ننګرهار کې له څه باندې ۱۰۰۰ کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

sadam_morr
-

پرون دوشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتی په ۱۷مه په ننګرهار ولایت کې له یو زر  او ۳۶۹ کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن په وینا، دغه مرسته د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ د هغو کورنیو لپاره چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوي، پیل او د کورنۍ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ د ولایتي ګومارل شوې کمېټې لخوا د مهاجرینو ریاست سره په همغږۍ کې ویشل کیږي.

د يادونې وړ ده، چې دغه مرسته د هغو کورنيو پر غړو، چې شمېر يې له پنځو تنو څخه کم وي، دوه دوه زره افغانۍ او چې شمېر له پنځو غړو څخه زیات وي هر غړي ته یې زر زر فغانۍ وېشل کېږي.