

دپروان ولايت باريک اب  دکډوالو ښارګوټي داخل ۱۴ کيلو متره سړک تېره چهارشنبه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  دوزير او يو شمېر نورو چارواکو په ګډون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي ددغه ښارګوتي  اوسېدونکو  سره وعده وکړه چې ياد وزارت  ستاسې دهر راز ستونزو لکه داوبو نه شتون،جوماتونوجوړلو،ښوونځيوجوړولو اودصحي کلنيکونو جوړولو په برخه کې کوښښو کوي او په دې برخه کې يې داړوندو ادارو سره خبرې کړي دي.

دهغه په وينا دکډوالو وزارت پر ۳۰۰ ميليونه ډالرو باندې  کارکوي چې چې دکډوالو په ښارګوټوکې دکلينيک او ښوونځيو جوړولو لپاره ځانګړې شوي او دپروان ولايت دباريک اب ښارګوټي ښوونځي يې ددې يو جز يادکړ.

نوموړي همدارنګه دذکر شوي ښارګوټي په بلند منزلو او  تجارتي ساحو ټينګار وکړ  وی ويل: دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دافغانستان دکابيني دفيصلې پربنسټ په دې هڅه کې دی چې دښارګوټو  لوړ پوړيزو ودانيو   او تجارتي ساحو په پلورولو سره خلکو ته دکار زمينه برابره کړي او په دې برخه کې دکډوالۍ نړيوال سازمان ( IOM) څخه يې غوښتنه وکړه چې دکوچنيو پروژو په برابرولو سره درارستنېدونکو کډوالو لپار ه دکار زمينه برابره کړي.

همدارنګه د پروان ولايت والي انجينر محمد عاصم عاصم دکډوالو دښارګوټو دکلينک دپراختيا ژمنه وکړه  او په دې برخه کې يې د هر راز مرستې او همکارۍ وعده وکړه.

دزون دپايخت ادارې رئيس فرهاد جلال زي  ديادښارګوټي داوبو رسولو په برخه کې ژمنه وکړه او وی  ويل  چې په نژدې راتلونکي کي به داوبو رسولو شبکې سره هوکړه ليک لاسليک کړي او۱۰،۳۴ کيلومتره فرعي سړک  به دښار ګوټي په داخل کې جوړشي.

دملګرو ملتونو دکډوالۍ نړيوال سازمان   (UNHCR) رئيسې آغلې  فتيحه عبدالله دافغانستان اوسېدونکو، دافغان دولت او دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره ژمنه وکړه چې دملګرو ملتونو دکډوالۍ نړيوال سازمان   (UNHCR ) به دپراختيا په برخه کې په پروان ولايت کې دراستنېدونکو کډوالو لپاره فعاليت ولري او دباريک اب په ښارګوټي کې يې ۲۳۰ کورنيو ته دسرپناه لپاره کورونه جوړ کړي دي او ۳۰۰ نورو کورنيو ته داوبو څاګانې ښکل شوي دي.

دهغې  په وينا د ۲۰۰۲ کال نه تر اوسه پورې ۱۶۹۹ زره اسناد لرونکو راستنېدونکو ته  په پروان ولايت کې کورونه وېشل شوي دي.

 دنوموړې په وينادراستنېدونکو لپاره يوازې دځمکو وېشل دحل لاره نه دی بلکې دوی دلا زياتو همکاريو ته اړتيالري. لکه ټولنيز خدمتونو، ښاري خدمتونو او لومړنيو حدماتو ته اړتيا لري او په دې برخه کې يې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره دهر راز مرستې ژمنه وکړه.

دچهارشنبې دورځې په مراسموکې دکډوالو اور ستنېدونکو چارو  وزارت او دپروان ولايت دکډوالو چارو رياست له لوري  ۱۲۶۶ نورو راستنېدونکو ته په دغه ښارګوټي کې ووېشل شوه.

ديادولو وړ ده چې دپروان ولايت دباريک اب ښارګوټي کې تر اوسه پورې ۱۳۳ نمرې راستنېدونکو ته ووېشل شوي دي. 

پروان کې بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دپروان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې او دکليو پراختيا رياست په همکارۍ ۳۵۰ بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادو کورنيوسره چې دنا امنيو له امله  دسياه ګرد ولسوالۍ دفندقستان دسيمې څخه دپروان ولايت  مرکزچاريکار ښارته بېځايه شوې وې د تلې په ۲۴مه د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لوري هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو وړه، ۲۰ کيلو وريجې، ۱۰لېتره غوړي، ۵کيلوبوره، يوه کيلوشين چای  اود کليو پراختيا رياست له لوري هرې کورنۍ ته ۳دانې کمپلې، ۱ترپال، ۲دانې داوبو بوشکې، دماشومانو جامې او دپخلنځي سامان الاتو مرسته ووېشل شوه. 

پر وان کې بېخايه شويو کورنيوسره دخوراکي ا وغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دپروان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دطبيعي پېښو پروړادندې دمبارزې ادارې او دکليو پراختيا رياست له لوري ۱۵۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې دنا امنيوله امله  د سياه ګرد ولسوالۍ د فندقستان دسيمي څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې دخوارکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرسته له ډلې تېره چهارشنبه او پنجشنبه دتلې دمياشتې په ۱۸مه او۱۹مه د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لوري هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلووړه، ۲۰ کيلو وريجې، ۱۰ لېتره غوړي، ۵کيلو بوره، چای او دکليو پراختيا رياست له لوري هرې کورنۍ ته ترپال، ۳ دانې کمپلې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه. 

پروان کې بېځايه شوې کورنۍ سروې او ورسره مرسته وشوه

دپروان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې، سرې مياشتې او دکليو پراختيا رياست په همکارۍ ۳۰۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې د سياګر ولسوالۍ د فندقستان له سيمي څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  سروې او ورسره مرسته وشوه.

ددغو کورنيو له ډلې ۱۰  بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته د ډنمارک دکډوالو ادارې ( DRC ) له لوري ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

  ياده سروې تېره چهار شنبه او پنجشبنه د تلې دمياشتې په ۱۲مه او ۱۳مه پيل شوې  چې اوس هم دوام لري .

په پروان ولایت کې د ۱۵۰ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د لغمان ،نورستان ، کاپیسا ولایاتواو غوربند ولسوالیو څخه د پروان ولایت مرکز ته د ۱۵۰ بې ځایه شویو کورنیو ته پرون د UNHCR نغدي مرسته وویشل شوه.

د پروان ولایت د کډوالو چارو د رییس آغاشرین په خبره پادې کورنۍ د اړونده اداراتو د استاذو په همکارۍ سروې او هرې کورنۍ ته د UNHCR لخوا ۱۰۰ امریکایې ډالر وویشل شول.

د پروان ولایت دکډوالو په ښار کوټي کې حرفوي کورسونه دایر شول.

د خپرېدو نېټه: Apr 08, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

۱۳۹۴ د وری ۱۹ نیټه

د پروان ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس آغا شرین ددې وزارت د اظلاعاتو او عامه اړیکو ر سایت خبریال ته وویل چې د پروان ولایت د کډوالو په ښار ګوټې کې په ۹/۱/۱۳۹۴ نیټه د نجاري ، نلدوانۍ ، خامک ګنډني ، او ولډنګ کاری په برخو کې د پاملرنې مؤسسې په مرسته اوددې اداري تر څارنه لاندي د حرفه اي زد کړې کورس کې به ۸۰ تنه نارینه او ۲۰ تنه ښځینه د شپږو میاشتو لپاره زدکړه وکړي.