فاریاب کې د تلپاتې استوګنې کمیټې ناسته وشوه

sadam_morr
-
په فارياب ولايت کې پرون د غوایي شپږمه د راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شويو د تلپاتې استوګنې او یوځای کېدنېکمېټې ناسته وشوه.
د مهاجرینو چارو رئیس ملا سیف الدین جهادي له داخلي بې ځایه شویو او راستنیدونکو سره د همکارو بنسټونو د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او د هغو بې ځایه شویو او راستنیدونکو د احصایې او شمېر په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل چې له ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري توګه ایستل شوي او مرستې ته اړتیا لري او د لا همکارۍ غوښتنه یې څرګنده کړه.
د ناستې ګډونوالو د خپلو مرستو او همکاریو د دوام ژمنه وکړه.