دلوګر ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالی څخه د ۱۰/۴/۱۳۹۴ نیټه ۲۰ کورنۍ، د نا امنۍ له کبله بې ځایه شوې دې.

د لوګر ولایت د کډوالو چارو د آمر نور احمد په خبره یادې شوې کورنۍ د دغه ولایت د مرکز پل علم اړوند کې ځای په ځای شوې دي او د مرستې په موخه یې د دغه ادارې تر څارنه راندې د WFP او UNHCR لخواه سروي تر سره شوې ده.

د۱۳۹۳ دغبرګولي په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې دپاکستانیوقواوو دعملیاتو په پیل سره، د ډورنډ د کرښې له هغې خوانه ۳۶ زره کورنی خوست ولایت ته رابې ځایه شویې دي.

د۱۳۹۳ دغبرګولي په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې دپاکستانیوقواوو دعملیاتو په پیل سره، د ډورنډ د کرښې له هغې خوانه ۳۶ زره کورنی خوست  ولایت ته رابې ځایه شویې دي.

دخوست ولایت دکډوالواوراستنیدونکو چارو رییس حسن محمداحساني ددې وزارت داطلاعاتواوعامه اړیکوریاست خبریال ته وویل چې دپاکستانیوقوا وو دعملیاتوله امله تردې دمه په زرګونوکورنۍ چې پاکستاني شناخت کارتونه لري اویوشمیر زموږهیوادوال چې دکډوالۍ کارتونه لري دشمالي وزیرستان څخه دې ولایت ته رابې ځایه شوي دي.

ده زیاته کړه چې د یادوشویوعملیاتوله پیل څخه، تر۱۳۹۳/۱۲/۲۸ نیټې پورې دبې ځایه شویوله جملې څخه ۳۰۵۲۶، کورنۍ چې پاکستاني شناخت کارتونه لري اوشمیریې ۲۰۹۹۹۵ تنوپورې رسیږي اوهمدا رنګه ۱۳۸۹ کورنۍ زموږ دهیوادوالو چې کډوالۍ کارتونه لري اوپه وزیرستان کې یې د کډوالۍ ژوند کاوه، دې ولایت ته را بې ځایه اودنړیوالوهمکاره نهادونو په مرسته ددې ادارې لخوا ثبت اوراجسترشوي دي.

دحسن محمد احساني په وینا، زرګونه نورې بې ځایه شويې کورنۍ، ددې ولایت په وکیو ، قر یو او داوسیدونکو په کورو کې د میلما نو په تو ګه شپی رو ورځې تیروي او لاتر اوسه ثبت شویې دې.

نوموړي زیاته کړه چې دنړیوالو همکارانو په مرسته د راجستر شویو کورنیو سره لاتر اوسه په دریو مرحلوکې د خوراکي ، سون ، لوژیستیکې توکشیو ژوند وسایل او نغدو پیو مرسته وشوه ، خو د وضعیت او شرایطو په پام کې نیولوسره ، تر سره شویې ښده نه دي ، تمه لرم چې ، همکاره نهادونه ، افراد او خیریه مراجع دې ډول مرستو ته دوام ورکړي.