تخار کې له ۳۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته وویشل شوه

sadam_morr
-

په تخار ولایت کې د غویي میاشتې ۱۷ مه او ۱۸ مه له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۳۵۰ بې ځایه شویو، زیانمنو شویو او په جبري توګه راستنو شویو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

دا کورنۍ وړاندې هلته په ينګي کلا، چاه آب او خواجه غار ولسواليو کې د مهاجرینو چارو رياست له خوا سروې شوې وې او د اکټیډ موسسې له لوري د ۸ زره ۱۰۰ افغانیو په ارزښت مرسته ورسره شوه.