دمیدان وردکو ولایت دکډوالو آمریت

 

ميدان وردګو کې ۷۰۰ بېځايه شويوکورنيوسره نغدي اودغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دميدان وردګو ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په همکارۍ ۷۰۰ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله دننګرهار ولايت څخه ددغه ولايت امن سميو ته بېځايه شوې وې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR)  له لوري  هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امريکايي ډالره نغدي، ۴دانې کمپلې   او دژمنيو کاليو مرسته ووېشل شوه. 

مېدان وردګو کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دمېدان وردګو ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دسولېډايريټي موسسې په همکارۍ ۶۰۰ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دننګرهار ولايت دچپرهار، هسکه مېنې او دمېدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  تېره دوشنبه د تلې دمياشتې په ۳مه  هرې کور نۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. 

په میدان وردګو ولایت کی د امنیتی ځواکونو او مخالفینو تر منځ جګړو ۸۰ کورنې د خپلو کورنو پر یښودوته اړکړيې دي.

د خپرېدو نېټه: Jul 05, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

n00073948-b.pngد میدان وردګو ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمرمحمد شفیق دقیق ددغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست خبریال ته وویل چې د ۱۱/۴/۱۳۹۴ د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې پر امنیتی پو ستو باند د مخالفینو د حملې له کبله ۸۰ کورنۍ د خپلو کورنو پر بښودوته اړکړای شوې دي.

ده زیاته کړه چې بې ځایه شوي د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې ځای په ځای شوي دي احتمال لري چې په شمیر کې یې زیاتوالۍ راشې .

د دقیق په خبره د دغې جګړې له کبله د خلکو یو شمیر د استوګنې کورنو له منځه تللې او شاوخوا ۵۰ دانې څاروي او په سلګونو میوه لرونکې اوغیر میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي.