کندز کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د (ACTED،DACAAR،IOM) موسسو له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او خوراکي  موادو  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د ګاونډيو هېوادو څخه راستنې شوې او يو شمېر يې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې  په ورځ د غبرګولي په ۲۳مه د (ACTED) موسسې له لورې ۲۱ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ، ۲۹ کورنيو هرې کورنۍ ته ۳۵ کيلو وريجې، يوه بوجۍ اوړه، يوه بوشکه غوړې ۶ کيلو لوبيا، ۶ کيلو دالنخود، ۶ کيلو بوره، ۶کيلو ماش، يوه کيلو مالګه او د ډاکار موسسې له لورې يوه کڅوړه روغتيايي موادو مرسته ووېشل شوه.