دولايتونو د همغږۍ او عامه اړيکو رياست فعاليتونه

د ۱۳۹۴ د وږي د۱۱ نه تر ۲۱ پورې د ولاتي چارو د اړیکو او همغږۍ ریاست کاري کړنې

  • هرات ولایت ته په خپله پریکړه د ۳۲۵ را ستانه شویو کورنیو ثبتول.
  • ننګرهار ولایت ته د ۲۳ راستانه شویو کورنیو ثبتول.
  • په مختلفو برخو کې د ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو او آمریتونو او مرکزي ریاستونو ته د متحدالمال مکتوبو لیږل.
  • له ولایتو څخه د ۱۰ دانو رارسیدلو مکتوبو په اړه اجراآت.
  • د WFP، UNHCR، WSTA، لخوا د پنجشیر د ۱۰۱ بې ځایه شویو کورنیو لپاره د موادو ویشل.

له ۷۶۰ څخه زیاتې کورنۍ هیواد ته راستانې شویې دې.

د ۱۳۹۴ کال د وري د میاشتې له پیل نه تر ۱۸/۱/۱۳۹۴ پورې د پاکستان او ایران څخه په خپله خوښه له ۷۰ څخه زیاتې کورنۍ هیواد ته راستنې شویې دي.

د ولایاتو د همغږۍ د چارو د ریاست نه ، ددي وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ته د رارسیدلو معلوماتو پر بنسټ ، ۴۴۱ کورنۍ چی د کسانو شمیر یې ۴۱۶۴ تنوته رسیږي ننګرهار ولایت ته ، ۷ کورنې چې د کسانو شمیر یې ۴۰ تنو ته رسیږي له ایران څخه نیمروز ولایت ته او ۴ کورنۍ چې د کسانو شمیریې ۱۱تنوته رسیږي له ایران څخه هرات ولایت ته په خپله خوښه راستانه شویې دي.