ټولنيزو چارو سلا کاران

د ټولنیزو چارو سلاکار

     د ټولنیزو چارود سلا کار د ۱۳۹۴ د وري د ۳ تر ۹ نیټې پورې کارې کړنې.

  • له کو یټې څخه کابل ته د ۱۳۷۱ راستانه شو کورنیو په اړه د وزارت مقام ته سلا ورکول.
  • د پاکستان د کوهات په کمپ کې د ۱۳۰۰ افغان کورنیو د وزارت مقام ته ،د شکایتو رسول.
  • د پاکستان د هر یپور له کمپ څخه د ۲۰۰ راستانه شویو کورنیو د شکایت او په لغمان ولایت کې یې د ځای په ځا ی کولو په ارتباط د وزارت مقام ته سسلا ورکول.
  • د بلوچستان د ایالات څخه د ۱۵۰ راستانه شویو کورنیو د شکایاتو د رفع کولو ، په کندز ولایت کې یې د ځای په ځای کولو او د هغوی لپاره د همکاره نهادونو څخه د مرستی د جذب په اړه د وزارت مقام ته مشوره ورکول.
  • د پشاور د کبابیانو په کمپ کې د ۵۵۳ کډوالو کورنیو شکایاتو ته رسیدنه ، په ننګرهار او لغمان ولایت کې د هغوی د ځای په ځای کولو په اړه مشوره ورکول ونړیوالو مؤسساتو  ته د مرستی د تر لاسه کولو په موخه د یادو شویو کورنیو معرقی کول.
  • د څلوروتنو راستانه شویو لپاره د ځمکی د توزیع په اړه د وزارت مقام ته مشوره ورکول.
  • د نورستان ولایت ۳۹۳ بې ځایه شویو او ننګرهار ولایت ته د ۲۵۰ راستانه شویو کورنیو په اړه نظر ورکول.
  • د ۶۰۰۰ راستانه شویو کورنیو د ستونزو په اړه چې د بغلان ولایت وؤ د وزارت مقام ته مشوره ورکول او نړیوالو مؤسساتو ته د مرستی د ترلاسه کولو په موخه د هغوی معرفی کول.

د سیمکار تو د ویشلو په ارتباط د افغان بیسیم د مخابراتی شرکت د همکارۍ جذبول.

  • د کابل کمپ د بې ځایه شویو او راستانه شویو او سیدونکو د ماشومان لپاره د WAR CHILDANADA د مرستی جذبول.
  • د نړیوالو مؤسساتو څخه د قمبر د څلورلاري د سیمې د بې ځایه شویو لپاره د مرستی د جذب په موخه د وزارت مقام ته مشوره ورکول.
  • د کابل ولایت اود هیواد د ځنو نورو ولایتو اړوند د بې ځایه شویو لپاره د مرستی دویشلو پرمهال فعاله حضور.

د ټولنیزو چارو د سلا کار کړنې

د مرستې د تر لاس کولو په موخه له بادغیس څخه هرات ته بې ځایه شوې کورنۍ سروې کیږي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ټولنیز سلاکار حیات الله سباوون د معلوماتو پر بنسټ، د بادغیس ولایت له اړوند څخه ۲۰۰۰ کورنۍ د نا امنیو له کبله د هرات ښار ته بې ځایه شوې.

نو موړی زیاته کړه چې د یادو کورنیو د استازو دوړاندیزونو له آوریدو وروسته یې د هغوی ستونزي خپله د کډوالو او راستنیدونکوچارو له وزیر سره شریکې او محترم مقام هدایت وکړ، چی یادې کورنۍ دې دمرستې د تر لاسته کولو په موخه د هرات د کډوالو چارو ریاست له لارې، سروي شي.

د ننګرهار ولایت له نازیان ولسوالۍ څخه د نا امنیو له امله ۱۰ کورنۍ کابل ته بې ځایه شوې دي

دغه کورنۍ چې اصل د ننګرهار ولایت د نازیان وسوالۍ او سیدونکې دي، له پاکستان څخه هوادوته د راستنیدو وروسته، د وروستیو نا امنیو له امله کابل ته بې ځایه شوې دي.

د یادو کډوالو استازو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د سلا کار حیات الله سباوون سره په کتنه کې، د پناه ځای او د استوګنې د نمرو د نه ویشلو په برخه کې د ستونزو یادونه وکړه او د کډوالو چارو وزارت دهمکارۍ غوښتنه یې وکړه.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ټولنیز چارو سلاکار ورسره ژمنه وکړه چې ستونزې او غوښتنې به یې د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزیر سره شریکی کړي.

سباوون همدارنګه د دغه کورنیو د استازو سره ژمنه وکړه چی د کډوالو چارو وزیر د هدایت په صورت کې به، له سروې څخه وروسته هرې کورنۍ ته په ننګر هار ولایت یوه نمره ځمکه وویشي او همدارنګه د مرستې د ترلاسه کولو په موخه به یې مؤسساتو ته معرفی کړي.

د ننګرهار له یوشمیر ولسوالیو څخه ۶۰ کورنۍ د ناامنیو له امله څرخي پله سیمې ته بې ځایه شوي

د ننګرهار ولایت د شینوارو ، اچین ، سپین غر او غني خیل ولسیواليو څخه ۶۰ کورنۍ د ناامنیو له امله د کابل د څرخي پله سیمې ته بې ځایه شوې دي .

د دغه بې ځایه شویو کورنیو استازي د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزات د ټولنیز سلاکار حیات الله سباوون سره د یادو کورنیو سره د مرستې د رسولو په موخه د ده په کاري دفتر کې وکتل .

د یادو بې ځایه شویو کورنیو د استازو د وړاندیزونو له اوریدو وروسته دوې د وزارت د مشرتابه په لارښوونه د مرستې د ترلاسه کولو په موخه د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست ته و پیژندل شوې.

د پناه ځای په برخه کې د ۱۰۰۰ کورنیو ستونزو ته رسیدګي وشو

د کډوالو او راستنیدونکو وزارت د ټولنیز و چارو سلاکارحیات الله سباون دمعلوماتو پر بنسټ د پاکستان د ګو جرانواله او لاهور کې د میشت ۱۰۰۰ افغان کورنیو استازو چی هیواد ته راستنیدو هوډلري، د ځمکی د تر لاسه کولو او دپناه ځای په برخه کې د ستونزو د هواری په موخه د کډ‌والو چارو وزارت ته مراجعه کړې وه.

سباون زیاته کړه چې کنړ ولایت په ټوله کې یوه غرنۍ سیمه ده چی په دغه ولایت کې د کډوالو ښارګوټي وجود نلري ، د یادو کورنیو لپاره په نژدې ولایاتو نو کې د ځمکی په ویشلو باندي د مشورې ورکولو سره موضوع د وزارت مقام ته ورسوله، د وزارت مقام هدایت ورکړ چې د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست دې یادوکورنیو ته د استوګنې نمرې وویشي.

په کابل ولایت کې د ۲۲ کوچي کورنیو ته د استو ګنۍ نمرې ویشل کیږي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ټولنیزو چارو سلاکار حیات الله سباون وایي چې په ۲۴/۵/۱۳۹۴ نیټه یې د ۲۲ کوچی کورنیو د استازو سره د پناه ځاې په برخه کې د هغوی د ستونزو د هواری په برخه کې کتنه در لوده.

ده زیاته کړه چې په د غه برخه کې د وزارت مقام ته د مشورې په ورکولو سره، د کډوالو چارو وزیر د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د یادو کورنیو لپاره د ځمکې د ویشلو آمر ورکړ.