دکاپیسا ولایت دکډوالو او راستنیدونکو چارو آمریت

کاپيساکې لسګونه بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مر سته وشوه

دکاپيسا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د خوراک نړيوال سازمان ( WFP ) په همکارۍ ۱۳۹  بېځايه شويو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د کوه بند ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  تېره پنشبنه دوري دمياشتې په  ۲۳مه د خوراک نړيوال سازمان ( WFP ) له لوري هرې کورنۍ ته يو ه بوجۍ وړه،  ۵ لېتره غوړي، ۶۶ کيلو دال نخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه. 

کاپيسا  کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

دکاپيسا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دخوراک نړيوال سازمان ( WFF) په همکارۍ ۲۵۰ بېځايه شويو کورنيوسره دليندۍ د ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې نغدي  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله د لغمان او نورستان ولايتونو او تګاب، نجراب او السايي ولسواليو  څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې دخوراک نړيوال سازمان ( WFF)  له لوري هرې کورنۍ ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

کاپيسا او سمنګان ولايتونو کې بېځايه شويو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دسمنګان  او کاپيسا ولايتونو  دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو د ( MPU) او ( DACAR ) موسسې په همکارۍ ۹۴ بېځايه شويوکورنيوسره دغېر خوراکي مواو دو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې دسمنګان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ( MPU) موسسې په همکارې ۸۰ بېځايه شويو کورنيوسره چې دنا امنيو له امله ددرصوف ولسوالۍ څخه ددغه ولايت مرکزته بېځايه شوې وې ۳دانې کمپلې، ۲دانې ترپالونه، يوه ګازډبه او دکور دضرورت وړ موادو مرسته وشوه.

همدارنګه د کاپيسا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستد ( DACAR ) موسسې په همکارۍ ۱۴ بېځايه شويو کورنيوسره چې دبغلان او کنړولايت  دنا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې هر کورنۍ ته بيل، کلنګ، ترپال، سيمټ اودکور دضرورت وړ موادو مرسته ووېشل شوه. 

د کاپیسا ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د آمریت لخواه د ۹/۴/۱۳۹۴ نیته د ۲۱۵ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

د کاپیسا ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمر محمد قسیم ملک زاره د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست خیریال ته وویل د طالبانو او دولتی قواؤو تر منځ د جګړې له کبله د نجراب ولسوالۍ د بچه غان او افغانیه له درو څخه ۲۱۵ کورنۍ بې ځایه او د دغه ولسوالۍ په امنه سیمو کې ځای په ځای شوې دي.

سر چينی زیاته کړه چې  د یادوشویو بې ځایه شویو سروې د همکاره مؤسسوپه مرسته د دغه ادارې لخواترسره اوهرې یادې شوې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلو ګرامه غنم،  ۱۱لیټره غوړي، ۱۰ کیلو دالنخود، یوه کیلو مالګه، ۴ تختی کمپلي، ۲ تختې ترپال، د پخلنځي سیټ، ښځینه صحې سیټ، صابون او د اوبو سطل د UNHCR او WFP لخوا مرسته وشوه.

د کاپیسا ولایت دکډوالو اوراستنیدونکو چارو دآمریت لخوا د ۲۲۹ کورنیوسره مرسته وشوه.

د کاپیسا ولایت دکډوالو اوراستنیدونکو چارو د آمر محمد قسیم ملک زاده دغه آمریت ته د معلوماتو پر بنسټ.

ددغه ولایت د نجراب او تګاب ولسوالیو څخه د ۲۲۹ بې ځایه شویو کورنیو د UNHCR  او WFP  په مرسته هرې یادې شوې کورنۍ ۱۵۰ کیلو غنم ،۱۱،۱ لیټره غوړی ، ۵ کیلو مالګه ،۱۰،۵ کیلو دالنخود ،۶ تختې کمپلې ، ۲ تختې ترپال ،یوه دانه ۵ کیلویي د ګاز ډبه ، یو سیټ د پخلنځی وسایل ، دوې دانی د اوبو بوشکې ، یو دانه  د اوبو سطل ، یوه بسته صحی ښځینه کیټ ، د کالیو او لاس وینځلو شپږ دانه صابونونه ،او ۱۲۳ بستې بسکیت وویشل شول.

سرچینی زیاته کړه چې دریو ډیرو زیانمنو بی ځایه شویو کورنیو ته ددغه ادارې په مرسته ۹۰۰ امریکایی ډالر د PSN د بر نامې له لارې مرسته تر سره شوېده.

په کاپیسا ولایت کې ۸۰تنو بی ځایه شویو اوراستنیدونکو ته ددغه ولایت د کډوالو اوراستنیدونکو چارو آمریت لخوا حرفوی کورسونه جوړشول.

د کاپیسا ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمر محمد قسیم ملک زاده ددغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست خبریال ته وویل چې یاد شوي کورسونه د کوهستان به حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې ددغه ادارې تر څارنه لاندې د همکاریو د نړیوالې مؤ‎سسی (GP)لخوا جوړ او ۴۵ ښځینه او ۳۵ نارینه د شپږو میاستو لپاره د خیاطی،ترکاڼۍ،فلزکارۍ،موټر، موټر سایکل او تلویزیون ترمیمولو په برخه زدګړه کوي.