د دايکندي ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست

دايکندي کې لسګونه بېځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

 

د دايکندي ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ( ACF ) موسسې په همکارۍ ۱۳۲ بېځايه شويو کورنيوسره د تېرې دوشنبې په ورځ د وري په ۲۰۰مه  نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امينو له امله د ارزګان ولايت دګيزاب ولسوالۍ څخه د دغه ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې  د ( ACF ) موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۳۰۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

د ۱۳۹۳ کال په بهیر کې ، ۵۸ کورنۍ او ۳۷ تنه مجرد ، د هیواد له بهره د دایکنډی ولایت ته راستانه شوي دي.

     ده وویل چې د UNHRC او AODA مؤسسه په مرسته ، ۳۰ کورنیو ته ،د ۲۸۷۰۰ امریکایې ډالرو په  ارزښت ددي ولایت په مرکز دسنګ موم په قریه کې دمچۍ ساتنی او سواد زدګړې کورسونه دایر او د زدکړې ددورې په پای کې به هرې کورنۍ ته یو صندوق د شاتو مچۍ سره دا ړتیا وړ وسایلوچې شات د صندوق نه په حاصلیږي او همدارنګه کتاب ، قلم ، کتابچه او قلیب چارت ورته ویشل شوي دي محمد امین زیاته کړه چې ۴۹۵ پایې د رڼا جیراغونه او البسه ۳۲ مستحقو کورنیو ته ویشل دي او سر بیره پردي ۱۰۸ تنه د راستندونکو له جملې نه دتحصیل د دوام په موخه ددي ولایت د پوهنځې ریاست ته معرفې کړي دي.