د ځیړنې او د اداری معلوماتی سیستم د ریاست کړني

 

د۱۳۹۴ د 7نه د ۶ نه تر ۱۵ پورې د تحقیق او اداري سیستم د معلوماتو د ریاست د فعالیت خلاصه

  • د تحقیق او اداري سیستم د معلوماتو د ریاست دیوه حمایوي بست د آزموینې اخسیتل
  • د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د مقررې د مسودې په برابرولو کې همکاري.
  • د وزارت په مرکزي ډیټابیس کې د معلوماتو د داخلولو په برخه کې د تحقیق ریاست د کار کونکو د زدکړې دپروسې تکمیل.
  • د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د مسودې په تکمیل کې همکاري.
  • په کندز کې د تر سر شويو جنایتو په برخه کې د یو علمی تحقیق تر سره کول او عواقب یې
  • د IOM د محترم دفتر له انجینیرانو سره همکاري
  • د وزارت په مرکز کې د ډیټابیس د زدکړې په کورس کې د اداري سیستم د معلوماتو د آمریت د کارکونکو ګډون چې د IOM د دفتر د کارنکو لخوا تدریس شو.
  • په بهیرنیو هیوادونو کې له کډوالو او پناه غوښتونکو د حقوقي ملاتړ او پیښو په اړه د معلوماتې فورمو ترتیب.
  • قانوني سن ته د ن رسیدونکو ۱۰۷۷ تنو پناه غوښتونکو په اړه چې په ۲۰۱۵ کال کې د ناروې هیواد ته دننه شوي وؤ د معلوماتو راټولول.

د ۱۳۹۴/۶/۱۱ نیڼې نه تر ۱۳۹۴/۶/۱۷ پورې د تحقیق او اداري سیستم  د معلوماتو د ریاست کاری کړنې

  • د کورنیو بې ځایه شویو په پنځه کلن عملیاتی پلان باندې کار کول.
  • د معلوماتو د راټولونې سیستم د برسۍ په موخه بدخشان ولایت ته د تخنیکی ټیم لیږل، د هغه ولایت د کډوالو چارو د ریاست په وسیله د راپور ورکونې او پلان جوړنې څرګنوالۍ
  • د وزارت په مرکز کې د UNHCR د کورنیو بې ځایه شویو د استازي سره د تحقیق د رئیس لیدنه او د لاندې موضوعاتو په اړه تادل نظر او تفاهم کول.

۱ په ولایاتو کې د کورنیو بې ځایه شویو د شمیر د راټولولو د څرنګوالی په  اړه د معلوماتو د راټولونې سیستم (ډیتابیس UNHCR) څخه لیدنه.

۲ د تحقیق ریاست د مرکزی ډیتابیس او ولایتي ریاستونو تر منځ د معلوماتو د تبادلې د څرنګوالي برسی.

۳ د وزارت او UNHCR په وسیله په منظم ډول د معلوماتو پیدا کولو د برسۍ د مکانیزم جوړول.