تفاهمنامه وزارت امور مهاجرین با وزارت کار امور اجتماعی

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سره د ۱۳ میلیونه یورو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او د ډنمارک د کډوالو ادارې ( DRC ) ترمنځ د همکاریو  درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه نن چهارشنبه د مرغومې ۱۳ په کابل کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي ، د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي او په کابل کې د ناروې د کډوالو ادارې د مشرې ترمنځ د اروپايي ټولنې د استازي په ګډون لاسلیک شو .

په هغه خبري ناسته کې چې نن له همدې امله جوړه شوې وه د کار او ټولنیزو چارو وزیر وویل چې د دغه تفاهملیک په برنسټ په راتلونکو دریو کلونو کې ۷۲۰۰ راستنیدونکو او بې ځایه شویو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو زمینې برابریږي. نوموړي وویل راستنیدونکو او بې ځایه شویو ته له زده کړو وروسته به کاري آسانتیاوې رامنځ ته شي او د کوچنۍ سوداګرۍ په موخه به دوې ته قرضي هم ورکړل شي .

وروسته بیا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال خبریالانو ته وویل چې اروپايي ټولنې د یو هوکړه لیک پر بنسټ چې په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سره یي لاسلیک کړی و ۷۸ میلیونه یورو د کډوالۍ په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي چې له دغه پیسو څخه ۱۳ میلیونه یورو یي د همدغه تفاهملیک د تطبیق په برخه کې لګول کیږي .

د کډوالو د وزیر په خبره اروپايي ټولنه له افغان حکومت سره د کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو سره د ۲۰۱۸ کال لپاره  د ۱۲۴ میلیونه ډالرو د مرستو ژمنه هم کړې ده .

هغه د راستنیدونکو کډوالو د شمیر په اړه وویل چې په ۲۰۱۷ کال کې له ۶۰۰ زرو څخه ډیر افغانان له پاکستان او ایران څخه هیواد ته راستانه شوي دي د عالمي بلخي په خبره ۲۰۰۰ تنه نور بیا له اروپايي هیوادونو په خپله خوښه راغلي او ۸۰۰ تنه هم اجباري ډول ایستل شوي دي .

په ناسته کې د اروپايي ټولنې استازي ژمنه وکړه چې د کډوالۍ په برخه کې به له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .