د بشری سرچینو ریاست کاری فعالیتونه

د ۱۳۹۴/۵/۲۴ نیټی نه د ۱۳۹۴/۵/۲۴ نیټی پوری د بشري سر چینیو ریاست کاري راپور

  • د حقوقی ملاتړ د ریاست له کارکونکو څخه د قانون اساسی سره قوانینو د تطبیق په برنامه کې د یوه تن معرفي د هند هیواد د ملکې خدمتونو انستیتوت ته د مسلکی زدکړی په برنامه کې د آزموینې په موخه د IT له څانګې د ۲ کارکونکو معرفی.
  • د ملکی خدمتونو په انستیتوت کې د زدکړې په موخه د ملکی خدمتونو انستیتیوت او د ولایتی چارو د همغږی ریاست ته د ولایتی رئیسانو دلست لیږل.
  • د جندا د واحدونو د ربع وار ناستو په برنامه کې د جندر د آمرې معرفی کول.
  • د برتش قنسل د سفارت له لارې په دوؤ ګرو پونو کې د انګلیسی کورسونو او په وزارت کې د ننه د استادانو له لارې د نګلیسی او کمیسیوتړ د کورسونو او IOM مؤسسې په وسیله IT د کارکونکو لپاره د IT د زدګړې د برنامې دوام.
  • د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست د ۷ بستونو او د پالیسۍ او پلان د معینیت د ۲ بستونو د دندو د لایحو تصحیح او بیا کنته.
  • د مختلفو مراجعو څخه په بیلابیلو مواریکو کې د ۱۰ دانو مکتوبونو اخیسل او اړونده مراجعو ته بې لیږل.

دکډوالواوراستنیدونکوچارو په وزارت کې ۱۲ اعلان شویوبستولپاره له ۱۰۹۰ څخه زیاتوکسانو، دکارموندنې فورمې ترلاسه کړیې دي.

د خپرېدو نېټه: Apr 06, 2015 کټه ګورۍ: عمومي

دامطلب دکډوالواوراستنیدونکوچارو وزارت دبشري سرچینو رییس، حفیظ الله سرخرودي، ددې وزارت داطلاعاتواوعامه اړیکو ریاست خبریال ته وویل چی دا ۱۲ بستونه چې (د۱۰ پینځوبستو، ۱شپږم بست او۱ څلورم) په شمول دي د ۱۲ کاري ورځوپه موده اعلان ته سپارل شوي دي.

ده زیاته کړه چې د اعلان موده په۱۳۹۴/۱/۱۹ نیټه پای ته رسیږي اولاتراوسه، دیادوشویوبستولپاره له ۱۰۹۰څخه زیاتو کسانو، ددې ادارې څخه دکارموندنې فورمې ترلاسه او بې له شکه چې دمتقاضیانو په شمیر کې به زیاتوالی راشي، ځکه چې اوس هم لسګونوکسانودفورموترلاسه کولوپه موخه مراجعه کړیده.

سرخرودي وویل چې د ۱۲ بستو لپاره په دې  شمیرد متقاضیانو ازدحام، زما  دماموریت په جریان کې بې سابقه اوجالب دۍ.

ده وویل چې ددې ادارې کارکونکي دشایقینو لپاره دفورمو دتوزیع کولوپه موخه چمتو اوداعلان شويې مودې ترپایه، په دې اړه کامله آمدګي لري.

سرخرودي زیاته کړه چې دطرزالعمل مطابق، په راتلونکيې مرحله کې به د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونودخپلواک کمیسیون داستازي په حضور، دحمایوي آزموینې په اخیستوسره به دمتقاضیانوله جملې څخه، هغوی چې په شرایطوبرابرپیژندل کیږي، شارلیست ته شامل اورقابتي آزموینې ته به معرفي شي.

ده دآزموینې اوشارلیست پروسه دمتقاضیانو ددې شمیرپه پام کې نیولوسره، عادي کار ونه باله او وویل چې هره عملي هڅه اوکار، چې باید سل په سله  په  روڼوالی ترسره شي، تریوځایه ستونزمن دۍ، خوددې کارلپاره لازم چمتووالی نیول شوی دۍ.