د کډوالو وزير: کډوال او بېځايه شوي د انسانانو  په توګه د مرستو وړ  دي، نه دسياسي مسايلو

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۱۳:۲۹
45

Bottom of Form

 کډوالو او راستنېدنکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي  په کابل کې د ناروې دکډوالو ادارې (NRC)  د دفتر له رئيس باکرستوفرنيامندي سره په ليدنه کې وويل، له سياسي مسايلو پرته بايد کډوالو او بېځايه شوو سره مرستې ترسره شي.  

دغه ليدنه د تېرې سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۱مه کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، چې پکې د دواړو ادارو د همکاريو په ښه والي  او په خوست ولايت کې دشمالي وزيرستان بېځايه شووته د رسېدنې  په اړه خبرې اترې وشوې.

ددې سره سره چې  افغان دولت د شمالي وزيرستان بېځايه شوي  د بېځايه شوو په توګه تعريفوي او بهرنۍ موسسې د پاکستاني پناه غوښتونکو په توګه. د ناروې دکډوالو ادارې رئيس وويل، د دې له امله چې د شمالي وزيرستان بېځايه شوي ځانګړی تعريف نه لري نو ځکه دمرستو رسونې لړۍ له خنډ سره مخ کېږي.

ښاغلي بلخي په دې اړه وويل، د کډوالو چارو وزارت په مشرۍ او دملګروملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په همکارۍ  دشمالي وزيرستان بېځايه شووته د رسېدنې دمديريت پروګرام ترکار لاندې دی چې دهغې په پلي کولو سره به د شمالي وزيرستان د بېځايه شوو وضعيت ښه والی ومومي.

هغه د بهرنيو او نړيوالو موسسو غواړي، چې ددواړو هېوادونو د سياسي مسايلو پرته دشمالي وزيرستان  بېځايه شوو سره د زيانمن شوو انسانانو په توګه مرستې وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۱
Background image

د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې کورس پرانیستغونډه وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ادارې او مدیریت د کورس پرانیست غونډه نن د غوایي په ۵ د وزارت د غونډو په تالار کې د وزارت د یو شمېر رییسانو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د بلخ ولایت د مهاجرینو له ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د غوایي لومړۍ نیټه بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له رییس او کارکوونکو سره ول. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۲۰:۲۰
Background image

د داخلي بې ځايه شويو ریيس د څلورمې ناحيې د کمپ له استازو سره ولیدل

 
د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد د کابل ښار د څلورمې ناحیې د بې ځایه شویو د مېشتغالي د اوسېدونکو له استازو سره ولیدل.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته