ایران څخه تر زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت  یو زر او ۵۴۸ مهاجرین د وري ۶ مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۷۶ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز ۴۵ کورنیو سره د افغانستان د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۵۷ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۸۳ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۱۸۹ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.