بادغیس کې له ۲۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

 په بادغیس ولایت کې د غویي میاشتې پر ۱۶ او ۱۷ نېټو له ۲۵۱ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

په دغو کورنيو کې هغه بې ځايه شوي، اړمن او راستانه شوي کسان شامل وو، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو رياست له خوا په جوند، بالامرغاب او قادس ولسواليو کې اړمن پيژندل شوي وو.

د دې مرستې له مخې له ۱۰۵ کورنیو سره ۱۷زره او۵۵۰ افغانۍ، ۴۶ کورنیو ته په دوو برخو کې، ۶۲ زره او۴۱۰ او  ۴۸زره او۵۴۰ افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا او له ۱۰۰ نورو کورنیو سره د ناروې د مهاجرت شورا له لوري د سرپنا جوړولو لپاره په دوو برخو کې ۵۰ زره او ۱۴ زره افغانۍ د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوې.