پاکستان څخه تر ۲۰۰ زیاتې جبري راستنې شوې کورنۍ د کمېټو له خدمتونو برخمنې شوې

sadam_morr

۲۸۰ جبري راستنې شوې کورنۍ د هېواد په  فرضي کرښو کې د ګومارل شوو کمېټو له خدمتونو برخمنې شوې.

 د جبري راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسيون د ګومارل شوو کمېټو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له فرضي کرښو څخه ۱۲۸ کورنۍ، چې ۴۸۱ جبري راستنېدونکي پکې شامل وو، د وري پر ۶ مه نېټه د پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او په بایومتریک ډول ثبت او ورسره مرسته وشوه.

 ۲ کورنۍ چې ۱۶ تنه وو خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول، ۷۶ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، ۷۴کورنۍ په موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې، ۲۰۶ سیمکارتونه، د خوراکي توکو تیارې شوې کڅوړې، د څښلو وړ اوبه او د ژمنیو توکو کڅوړې په یادو فرضي کرښو کې د ګومارل شوو کمېټو له لوري ووېشل شوې.

همدا رنګه دغو کورنيو ته د اطلاعاتو او امربالمعروف او نهی عن المنکر کمېټو لخوا د نوم ليکنې، لېږد، مالي مرستو، د لنډ مهاله استوګنې او د هېواد پېژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.

 لسګونه هغه کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل وپېژندل شول او ۹۱ راستنیدونکو ماشومانو ته له چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې، نظافت او عمومي پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شول او د رواني روغتیا په موخه د لوبو زمینه هم ورته برابره شوه.