پکتیکا کې له ۲۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په پکتیکا ولایت کې پرون د غویي ۱۸ مه پر ۲۰ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

په دغو کورنيو کې هغه اړمن کسان هم شامل وو، چې مخکې د هغه ولایت د مهاجرينو ادارې له خوا پېژندل شوي وو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا د ۱۷زره او ۷۵۰ افغانیو په ارزښت مرسته ورسره وشوه.