دحقوقي ملاتړ درياست فعاليتونه

  

د ۱۳۹۴ د وږی د ۱۷ می نه تر ۲۴ پورې د حقوقي ملاټر ریاست د کړنو خلاصه.

  • له ایران او پاکستان څخه د ۲۳ راستانه شویو نه په مختلفو برخو کې حقوقی ملاټر تر سره شو.
  • په خپله خوښه له آلمان څخه د ۵ تنو ، له نا روې څخه د یو تن او  په اجباری ډول له ډنمارک څخه د یو تن د راستانیدو له بهیر څخه څارنه تر شوه.
  • د کډوالو او راستانیدونکو وزارت د اجراآتو او فعالیت د مقررې پرمسوده باندې کار
  • د وزارت د عمومی پلان سره سم د اړونده کاري دفترو د کاري پلان ترتیب.
  • د اړونده آمریتونو د دندو پر لایحه د بیا کتنې پر ناسته کې ګډون.

د ۱۳۹۴ د چنګاښ د ۳  نه تر ۹ پوري د حقوقی ملاتړ د ریاست د کاري کړنو غورچنډ.

  • د ایرن، پاکستان او نورو کوربه هیوادونو څخه ۲۴ تنو راستنانه شويو نه په مختلفو برخو کې حقوقی ملاتړ شوی دی.
  • د ناروي، دنمارک او اندونیزیا هیوادونو څخه د ۱۴ تنو راستنانه شویو د راستنیدو څخه څارنه شويده.
  • د انسان د قاچاق او اختطاف سره د مبارزې د اولې ربع د عمل پلان ترتیب او عدلیه وزارت ته لیږل شوی دی.
  • د راستنیدونکو او بې ځایه شویو لپاره د ځمکی د توزیع د مقررې د مسودې د برابر ولو په جلسه کې کډون.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د حقوقی ملاتړ ریاست د ۱۳۹۴ د وري د میاشتې د ۱۲ نیټې نه تر ۱۸ ، ۸۱ تنه راستنیدونکو نه حقوقی ملاتړ کړۍ دۍ.

ددې ریاست د حقوقی مشورو د آمر د معلوماتو پر اساس ۸۱ تنه چې د ایران ، پاکستان او ځینو نور هیوادونو څخه راستانه شوي وؤ ، ۷۸ تنه د تحصیل د دوام په موخه د کابل ښار پوهنې ریاست ته ورپیژندل شول او دهغوی ۳ تنه نور د نوم داصلاح په موخه د ثانوي تدریساتو ریاست ته اعزام شول.

همدارنګه ددي ریاست د موافقت نامو پر تطبیق دڅارنې آمریت په یاده شوې موده کې له ناروې څخه په اجباري ډول دیوه افغان د رایستلو،له ترکیې څخه په خپله خوښه د ۷ تنود راستنیدلو یوتن له کرجستان اودرۍ تنه نور له ناروي او ګرجستان له پروسی څخه څارنه وکړه.

د سر چینی په وینا ددې ادارې د موافقت نامو اود تسوید د طرح آمریت ددي وزارت د ۵ کلنې ستراتیژۍ د پلان په ناسته کې په کډن سر بیره ، د ۱۳۹۴ کال نه تر ۱۳۹۶ کاله پورې د انسان د قاچاق اواختطاف سره د مبارزې د عمل پلان د تطبیق او بیا کتنې په اړه لازم اجراآت کړي دي.