د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

      د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست لنډه پیژندنه

      دغه ریاست د مرکز او ولایتی واحد ونو د کړنو او لاسته  راوړنو ، د تفاهمنامو د لاسلیک کولو ، د کډوالو ، راستنیدونکو او بی ځایه شویو په اړه ، د دې وزارت د رهبری د هیئت د کتنو د منعکس کولو په موخه د دی وزارت په تشکیل کې ځای لري .

     سپارل شویو مسؤلیتونو ته د لازمو رسیدلو په موخه ، د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریتونه د دی ریاست په تشکیل کې جوړ شوي دي چې د اطلاعاتو او نشراتو عمومی مدیریتونه د اطلاعاتو آمریت تر اثر لاندې او د ویب سایټ ، دکورنیو اړیکو د ټینګولو او د بهرنیو اړیکو د ټینګولو عمومی مدیریتونه د عامه اړیکو د آمریت تر اثر لاندي فعالیت کوې .

     دغه ریاست د موجوده تشکیل په در لود لو سره تر خپله توانه پورې کوښښ کړې او کوې یی چې د کډوالو ، راستنیدونکو ، بی ځایه شویو دوضعیت په اړه او هر هغه څه چې دغه وزارت د یوي مسؤلي اداري په توګه د هیواد نه د لرو هیواد والو په اړه ترسره کوي ، سربیره له د صوتی او تصویری رسنیو له لاري ، د دی وزارت د انټرنټی پاڼو له لاری (ویب سایت ، فیسبوک ، ټویټر) په پشتو ، دری او انګلیسی ژبو هم هره ورځ په رسمی او غیر رسمی ساعتونو کې منعکس کوې .