دکابل ولايت دکډوالو او راستنېدونکوچارو رياست

 

کابل کې نژدې ۲۰۰۰  بېځايه شويو کورنيوسره نغدي، خوراکي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دکابل ولايت کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست، دخوراک نړيوال سازمان (WFP)، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR)  او پاملرنې موسسې  په همکارۍ ( ۱۸۷۳) بېځايه شويو کورنيو سره نغدي، خوراکي او دغېرخوراکي موادو مرسته وشوه.

ددغو مرستو له ډلې ،د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ( UNHCR) له لوري هرې کورنۍ ته  ۱۲۰۰۰ زره افغانۍ نغدي، دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لوري ۱۶۱۸ بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته۱۱۳ کيلو وړه، ۱ کيلو لوبيا، ۱ کيلو غوړي او دپاملرنې موسسې له لوري ۲۹ بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ ته ۳ دانې کمپلې،۱ ګاز ډبه، ۱ دانه ترپال او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه. 

کابل کې بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه

دکابل ولايت دکډوالو او راستندونکو چارو رياست او ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۹۷۳ بېځايه شويو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادو کورنيوسره چې دنا امنيو له امله دپروان، ننګرهار، ميدان وردګو او ځينو نور ولايتونو څخه دکابل ولايت ته بېځايه شوې وې دډنمارک دکډوالو ادارې (DRC) له لوري هرې کورنۍ ته ۲۶۰۰۰ افغانۍ ، دپاملرنې موسسې له لوري ۳دانې کمپلې، داوبو بوشکې او دپخلنځي مکمل سامان الات او د ډاکارموسسې له لوري  هرې کورنۍ ته دروغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه. 

کابل، قندهار او کاپيساکې لسګونه بېځايه شويو کورنيوسره  نغدي او دکومکي کڅوړومرسته وشوه

دکابل، کاپيسا او قندهار ولايتونو دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياستونو ديوشمېر نړيوالومرستندويه ادارو په همکارۍ ۸۵ بېځايه شويوکورنيوسره نغدي اودکومکي کڅوړو مرسته وشوه.

ديادوکورنيوله ډلې دتلې په ۱۹مه  ۵۸ بېځايه شويوکورنيوته په قندهاراو ۱۹بېځايه شويو کورنيوته کابل کې د ای ار سي  له لوري نغدي  او دکومکي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.

همدارنګه دکاپيسا ولايت دکډوالو او راستنېدونکوچارو رياست د ای ارسي په همکارۍ  دتلې په ۲۲مه ۸ نورو بېځايه شويو کورنيو هرې کورنۍ  ته نغدي  او دکومکي کڅوړو مرسته  ووېشل  شوه. 

د ۱۳۹۴ د زمري میاشتی د لمړۍ نیټنه تر ۷ پوري د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست کاري کړنې

  • ۳۹۷ کورنۍ د ننګرهار، بغلان او کندز ولایتونو څخه کابل ولایت بې ځایه شوې دي چې ۱۹۷ کورنۍ یې سروې شوې او۶۰ کورنۍ یې په لمړی مرحله کې د مرستې د تر لاسه کولو په موخه UNHCR ته معرفی شوې دي.
  • د څرخي پله او تنګی غارو په سیمه کې د بې ځایه شویو له وضعیت څخه کتنه وشوه او ستونزو په اړه یې د کډوالو چارو وزارت او مرسته کونکو مؤسسو ته خبر وړکړل شوی.
  • ۸۰ کورنيو د مرستی د تر لاسه کولو غوښتنه وکړه او موضوع یې د کډوالو چارو وزارت چارواکو ته رسول شوېده.

د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د ۱۳۹۴ د چنګاښ د ۲۰ ته تر ۳۱ نیټې پوري د فالیت خلاصه.

  • د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ څخه د کابل ولایت ۱۲،۸ ناحیو او بګرامیو ولسوالۍ ته د ۳۱ بې ځایه شویو کورنیو سروې.
  • د ننګرهار ولایت د مهمند شینوارو ولسوالیو څخه د ۵۰۰ بې  ځایه شویو کورنیو د سروې دوام.
  • د کابل ښار د ۱۰ ناحیې ، ۱۲ ناحیې ، بګرامیو ، نساجې، او پولیس ښارګوټې په سیمو کې د بې ځایه شویو له و ضعیت څخه لیدنه او د یادو کورنیو د ستونزو د حل په موخه د UNHCR له مسؤلینو سره د ناستو تر سره کول.

دکابل ولایت په مختلفو سیموکې د ۶۵۰ بی ځایه شویو کورنیو لپاره د ۱۳۹۴ کال په لمړۍ اونۍ کې دکابل ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د ریاست له لارې مرسته وشوه .

په کابل کي ولایت دکډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ریاست اضطراری حالاتو آمر محمد حفیط ندیم ددي وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست خبر یال ته وویل د کاپیسا ولایت د تګاب او اله سای ولسوالیو څخه دبګرامیو ده سبز ولسوالیو مربوطاتو او دکابل ښار دځینی ناحیوته د ۶۵۰ بی ځایه شویو کورنیو سره د UNHCR لخوا او د همدی اداری تر څارنه لاندي مرسته وشوه .

دندیم پر وینا یاده شوي مرسته دهري کورنۍ لپاره ۲ بوجۍ غنم ، دوي بوجۍ ذغال ، پخلنځی وسایل او تر پال ؤو.

ده زیاته کړه چي دترسره شویی سروې په ترڅ کې ۱۲۴۰ کورنۍ دکاپیسا دیاد شویو ولسوالیونه کابل ته بی ځایه شویی دي او دهغوی ۹۵۰ کورنۍ مخکې هم دا ډول مرستی تر لاسته کړیی چې وې .

خبر ځای وویل چي د چهاراهی قمبر څلور لاری بی ځایه شویو سره دمرستی غوښتنهOCHA  د دفتر ، د طبیعی پیښونه  د زیانمنو کورنیو سره دمرستی په منظوردIOM او قره باغ له ولسوالۍ څخه د ۴۳ بی ځایه شویو سره داکمک په موخه د UNHCR څخه دهمکارۍ او مرستو غوښتنه کړی ده